هند د افغانستان له اندراګاندي روغتون سره د درملو مرسته وکړه

551

د هند د روغتيايي مرستو ديارلسمه کڅوړه هېواد ته را رسېدلې ده. د هند د بهرنيو چارو وزارت په دې تړاو خپاره کړي يوه بيان کې ويلي چې د طبي مرستو په ديارلسمه کڅوړه کې يې بيا هم درمل، د جراحۍ وسايل او د روغتيايي کارکوونکو د اړتيا وړ توکي شامل دي. بيان زياته کړې چې د مرستو دا کڅوړه د ملګرو ملتونو اړوند د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ کابل کې د اندراګاندي روغتون ته سپارل شوې ده. د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له تېر يوه کال راهيسې يې پر پنځوس زره ټنو غنمو مرستې سربېره افغانستان ته ۴۵ ټنه درمل، د کوويډ -۱۹ پنځه سوه زره دوزه واکسين او نور روغتيايي وسايل را استولي دي.

 او همداسې بل خبر دا چې: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له ایران سره یې افغانستان ته د مایع ګازو د واردولو په اړه خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تېره ورځ د مايع ګاز له واردوونکو سره په ليدنه کې ویلي، هڅه کوي چې د راتلونکي ژمي پر مهال د مايع ګاز د بيو د لوړوالي مخه ونيسي. له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د سرپرست وزیر په حواله راغلي چې په دې اړه يې د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د ګازو او نفتو د واردولو په اړه خبرې کړې دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، قمي په دغو خبرو کې ډاډ څرګند کړی چې ایران به له افغانستان سره د مایع ګازو د واردولو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي. عزيزي له سوداګرو غوښتي، تر څو له ايران څخه د مايع ګاز او له روسيې څخه د نفتو او ګازو د واردوونکو شرکتونو لېسټ ترتيب او ور ويې سپاري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.