پښتو ته ناسم راننباسل شوي ویونه

ډاکتر ماخان میږی شینواری

1,175

 لنډ: پښتوته ناسم راننباسلشوي ویونه

او له ژبپوهانو څخه هيله

پیل یادونه: دا لیکنه داسې لنډه، بې له اوږدې شننې راوړم. دا ټولې لیکنې د تاند او دعوت په منلو خپرونو کې خورې شوي او هلته  کتل کېدی شي او په  ketabton.com کې دما په همدې نامه کتاب کې راټولې شوۍ دي.

څنګه پوهېږو، چې دا یا هغه ویې یا غونډاله  ولې ناسم دي؟

لومړی: یو نوم، یو وی یا کومه غونډاله، چې د هغه ورکړ شوي نوم یا بل څه اړونده خوي ونه لري، ناسم دۍ.

بېلګه: اوبلن د بهېدونکو په ځای.واورې اوبلنې کېږې، خو اوبه، شړومبې، شیدې نه اوبلنې کیږي، دا بهیږي او له دې امله بهېدونکې دي. دا مو تل په ورځنې ژبه کې لروده، خو بیایې هم اوبلنوو. شیدې نهاوبلنیږي.

دویم: یو نوم یا بل کوم وی او یا د کومې غونډالې لیکل، چې ټولیز نه وي او ټولیز کېدی نه شي، ناسم دۍ.

بېلګه: ،،ۍ،، او ،،ئ،، دا د یوه غږ لپاره، چې په دوه بېلابېلو یېګانو لیکل کیږي، نورو یېګانو ته نه ټولیز کیږي یا نه دۍ ټولیز شوی. نو دا ،، ۍ،، بسیا کوي یا همدا شته او دا بله ،، ئ ،، په پښتو کې نه شته.

دریم:  هغه نومونه یا ویونه، چې د ژبلارې سره په مخامخوالي کې راځي. همدا د یوه غږ له پاره دوه یېګانې او یا د سلم لپاره سلن راوړل، هغه د پیداېښت بدلولول دي او ناسم.

څلورم: د هر څه د سم او ناسم له پاره، چې ښوونیز دلایل راوړل کیږي، باید له مخامخوالي خپلواک یا ازاد وي

پنځم: بیا د پورته لنډ: پوهنیز دلیل کوم دي؟ هغه دلیل، چې له مخامخوالي خپلواک یا ازاد وي.

بیا داسې پیل کوو:

یو:  سلن نه شته: د سلم له پاره سلن راوړل ناسم دۍ. دا د ژبې او شمېرپوهنې له لاري او ټولیز هم نه دۍ او دا دې هم په یاد وي، چې دا سلنه شلکلن له ۲۰۰۱ څخه ناسمون دۍ، له دې د مخه دا ناسمون نه وو.

دوه: اوبلن : دا هم ناسم د بهيدونکو له پاره کارول کيږي. اوبلن یواځې او یواځې د واورو خوي دۍ او بس.

درې : تر : په ټولو هغو ځایونو کې تر ناسم دۍ، چې داسې نه وي:

دې لاندې دوه غونډالو ته پسې یادونه وګورۍ. په اند مې دلته دما پرېکړهیا قضاوت هم باید بدل شي.

لومړی اړیکوی:  له جلالکوټ څخه ترکابل پورې.

دویم تړنوی: په کوټه کې ۲۰ تر ۳۰ کسانو پورې ځایېږي.

دریم د مهال یا یو څه پای:  تر نه بجو پورې درځم

بیا:  پرته له داسې غونډالو، په بل هر ځای کې ،، تر ،، ناسم دۍ.

یادونه : د ما په نوې څېړنه کې د ،، تر ،، مختړی د نومځاینیوي سره د حالت یا څنګه والي په څېر د نوم اوشينوم سره مل راځې، دا په دې پرېپوهېدنه چې د یوه حالت په بڼه  راځي او ،، تر ،، کومه خپلواکه پرېپوهېدنه نه لري او له دې امله مخځاینیوی پرېپوهېدنه هم نه دۍ. یوه بېلګه راوړو:

له ما څخه تر تا پورې. په پورته ،،له ما،، او ،،ترتا،، حالتونه دي، ،، څخه،، او ،، پورې،، اړیکویونه داسې په نامه پسې ځاینیوي دي، چې له امله یې ،، له،، او ،، تر،، خپلواکه پرېپوهېدنه نه لري. بیا هم دا ،، تر،، یواځې او یواځې د همدې اړیکړي ،، پورې،، سره راځي او نور ځایونو کې ناسم دۍ.

څلور:  له،،  تر ،،  سره پرتله کونه:  دا هم سوچبوچ نه شي کېدی، زما کتاب کې روښانه شوي او دریم هم وګورۍ. له بلې خوا ،، تر ،، خپلواکه پرېپوهېدنه نه لري، نو ورسره پرتله کونه ناسمه ده.

بېلګه: سپین له زرغون څخه ښکلی دۍ، خو سپین تر زرغون پورې ښکلی دۍ، ناسم دي.

سپین و زرغون ته ښکلی دی. سم او سپین تر زرغون….. هم سوچ بوچ ناسم ۍ.

بیا: ،، تر،، بې له همدې حالت یاڅنګه والي بله پرېپوهېدنه نه لري.

پنځه: ئ:  زموږ په پښتو کې داسې ،، ئ، ځای نه لري. دا ژبلار نه ده، چې غږ دې یو او ،، ئ،، دې دوه – یا ان  و۱۶  ته هم ر سېدلی شي – وي. ټولیز شوی هم نه دۍ، چې هغه به یې هم ناسم وی.

شپږ:  غونډاله -،،سږکال تر ټولو ډېر انګور شوې،، ، ناسمه ده. . دا هېڅ نه روښانه کوي او همداسې کومه پرېپوهېدنه نه لري.

که ووایو په ،،ټوله کې،، ، دا یو تکیه کلام دۍ پروا نه لري. په ټوله کې سږ کال ډېر انګور شوي دي یا سږکال خورا ډېر انګور شوي دي یا سږ کال له تېرو کلونو سره په پرتله ډېر انګور شوي دي یا سږکال وتېرو کلونو ته ډېر انګور شوي دي.

اوه: ،،تر ډېره بريده یا … پولې،، او هم یا ،،تر ډېرې کچې،،  ناسم دي. ډېر برید یا پوله نه شته، خو له برېده یا پولې ډېر شته.

اته : کچه موږ زیات وخت ناسمه کاروو.  د ستاندارد یا معیار، سطحې او سويې له پاره یې کارونه ناسمه ده.

لاندې به یو څو ویونه راوړو، چې نوم او اړیکویونه دي او تل باید په لیکلو کې پام ورته وشي.

. نوره کارونه یې د اړیکوي ده.

نهه: منځ یا منځټکی: یواځې د یوه شي یا یوه څه هندسې منځ باید وي.

نور منځ اړیکوی دۍ.

لس: مخ. په مخ یې دانه ده. چې پرته له داسې کارونو، چې فزیکي مخ دۍ، نور کارول یې اړیکویونه دي. مخ  – یا ومخې ته ، دمخه، مخ – یا مخه کې،  خو ترمخه سوچبوچ نه شته او همداسې تر مخکې.( که مخ کې یا ښه یې: مخه کې وي، هغه بیا سړی پرې پوهیږي، خو ،، تر،، ورسره بیا هم ناسم دۍ) دا تر خو ناسم او دا مخکې هم کلیوالي ویېنه ده.

یولسم: همداسې څنګ او شا. په دې پوهیږو، چې کله فزیکي او کله دا فزیکي څنګ او شا موخه ورڅخه نه ده. دا نور نه غزوم.

دا هم ناسم دي:

دولسم: روغتون، چې موږ د ناروغانو ځای ته وایو ناسم ډۍ. سم یې ناروغتون، رغنتون یا رغنځی دي. رغنځی بلل یې ماته ډېر ښه برېښي. که وخت یې وي یا راغۍ، نو دا باید یدل شي.

دیارلسم: د کورنیو چارو وزارت ناموخور دۍ، موخوریې د دنننیو چارو وزارت. د کورنیو چارو وزارت هم باید وي.

څوارلسم: بهاند. دا د بهېدونکي یا بهونکي په ځای راغلی. ښه برېښي، خو ناسم به یې ځکه وبولم، چې دا ترې پوهېدنې یې باید دوه وي. که دچا د کورنۍ نوم وي، خو هغه یې خپله خوښه، خو په لیکنه او ادبیاتو کې د کارونې لپاره ناسم دۍ. ژبلار ته دې پوره پاملرنه وي، چې دا ټولیز کېدی شي یا ټولیز دۍ او که څنګه؟.

پنځلسم: همداسې بشپړاند، چې نه پوهېږې، دا بشپړونکی دي او که بشپړېدونکی.

شپاړسم: له دباندې ناسم رانیولي وییونه:

واحد څه ته وایي؟

موږ واحد پوره ناسم کاروو. سمه نه ده. پیداېښت موږ ته هم په خپله ژبه کې پیداېښتي څه راکړي.

لنډ:

یو متر =  one metre = (واحد متر). کېدی شي دا المترالواحد ولیکلی شي( نه پرې پوهېږم، کړی شي راته سم یې کړۍ)= ۱ م  1m=

یو یا واحد یا انګرېزي one یو ګڼ دۍ لکه ۲ ، ۷ ، ۱۲۰ او بس یو ګڼ. کومه اله نه ده.

متر د اودوالي لپاره unit دی، پښتو یې یوون او عربي یې وحدة دي. دا  د یوه ټاکلې اوږدوالي لپاره اله ده او دا ټاکلی اوږدوالی هم متر دۍ، چې د اوږدوالو څومره والی په کچوي نه ګڼ  او نه یو او نه واحد او نه  one او په هرځای کې همهغه اله ده یا انډول.  دا بیا لوي او وړې برخې لري، چې د بېلابېلو شیانو لپاره له دوی څخه انډول یووالی ټاکلشوی دی.

که ولرو: پنځه افغانۍ، نو پنځه ګڼ دۍ او د دې لپاره افغانۍ یو یوالی یا یوون او یا یې عرپ وحدة دۍ او نه ګڼ دا په دې پرېپوهېدنه چې نه یو او نه واحد.

دلته مې یو څو بېلګې راوړې، نور په  Ketabton. Comکې، که  ګران لوستونکي، د دې اونورو سمونونو سره مينه لري.

یوه یادونه:

دا ما ته یوه بابیزه او بې ارزښته لیکنه اوګوتنیونه نه برېښي، دا مو ژبه ده، څوک هم چې دا ژبه ناسمه کاروي، باید سمون ته راوبلل شي

موږ پوهنیز مرکزونه لرو. له هغو څخه غواړم، چې دا په غور وګوري او هر یو چې ناسم وو، دا په دې مانا چې که یو هم، نو دوي حق لري، چې ما ته مناسبه جزا وټاکي او سمه ستره جزا به داوي، چې دوی راڅخه د ډاکترۍ شهادتنامه واخلي او که نه، نو بیا دې راته د ژبپوهنې ډاکتري راکړي، دا پرې ارزي.

او له ټولو لیکلوست خاوندانو هیله کوم، چې د دې پرېکړې ملاتړ وکړي، دا د هر یوه کار دۍ او ټول د دې ناسمونو سره ګیر دي، د علومو اکادمي د پښتو څانګي او پوهنتونونو پوهنیز کادرونه دې دې کار ته راوبولۍ.

په پای کې دې د یوې یادونې اجازه وي او هغه دا چې: دا پوهنیزه ځاننیونه نه ده، چې په یوه پوهنیزه لیکنه، د سمې او ناسمې پرېکړه وغواړو او موږ ورته چپه خوله پاتې شو، که په هر لامل هم وي.

تاسو ژبپوهان دې پرېکړې ته په مینه رابولم.

باور وکړۍ، چې زما ملګري او پېژندکلوي، چې ښه عالمان او په ژبه کې وتلي کسان دي او سلنه یا بهېدونکو ته اوبلن ووایي او دا ،، تر ،، ناسم وکاروي، ډېر زورېږم. او رښتیا ډېر زورېږم. که دوي ته دا سم برېښي، نو زه به د دوي له پاره هم ارام شم، هغه دې موږ ته دا راوښایي، چې کوم پخواني او کوم جوړشوي دي، کوم سم او کوم ناسم دۍ.

موږ کره پښتوپوهان او لیکوالان لرو، چې هغوي هرومرو مرسته کولی شي، چې لږ ترلږه ماته زما د لیکنو ناسمون را په ګوته کړي او دا مرسته راسره وکړ، چې تل به مو منندوی یم.

دتاسو د ټولو له سړې سینې ډېره مننه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.