ارواښاد محمد مصطفی عمرزی، زموږ د وطن بيا نه تکرارېدونکې هستي

اسد دانش

1,320
په فاني دنيا به نه وي ژوندی تل څوک…
ارواښاد محمد مصطفی عمرزی، زموږ د وطن بيا نه تکرارېدونکې هستي…
هغه ځواني چې د کرونا وبا را څخه واخيستله.
هغه هستي چې شکر ما د هغه په ژوند هم دا خبره درک کړې وه ارواښاد ته مې څو څو ځله ویلي ول چې ستا ژوند یوازې ستا نه، بلکې ددې هېواد د هر اصیل بچي برخه دی.
دا معترضه جمله مې ځکه ولیکله چې موږ ډیر مُرده‌پرستان یو، سړی چې مړ شي بیا یې موږ ته شهکارونه او کارنامې را یادې شي، خو موږ عمرزی په ژوند هم یاد کړی.
عمرزي په دې ستر وطن کې پخپله بېوسۍ او بېکسۍ زموږ زړونه غوټ را پرې کړل.

کېدای شي د يو چا د بېکسۍ درد څوک په اسانه احساس نشي کړای، خو د بېوسۍ او بېکسۍ دغه اندازه يې پر جنازه له را تاوو کسانو ښه‌ترا څرګندېدای شي.

ارواښاد محمد مصطفی عمرزی
نن مو هغه څوک له يو عالَم خپګان سره په يوه ګُمنامه هديره کې خاورو ته وسپاره چې په دې ټول وطن کې يې هېڅوک نه لرل…
له بېکسيه يې د بېوسۍ په هغه وروستي حد کې تکي تنها ژوند کاوه.
يوازې يو څو تنه خواخوږيو يې په جنازه کې برخه واخيسته.
واقعاً چې د داسې يوې سترې هستۍ -چې د کتابونو شمېر يې تر اوياوو زيات و- په داسې بېوسۍ کې مرګ زښته ډېر دردوونکی او جزوونکی و.
ارواښاد عمرزی ددې وطن او قوم په دفاع او ننګه تورن و، خو هېڅ تور، هېڅ ګواښ له خپلې مينې او دفاع را ونه ګرځاوه…
لسګونه کتابونه يې وليکل، لسګونه تاريخي آثار يې وژباړل، څېړنې يې وکړې او بهترينې مقالې يې وليکلې، خو داسې مړ شو لکه له موږ سره چې څوک ټوکې کوي، لکه دده د مرګ په خبر مو چې هسې ځوروي، لکه زموږ زړونه او ذهنونه يې چې هېڅ نه مني، چې استاد عمرزی دې نور له موږ سره نه وي…
استاد په ګُمنامۍ کې مړ شو، په بېوسۍ کې مړ شو، په تنهايۍ کې مړ شو، بېکسۍ وخوړ، بله ورځ به يې قبر هم د يوه ګمنام مړي په نامه ياد او په يوه غټه هديره کې له ټولو هېر شي…
ښه خو دا چې د چا نوم پکې يادېږي
په فاني دنيا به نه وي ژوندی تل څوک
په عکس کې دوه غيرتمند وروڼه –سمير جان قاسميار او خالد جان قاسميار- هغه با همته ځوانان دي چې د ارواښاد عمرزي زښته ښه پالنه يې وکړه، خپل کور يې ورته خالي کړ، دده خدمت يې وکړ او د بېکسۍ د وروستيو ورځو ډاډ يې ورکړ.
ما دې سترو ځوانانو ته د خپل نوي کلن پلار عذر وړاندې کړ چې که زه عمرزی کور ته بوځم هسې نه هغه راته بیا کرونا نشي دوی په میړانه راته وویل هېڅ تشویش مه کوه زموږ څلور پوړیز کور دی یو پوړ مو ورته له پخوا خالي کړی افرین شاباش په داسې ځوانانو..
دوی تر روغتون، اکسيجن او نورو ټولو منډو ځانونه و نه سپمول، خدای دې دغسې غيرتي او په ملګرتيا ولاړو ځوانانو ته د ژوند ټولې خوښۍ ور په برخه کړي.
موږ ټول فرهنګيان ددغو دوو ځوانانو د احسان زښته ډېر پوروړي يو چې زموږ استاد عمرزي ته يې د ژوند په وروستيو –کرونايي- شېبو کې د مرستې اوږه ورکړه او يوازې يې پرېنښود.
په عمر او ځوانيو يې د ستر ذات زښته ډېر برکتونه شه.
د عمرزي د ژوند وروستۍ شپه او وروستۍ خبرې چې سمیر جان، خالد جان او ما ته یې خپلې هیلې څرګندې کړې دا به زما د ژوند تر پایه زما د زړه په دړه لیکلې پاتې وي.
ما ته مې بزګر نیکه کلونه پخوا داسې خبره کړې وه چې د نړۍ ډېر ستر پوهان به یې کلونه وروسته هم ونکړي هغه دا چې یو ورځ یې راته ویل بچیه! پوهیږې تر ټولو ناروغیو بده ناروغي کومه ده؟ ما د څو ناروغیو نومونه ورته یاد کړل په خپله خوږه موسکا یې راته وویل نه بچی د بېکسۍ ناروغي تر ټولو ستره ناروغي ده نن مې وکتل چې رښتیا دغسې ده د جنرال سعدالله خان ساپي او محمد جان فنا په شان د یوه ستر ټبر غړی نن بېکسه و جنازه او مړی یې ما ته او درې څلورو یارانو ته را پاتې شو.
تېر شو تېریږي دوران د دنیا
پاتې به نشي شاهان د دنیا
هیله ده ټول استاد عمرزي ته د دعا لاسونه لپه کړئ.
خدای دې استاد وبښي

آمين

دوه غيرتمند وروڼه –سمير جان قاسميار او خالد جان قاسميار

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.