د ایران د سمندري ځواکونو اړوند تر ټولو ستره پوځي کښتۍ د عمان په سمندر کې ډوبه شوه.
د ایران نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا کښتۍ د نوموړي هیواد د هرمزګان ولایت اړوند د جاسک په بندر کې د اور اخیستو نه وروسته په سمندر کې ډوبه شوې ده .
ایران د پوځ په وینا د نوموړې کښتۍ ټوله عمله ژغورل شوې ده. د کښتۍ د ژغورنې عملیات چې ۲۰ ساعته يي دوام وکړ بې نتیجې پایته ورسیدل. کښتۍ په کامله توګه په سمندر کې ډوبه شوې ده .
د ویلو ده چې د خارک په نامه دا کښتۍ د ایران د سمندري ځواکونو تر ټولو ستر کښتۍ وه.
د ویلو ده چې دې کښتۍ چې ۳۳ زره ټنه وزن درلود ۲۰۷ متره طول او ۲۶ متره عرض يي درلود. دا کښتۍ د ایران تر ټولو لویه پوځي کښتۍ وه.
د ویلو ده چې د ایران د خارک په نامه پدې سترې پوځي کښتۍ کې تیر ماښام د چاودنې نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه. پداسې حال کې چې د ایران رسمي مقاماتو پدې پيښه کې د د هیڅډول ځاني زیانونو نه خبر ندی ورکړی خو ځايي رسنیو بیا د څو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د ویلو ده چې دا په تیرو دوو میاشتو کې په ایران کې دوه پوځي کښتۍ ده چې چاودنه او اورلګیدنه پکې رامنځته کیږي. د ویلو ده چې څه موده مخکې د ایران د سپاه پاسداران اړوند د ساویز په نامه په یوې کښتۍ کې چاودنه شوې وه .
ایراني مقاماتو ویلي وو چې دا چاودنه د چسپکې بم په نتیجه کې رامنځته شوې وه.
RTR Pashto
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.