د ما په لیکنو توند تنقید

ډاکتر ماخان میږی شینواری

1,244

د ما په لیکنو د یوه – ګومان مې دی ـ ځوان هیوادوال شکایتي، تنقیدي، په ناسمو او په ستونځمن ډول پرې پوهېدنو غونډالو کې کړې وه، چې د منلي او درانه د دعوت د ملي پاڼې خپروونکي او خاوند بزګر صیب څخه مې دا لیکنه د لاسه کړ.

له تاسو سره یې اوس ګډوم:

،، سلامونه او نیکې هیلې شینواری صاحب

د روغتیا او سلامتیا په هیله

یو ورور ستاسو د لیکنو یا یوې لیکنې په اړه یو څه راته لیکلی چې تاسو ته یې درلیږم

درنښت

بزګر،،

،، ګران بزګر صاحب سلامونه او نیکې هیلې ، هیله ده څه ټولې درنې کورنۍ سره دې راته جوړ اوسې .
قدرمنه زه په صفت د یو پښتون یو وړاندیز درته لرم  هغه داسې ایا ستاسو تر اوسه د ښاغلی ډاکټر ماخان میږی شینواری لیکنې تر پایه مو لوستلې دئ؟ 
دغه لاندې مطلب یو ځلې یې ولولي او په څنګ کې د دې املاء او انشاء هم وګوري .
یو څوک څه خپله پښتو په درست شکل لیکلی نه شئ نو هغی ته ښه نه بریښي څه انتقاد هم وکړئ .
تر اوسه د دې بیچاره د یاګانو لیکل نه ده زده او بې ځایه انتقادونه کوي .
دی تر اوسه د اوبلن او بهیدونکی توپیر نه شی کولئ . نو بهتر دا ده څه لمړی خپله املاء او انشاء درسته کړي او بیا دې انتقاد وکړي .
دغه لیکنه یو ځلې په غور سره ولولې او بیا تاسو په خپله قضاوت وکړي او نورې غلطی یې تاسو ونیسې .
ځکه زمونږه پښتانه ځوانان هم  په غلطه لار ځي او بیا  همداسې پښتو زده کوي .
هیله د ستا څخه دا ده کلڅه د یو چا لیکنه د ستاسو ویب سایټ لخوا خپر وي حداقل یو ځل خو د ستاسو مسول شخص هم ولولي څه سی یې لیکلی دئ .
نور ګران وخت مو نه نیسم ، ښه روغتیا او خوښی درته غواړم .

پښتو ته ناسم راننباسل شوي ویونه

ډاکتر ماخان میږی شینواری

لنډ: پښتوته ناسم راننباسلشوي ویونه،، پای

له دې د مخه د یادونو په توګه:

څنګه د یوه چا په پوهنیزه لیکنه کوتنیونیزه لیکنه ولیکو؟

 پوهېږم، چې لیکنې مې ځانګړې دي او په مخامخ به یې هم اندونه شته وي، چې د هر کس دا حق دی، خو خنې کسان بیا داسې ګوتنیونې لري، چې هغه باید نه وي، بې له کوم پوهنیز دلیل.

که څوک د چا په يوه پوهنیزه لیکنه د سمون لپاره  تنقیدي څه لیکي، نو:

۱ – د منتقد تنقیدي لیکنې نیت باید د سمون او ښه کېدو لپاره او له امله وي او له کینې لرې.

۲ – منتقد د لیکونکي لیکنه کې د لوستلو له مخې  باید هغه ناسم څه په ګوته کړي او بیاي ورته د سمون وړاندیز وکړي.

۳ – دا تنقید نه دۍ او ښه نیت هم نه دۍ، چې څوک ټوله لیکنه باندي- بې له دې چې ناسمونونه یې په ګوته کړي وي- لیکي یا پرېکړه کوي، چې دا لیکنه ګوندې د خورولو نه ده، ګوندې نه دې لیکل او خوریږي. دا حق دې څوک ځان ته نه ورکوي، چې د یو چا څخه هغه پیداېښت ورکړي حق اخلي او

۴ – ځنې کسان لیکي، چې ګوندې نه پرېپوهیږي یا پرې ونه پوهېدم. د دې مسؤلیت  هم د لیکونکي په غاړه نه دی او که یوه داسې غونډاله یاوی وي، چې څوک پرې پوه نه شي، نو د هغې په هکله یې پوښتنه مسلم حق دۍ.

دې پورته ته پای یادونه:

خوښېږم، چې څوک راسره دما په لیکنو کې د سمون او نورې ښې لیکنې لپاره تنقیدونه کوي.

داسې  چې، لومړی هغه ناسمونونه په ګوته کوي او بیا پرېکړه پرې کوي.

اوس راځم د ګران، ګومان مې دۍ ځوان منتقد توندې تنقیدي لیکنې ته.

دما د خوي له مخې، چې د ګوتنیوونو په لیکنو څه لیکم، نو ټوټه کوم یې، د ساتلې موخې سره، نو داسې پیلوم او د دې ګران لیکونکي د لیکنې سمون باندې پيل کوم:

دا چې دا منتقد ځوان راته برېښي او د لیکنو سره هم داسې لږ نابلده، نو هیله ده چې را څخه زړه بدی نه شي، دا د یوه زاړه سړي د پېرزویېنې له امله ده او نه دزړه بدۍ له امله.

زه به په یو بل پسې د دې درانه لیکونکي لیکنې سمې کړم او په څنګ کې به یې بیا هغه لیکنه وشنم.

ګران لیکنوکی لیکي:

لومړی:  ،،ګران بزګر صاحب سلامونه او نیکې هیلې ، هیله ده څه ټولې درنې کورنۍ سره دې راته جوړ اوسې .،،

سمون: دا دوه پوره غونډالې باید پوره لیکلې وي، چې د بېلېدنخښې(کوما) ،  له لارې بېل نه شي.

د دویمې برخې سمون: هیله ده، چې له ټولې درنې کورنۍ سره به راته جوړ اوسې. یا

 له ټولې درنې کورنۍ سره دې راته جوړ اوسې.

ګران لیکونی لیکي:

دویم: ،،قدرمنه زه په صفت د یو پښتون یو وړاندیز درته لرم  هغه داسې ایا ستاسو تر اوسه د ښاغلی ډاکټر ماخان میږی شینواری لیکنې تر پایه مو لوستلې دئ ؟ ،،

سمون: دا چې لیکي، دا وړاندیز نه دۍ، دا یوه پوښتنه ده.

د غونډلې سمون: قدرمنه! زه درڅخه د یو پښتون په صفت یوه پوښته لرم او هغه داده چې: ایا تاسو د ښاغلي…. لیکنې تر پایه پورې لوستلي دي؟ دا یېګانې یې پخپله هم ناسمې لیکلې دي.

ګران لیکونکي ته یوه بله یادونه: د یوې لیکنې د سمون او ناسمون جوګه خپله لیکونکی دۍ او نه خورونکی. دا دې د راتلونکې لپاره له یاد څخه نه باسي.

ګران لیکونکی لیکي:
دریم: ،، دغه لاندې مطلب یو ځلې یې ولولي او په څنګ کې د دې املاء او انشاء هم وګوري .

سمون: دغه لاندې مطلب یوځل ولولۍ او په څنګ کې یې املا او انشا هم وګورۍ. دا ګوډي الفونه هم یو زیاتی دی. په دې یوه لیکنه لرم، که بیایې ولولې، دا ستونځې به دې هم اوبی شي.
څلورم: ،، یو څوک څه خپله پښتو په درست شکل لیکلی نه شئ نو هغی ته ښه نه بریښي څه انتقاد هم وکړئ .
تر اوسه د دې بیچاره د یاګانو لیکل نه ده زده او بې ځایه انتقادونه کوي .
دی تر اوسه د اوبلن او بهیدونکی توپیر نه شی کولئ . نو بهتر دا ده څه لمړی خپله املاء او انشاء درسته کړي او بیا دې انتقاد وکړي.،،

څلورم ته پوښتنې: دلته به یې د غونډالو سمون څخه تېر شم، چې پورهناسمې دي او هغه ګوتنیونو ته به یې تم شم.

 د لیکنې کومځای ناسم دی او کوم تنقید مې ناسم دی؟ داسې پرېکړه د چا په لیکنه مه کوه چې سم او ناسم یې ورته نه شې په ګوته کولی. یو بل ته د درنښت له امله هم. تاسو خو ټولو یېګانو باندې ګوډی الف سور کړی. کومه غونډاله یا ،، ی ،، د ما په لیکنو کې ناسمه ده او ولې؟

باور وکړه، چې داڅلور یېګانې مې د څلورم ټولګي په شاو خوا کې زده وي او اوس هم، ډا په دې پرېپوهېدنه چې له شپېته کاله د مخه. او دا د بهېدونکي او اوبلن نو څنګه توپیر نه شم کولی؟ دلیل خو یې راوړه. پرېکړه او تنقید باید په یو څه د پوهېدنې له امله وي، چې ماته یې سم راوښودلی شې. چې یوې لیکنې ته د سم او ناسم له مخې کوم دلیل نهشې وړاندې کولی، نو څه مه پرې لیکه، دا لیکنه بیا له  فکر یامغذ څخه نه راوځي.

په اوبلن او بهېدونکي خو د مسلک له مخې هم پوهېږم او په ځای کې مې واورې هم وریږي. تهیې نو ناسمه کارونه ولې نه په ګوته کوي؟ ایا د فزیک له مخې د تودوخښ په بنسټ تنونه پېژنې، چې په څو ډوله او کوم دي؟ ( بیا هم بخښنه، چې راڅخه زړه بدی نه شې)

مشوره به دې ومنم، خو د لیکنې کوم ځای ناسم دۍ، چې سم یې کړم او که موخه دې دا وي، چې ولې دا لیکنې کوم، نو دا لوي څښتن راکړی حق راڅخه مه اخله.

ګران منتقد لیکي:

۵ – ،، دغه لیکنه یو ځلې په غور سره ولولې او بیا تاسو په خپله قضاوت وکړي او نورې غلطی یې تاسو ونیسې .،،

کومه لیکنه؟  تا خو هېڅ ناسمون ته هم ګوته نه ده نیولې. ته چې د چا لیکنې باندې د ناسم تور لګوې او بیا ورته دا ناسم نه په ګوته کوې، دا خو نو اخلاقي هم سم کار نه دی. بل ته مشوره ورکوي، چې ناسمونونه یې ونیسې، داکار پخپله ولې نه کوې؟

ګران منتقد بیا لیکي:

۶ – ،،ځکه زمونږه پښتانه ځوانان هم  په غلطه لار ځي او بیا  همداسې پښتو زده کوي.،،
۶ – ته: د دې ناسمې لار مخه یې ته هم نیولی شې، چې بډې راووهې، څېړنې وکړې، دما لیکنې بیا، بیا وګورې، په سمون او ناسمون یې ځان ښه وپوهوې او بیا یې ماته دا ناسمونونه په ګوته کړې، زه خو بیا لیونی نه یم یا زورور، چې سمونونه دما د ناسمونونو په ځای نه شم زغملی او نه به یې سموم او که نه، نو بیا ته هم کولی شې، چې د سمون لپاره هم لیکنې پرې خورې کړي.

منتقد لیکي
۷ – ،، هیله د ستا څخه دا ده کلڅه د یو چا لیکنه د ستاسو ویب سایټ لخوا خپر وي حداقل یو ځل خو د ستاسو مسول شخص هم ولولي څه سی یې لیکلی دئ.،،

۷ – ته: سمون: له تاسو څخه هیله ده، چې د یوه چا لیکنه دتاسو له خپرونې(ويب سایټ) څخه خوروۍ، لږ تر لږه یې تاسو د یو مسؤل شحص په څېر ولولی، چې څه یې لیکلي دي؟

 پورته مې لیکلي، چې د یوې لیکنې مسؤلیت د لیکونکي په غاړه دی او یوه بل مسلکي کس ته هم ، چې په  سلهاوو یا زرهاوو لیکنې یې خورې کړي مشوره، چې لاس او پښې نه لري، مه ورکوه او خپله پسې پیڅې رابډ وهۍ. دا چې په لیکنه دې لږ تر لږه دوه کسان ستړي کوې، ښه به وي، چې ځان پرې ستړی کړې، چې دوه ګټې به وکړې: ځان پوهونه او ځان ډاډه کونه او نه د بل ستړيکونه.

په پای کې د منلي بزګر صیب څخه هيله لرم، چې له ما او دما له لیکنو څخه او له امله د نورو داسې کوتنیونو له خوا هم ستړی نه شي او له دې ځوان څخه هیله ده، چې راڅخه زړه بدی نه شي. دما هېڅ وخت دا نیت او غوښتنه نه ده، چې څوک دې راڅخه زړه بدی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.