پښتو ژبپوهنه پر ژبلار باندې لوریزه کول

ډاکټر ماخان میږی شینواری

502

پښتو ژبپوهنه پر ژبلار باندې لوریزه کول

ډېرو ګرانو او منلوو ژبپوهانو!

– په ژبه یا په ځانګړې توګه پښتو ژبه کښې پر یو څه باندې پوهېدل او یو څه پر ژبلار یا ښه یې ژبپوهنه باندې سم لیکل توپیر لري.

– د ما ستر ارمان له ځان روغ ساتلو څخه پرته داوو، وښایم چې پښتو هم  – لکه نورې ژبې –  یوه پوهنیزه ژبه ده او دا کار مې په شمېرپوهنه، فزیک او د پښتو په ژبپوهنه کښې – و سر ته رسولی  دی او باوري یم، چې په پوره هڅو به مې له کمو ناسمونونو سره ځان مخامخ کړی وي یا مخامخ شوی یم.

هره پوهنه روښانه ده.

پیل یادونې:

لومړی ۱ : د ما لیکنې او په خانګړې توګه، هغه چې ما د دې کتاب په دویمه برخه کښې لیکلي، د موږ دا تراوسه په پښتو ژبپوهنه کښې لیکلو کتابونو سره، چې و ما ته رسېدلي، پوره پوهنیز او د خوندیونې له لار څخه پوره توپیر لري

 ۱ – هر پېژند مې له الماني څخه رانیولی، خو د پښتو ژبپوهنې پر لار باندې مې انډول بېرته ريښتونی ورکړی.

۲ – هېځ یو ویي مې له ځان څخه نه دی جوړکړی.

۳ – هڅېدلی یم، چې لیکنې مې په معیار او پوهنیزو دلایلو ودانې وي.

۴ – هر د بلې ژبې وی مې په پښتو انډول بېرته ورکړي.

۵ – لیکنې مې ډېرې نالبدې دي، خو ناسمې او ناپوهوړ نه دي.

۶ – هېڅ کله مې موخه د ژبې سوچه کول نه دي او دا ناکېدونکې هم ده.

۷ – هر د بلې ژبې ویي، چې پیداېښتي وي، په پښتو کښې هم له پیداېښت څخه شته دی. له ځاګړنو څخهژبه هم خالي نه ده.

یوه هېېېېله مې دا ده، مرسته وکړۍ، چې پښتو ژبپوهنه مو په ژبلار لوریزه وي او ناسونونه مو تر کېدونې پولې پورې له منځ څخه وړي وي.

زه پوره خواشینی کېږم، چې ژبپوهان به همدا اوس هم راته پوره برګ وي، خو وماته دې بخښنه وکړي، ځکه چې زه هم پر دې خپلو لیکنو باندې باوري یم او نږدې اولس کاله مې یې په هکله لیکنې کړي او په هکله مې یې د لیکنو څېړنې کړي، چې له پنځلس کاله را په دېخوا مې د ژبپوهنې او اړونده کتابونو لیکلو باندې بریالی شوی یم او دا باید د موږ و ټولنې ته وړاندې کړم.

زه لوړه کوم، چې هغه ډېر یې، چې له تاسو څخه هغه ډېر پښتوپوهان چې پېژنم یې، ډېر راباندې ګران دي او تاسو ټول هغه د ما د عمر او یا داسۍ ېو څو کاله راڅخه مشرانو پښتو ژبې ته ستر کار کړی، چې داژبه یې په داسې لږ وخت، دا په دې پوهېدنه، جې له ۱۹۶۴ ز ک کال  له پیل څخه راپه دیخوا دې ځای ته را رسولې او په ډاډ ویلی شم، چې دا د تاسو په برکت او هلو ځلو نوره له مرګ څخه ژغورل شوې او ان  چې د کمپیوتر ژبه شوې، خو په خواشینۍ باید ووایم، چې ژبه مو ژبلاریزه پوره نيمګړې ده، چې ګرامري ودې ته پوره اړتیا لرې. زه په دې اخرنیو پنځلسو کلنو کښې د ژبې له ګرامر یا ژبلار سره بوخت یم، په دې توانېدلی یم، چې په ژبلار کښې مو دې ناتوانۍ ته پام راوګرځوم او ګډ کار ته مو راوبولم، خو په خواشینۍ باید ووایم،

چې: نه دا چې په دې کار بریالی نه شوم، ان چې لیونی، ناروغ او داسې او هغسې وبلل شوم، ځو په دې مې زورېدنه دومره نه ده، لکه دا لیک چې لیکم. په دې کښې باید یوه ستره بې ادبي  وبرېښي، خو زوړ یم، وخت مې کم دی، نو له دې امله مې ودې زورېدونکي کار ته ملا را وتړله. او س نو که دا ژبلاریزې ستونځې له تاسو سره ګډې نه کړم او دا پوره روښانه تاسو ته وړاندې نه کړم نو دا به په رښتیا ډېر د ما لخوا له ما سره او همداسې د ژبې سره سم او ښه کار نه وي. ما دا په خپلو لیکنو کښې پوره روښانه کړي او په دې اخرني کتاب کښې مې ټول اړخیزه څېړلي، چې هیله ده په لنډ وخت کښې به و تاسو ته په ketabton.cim کښې وړاندې شي،  اوس یې داسې لنډېز له تاسو سره د خبرو لپاره ګډوم.

شتونځې یا نېمګړتیاوي، چېرته او څنګه دي؟

موږ به په لاندې کښې هغه غوره یو څو  د موږ د لیکوالانو لپاره نابلد یا نه سم پېژندل شوي ژبتوکو پېژندونه ورکړو او له بنسټ څخه به یې بیا څېړنه و مخ ته بوزو:

۱ – په پښتو ژبه کښې څه یا کوم ویینډولونه بڼه بدلیږي او که غواړۍ، ګردانیږي او کوم نه بڼه بدلیږي؟:

۱ ۱ – په پښتو کښې یواځې د کړنوییونو بڼه بدلیږي.

۱ ۲ – نوم یا ښه یې نومځای نیوي نه ګردانیږي، لکه په الماني، انګرېزي او همداسې نورو ژبو کښې، چې بڼه بدلیږي.

۱ ۳ – خویوییونه هم بڼه نه بدلوي، خو جګېدنه یې شته، لکه په درې کښې

لنډ دا لاندې پېژندونه ورکوو او دا دې په یاد وي، چې دا ټول د ما همدا په دې اوس و تاسو ته وړاندې شوي کتاب کښې شته.

ا- نوموییونه: که په یوه غونډاله کې نومونه او نومځاینیوي راشي او د مخه یې دا لاندې مورفېمونه نه وي، نو هغه کړوني او پرېکړوني دي. لکه ما، تا، موږ او نور. تا سپین وواه. ته سپین ووهلې. ګورۍ دلته په لومړي کې ،، تا ،، کړونی دی او په دویم کښې ،، ته ،، نه کړونی یا پرېکړونی دی، خو که ووایو:

سپین ما لپاره کتاب راوړ. سپین ما سره لاړ یا سپین ما پورې راغۍ. دلته ګوره له دې غوڼدالو څه نه پوهېږو، ځکه چې ،، ما ،، کړونی دی او په دې غونډالو کښې ،، ما ،، کړونی نه دي، نو لنډ: د دې ،، ما دمخه باید داسې څه ورزیات شي، چې و دوي ته اړونده پوهېدنه ورکړي او له هغې څخه، ،، دما، له ما، تر ما، په ما….،، جوړیږي، چې دلته دا ،، ما ،، د ،، نه کړونو،، دنده غوره کوي او د ،، نه کړونو،، نومځاینیوو په څېر پوهېدنه غوره کوي.

ب– مورفېمونه لکه: د، له، په، پر، تر، و، …. چې خپلواکه پوهېدنه نه لري، خو د د نورو ژبتویونو  سره – لکه د نومځاینیوو او نومونو سره یې مل راتګ د هغوي پوهېدنه بدلوي، دا پهدې پوهېدنه، چې نه کړوني کیږي.

پ – پسېځاینیوي: څخه، سره، کره، کښې، ته، باندې، پورې، لپاره، دمخه او نورو ته دې یې په ګډه فکر وشي، چې د پېژند ژبلاریز وي.

 ت – حالتونه: حالت د نوم او نومځاینوو ګرامري واکوالی یا دنده ده، د نور وییونو سره. په پښتو کې دوه حالتونه لرو.

په حالتونو کښې نوموییونه باید په غونډله کښې د نورو توکو سره زغموړ یا ورسره جوړ شي، چې دا په نورو ژبو کښې د نومځاینیو بڼه بدلول یا ګردان دی، خو په پښتو کښې نومځاینیوي بڼه بدلون نه لري، نو له دې امله باید یوه بله لار ولري، چې دا د بڼه بدلون دنده په غاړه واخلي. پورته مو په ګوته کړل.

دې ته به هم همدلته ګوته ونیسم، چې دا موږ په پښتو کې په دوه ډوله روښانه کولی شو.

لومړی: کړونی حالت.

دویم: نه کړونی حالت.

ما دا حالتونه د پسې – او مختکیه اړ نومځایونو له لارې پوره روښانه کړي او د هغې له مخې مو دا د ،، له ما، پر ما، په ما…،، ستونځې هم اوبی کړې دې.

دا دې د همدې کتاب په اړونده ځای کښې وکتل شي.

یوه غوره یادونه: هره پوهنه په ځانګړې توکګه پیداېښتي پوهني لکه ژبه هم، یوه روښانه روښانېدنه او همداسې روښانونه لري.

هر څه چې څنګه دې همغسې باید د ژبپوهنې له لارې وښوول شي. دلته د ژبپوهانو ابتکار نه شته، هر څه شته او له ځان څخه  یو څه جوړول مو و ناسمونونو ته رابولي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.