محسن داوړ د پاکستان حکومت څخه مېرانشاه کې د ۴ نجونو د وژل کېدو وضاحت غوښتی

0 1,131

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلمان غړي، محسن داوړ تېره ورځ په وزیرستان کې د وژل شوو څلور نجونو موضوع په پارلمان کې راپورته کړه، چې د خبرو په نیمايي کې یې مایک بند او خبرې یې قطع شوې.
نوموړې د یادې موضوع په اړه یوازې همدومره وویل، چې په شمالي وزیرستان کې څلور نجونې په ډيرې بې رحمۍ سره ووژل شوې، خو د ریاست رسنۍ ورباندې پټه خوله دي، داسې نر بل نشته چې دا مسله دلته په پارلمان کې یاده کړي او ریاست باید ځواب ووايي.

 چې له همدې خبرو ورسته د داوړ مایک بند او خبرې یې په نیمه کې پاتې شوې.
د تېرې دوشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د یوې غیردولتي مؤسسې څلور ښځينه کارکوونکې په ډير بې رحمانه ډول سره په ډزو ووژل شوې، چې د خیبرپښتونخوا اوسېدونکې وې.

په هماغه ورځ له سیمې څخه یوې باوري سرچینې ویلي وو، چې دا نجونې د پاکستان د څارګرې ادارې (ISI) د کسانو لخواهغه مهال ووژل شوې، چې غوښتل یې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د نجونو یو روزنیز مرکز ته ورشي وژل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply