پي‌ ټي ایم: پاکستانی حکومت دې شمالي‌ وزیرستان او شاوخوا سیمو کې بې امني نه جوړوي

1,130

دعوت میډیا۲۴ (جمعه/۳۰ ثور/۱۴۰۱): پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې سمدستي دې په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې د حملو مخه ونیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ګڼو پلویانو د مې پر ۱۹مه د بنو په جانیخېلو کې تر هدفي حملې او په بکاخېلو کې تر چاودنې وروسته په بنو کې پرلت وکړ.

پرلت کوونکو له حکومت څخه وغوښتل چې د وسله والو پرضد دې پرېکنده اقدام وکړي.

د غورځنګ یوه مشر لطیف وزیري پرلت کوونکو ته په وینا کې وویل، له دوو لسیزو راهیسې حملې روانې دي چې دوی یې د درېدو غوښتنه کوي.

ده وویل، “نن یو ځل بیا د نوي جنګ اغاز شوی دی. [د مې پر ۱۹مه] هم په جانیخېلو کې بله [هدفي وژنه] شوې ده. له ۲۰ کلونو راهیسې موږ لګیا یو، د ملک واکدارانو ته سوالونه کوو چې له دې خاورې څخه دې دا پردی جنګ ختم کړي.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.