ملګري ملتونه: که طالبان سوله ونه کړي؛ نو بشري ناورین به رامنځ ته شي

2,040

ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچې لوړېدل د اندېښنې وړ بللي او زیاته کړې یې ده، چې که چېرته د سولې خبرې پایله ونه لرياو طالبان له افغان حکومت سره سوله ونه کړي؛ نو بشري ناورین به رامنځ ته شي.
دوی ویلي، چې که چېرته طالبان د سولې خبرې پيل نه کړي او یاد مذاکرات له ننګونو سره مخ شي؛ نو د دوی له لوري پیل شوې جګړه به بشري ناروین رامنځته کړي.
ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغان سولې پروسې د بریالیتوب په موخه دې خپلې هڅې نه سپموي.
د یاد سازمان د راپورونو له مخې، ۲.۵ میلیونه افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي او دغه راز د طالبانو د جګړې له امله په کور دننه  ۴.۵ میلیونه وګړي بېځایه شوي دي.
نوموړي سازمان زیاته کړې، چې که چېرته طالبان د تاوتریخوالي کچه ټیټه نه کړي؛ نو افغانان به یو ځل بیا ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي.
باید یاده شي، چې طالبانو د ترکیې په استانبول کې له ګډون کولو ډډه کړې او تر اوس مهال هېڅ پرېکړې ته نه دي رسیدلي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر د راپور له مخې، یوازې په تېرو څو اونیو کې په ننګرهار او لغمان کې د طالبانو د جګړې د شدت د لوړېدو له امله ۳۵ زره وګړي بېځایه شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.