جرمني سفارت: د طالبانو په بریدونو کې ۳۰ سلنه ماشومان زیانمن شوي

478

 افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې، چې ۳۰ سلنه ماشومان تر زیانمن شوي دي.
د جرمني سفارت تېره ورځ د ماشومانو د ورځې په مناسبت په خپل ټوېټر کې لیکلي، چې د دوی د څېړنیز راپور له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د طالبانو په بریدونو کې ۳۰ سلنه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې راتلونکی یې له ننګونو سره مخ دی.
دوی ویلي، چې طالبان باید د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي؛ ځکه یوازې ملکي وګړي په ځانګړې توګه ماشومان ترې زیانمنېږي.
د یاد سفارت د څېړنیز راپور له مخې، په هر سلو ماشومانو او ځوانانو  کې ۵۲ یې په ښوونځیو او پوهنتونو کې د مصونیت ډاد نه لري.
راپور کې د طالبانو له لوري د دشت برچي «د سید الشهدا» پر ښوونځي برید ته په اشارې ویل شوي، چې طالبان لا هم د زده کړو خلاف دي او ماشومانو ته اجازه نه ورکوي، چې په ارامه فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
دوی ویلي، چې د طالبانو له لوري د ملکي وګړو وژنه د منلو وړ نه ده او عاملینو ته یې باید سزا ورکړل شي.
طالبانو یوازې په تېره میاشت کې پر ملکي وګړو داسې بریدونه ترسره کړي، چې په کې سلګونو ماشومانو او ځانوانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز په لوګر کې د طالبانو په موټړ بم برید کې د کانکور ازموینې زده کوونکي او تر سلو زیات ملکي وګړو وته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.