وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو بیا ځای پر ځای کول پیل شوي

0 783

اینډپېنډېنټ اردو ورځپاڼې په یوه مقاله کې (د پاکستاني طالبانو د بېرته راګرځولو پټه معامله) تر عنوان په سویلي وزیرستان کې د طالبانو د بیا ځای پر ځای کولو پلان افشا کړی دی.

لیکوال لیکلي دي، چې له لوی اختر وړاندې د رسول محمد محسود په مشرۍ د پاکستاني طالبانو یوه ۱۸ کسیزه ډله د واڼې په اعظم ورسک سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.

په دې مقاله کې په وزیرستانونو کې بېرته د طالبانو د راپورته کولو د یو لوی پلان په اړه ټول څه روښانه شوي چې څه ډول پاکستاني استخبارات غواړي وزیرستانونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

دغه سیمې کلونه د طالب جوړونې د فابریکې په توګه د پاکستاني استخباراتو له لوري کارول شوې دي او د پښتون ژغورنې غورځنګ له راپورته کېدو سره د هغوی له لاسه ووتې. اوس یې د پاکستاني استخباراتو له لوري بېرته د لاندې کولو پلان روان دی.

لیکوال د عیني شاهدانو له قوله لیکلي دي، کله چې دې سیمې ته د طالبانو وسله وال داخل شول، ټولو فکر وکړ چې دا ښه طالبان دي او بد طالبان څنګه کولی شي د پوځ تر څار لاندې په دې سیمه کې ښکاره تګ راتګ وکړي.

د ښو طالبانو یو قوماندان انډپېنډېنټ ورځپاڼې ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي دي، د قوماندان حکیم الله ورور قوماندان اعجاز خان محسود هم په وزیرستان کې ځای پر ځای شوی او په همدې سیمه کې موجود دی: «هغه د محسود سیمې د امنیت ټینګولو لپاره دې ځای ته راغلی دی.»

پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې وړاندې په ځلونو په دې سیمه کې له پاکستاني استخباراتو سره د اړیکو لرونکو طالبانو د بیا راپورته کېدو په پلانونو انتقادونه کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply