د پاکستان جيټ الوتکو په خوست ولایت کې لسګونه کسان وژلي دي

527

دعوت میډیا ۲۴ ( شنبه/۲۷ وری/۱۴۰۱): بېګا شپه د پاکستان جيټ الوتکو د افغانستان په خوست ولایت کې له وزیرستان څخه راکډه شوو د وزیرستان اوسېدونکو باندې د بمبارۍ په نتیجه کې د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په ګډون تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

پورته د مرګ ژوبلې یادې شوې شمېرې د خوست ولایت څخه یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په دعوت میډیا ته ومنلې او یادونه یې وکړه چې د ډیورنډ کرښې د مستربل سیمه کې د ا.ا.ا سرتېرو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ بېګا ټوله شپه نښته هم شوې ده چې د مرګ ژوبلې په اړه یې تردې دمه معلومات نشته.

بله خوا بیا تردې دمه رسمي سرچینو د پاکستان د جيټ الوتکو او د ډیورنډ کرښې باندې د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.