ژبه او لیکدود پښتو یوه هکپک کوونکې ژبه د

ډاکټر ماخان میږی شینواری

481

پښتو یوه هکپککوونکې ژبه ده او همداسې ژبلار یې هم هکپککوونکې ده.

د مخه یادونه: دا لاندې ګرامراړوند وییونه مې په لیکنو کښې شته او په لنډ وخت کښې به یې یوه پوره او معیاري کتاب هم و تاسو ته د کتابتون.کوم له لارې وړاندې شې، خو دلته زه یواځي دا د پښتو ژبې ځانګړنې څېړم.

 زه خو په الماني او پښتو پوهېږم، د انګريزي سره لږ بلد یم او د درې په ګرامر هم نه پوهېږم، خو په لاندې توګه به  دا  هکپکوالی روښانه کړم، په خواشینۍ باید ووایم، چې تر اوسه پورې په دې هکله د موږ ژبپوهانو لیکنې نه دي کړي او یا یې دا ځنې څه داسې سر سرې رااحستي، چې ما په خپلو لیکنو کښې پوره روښانه کړي، خو دلته بېرته د خپلې لیکنې و موخې ته په لاندې توګه راځم:

۱ –  د پښتو یو یا یوګڼ  دوه خانیزنومخآینیوي لري. زه، ما، ته، تا،هغه، هغه. د موږ پښتو پوهان دې ما، تا، هغه ته د زه، ته ، هغه، اووښتي وایې، خو داسې نه ده او دوی دوه خپلواک په کړنو او پرېکړونو کښې په لاندې توګه کارول کیږي.

۱ ۱ – د هغو کړنو لپاره، چې پرېکړونی نه لري، یواځې زه، ته، هغه کارول کیږي: زه (ځم، لاړم، به لاړ م،…) او همداسې ته او هغه….

۱ ۲ – د هغو کړنو لپاره، چې پرېکړونی ولري، داسې کارول کیږي: زه خورم، زه به وخورم، ما خولې، ما خوړلې ده، ما به خوړلې وي او همداسې ته او هغه….

۲ – دموږ پښتانه ژبپوهان خورم، خورې….. کښې دا –م، -ې، -ي…. متصل نومځاینیوي بولي، ځو داسې نه ده. دا د کړنییونو د بڼه بدلون یا ګردان له امله راځي، چې د سفېکسونو یا پسې تړلې –م، -ې، او –ي سره یې پوهېدنه غزیږي. ( دلته دې د پسېتړلو و پېژند ته پام وي، چې د یوه پسې چې وتړل شي، بنسټ وی همهغه دی، خو پوهېدنه یې غزیږي)

۳ – که د پوښتننومځاینیوي او نورو څخه دلته ونه غږېږو، نو موږ په پښتو کښې دوه ډوله نومځاینیوي لرو:

۳ ۱ – ځانیزنومځاینیوي.

۳ ۲ – کلیتیکي – یا تکیه اړ نومځاینیوي، چې دا هم دوه ډوله دي:

۳ ۲ الف- پروکلیتیکي یا پسې تکیه اړ نومځاینیوي لکه مې،دې، یې، مو.

یادونه: د موږ پښتوپوهان دا ځواکمن او کمزوري نومځاینیوي بولي، خو دلته د زور او کمزورې خبرې نه شته.

۳ ۲ ب- اینکلیتیکي یا د مخه تکیه اړ نومځاینیوي لکه: را، در، ور،

ګومان مې دی، چې دا داسې پوره دموږ پښتو پوهانو لخوا نه دي څېړل شوي او یا یې ورته هېڅ فکر نه دی شوی او یا دا په پښتو کې تراوسه پورې نه دي څېړل  او روښانه شوي، چې دا اند مې را ته سم برېښي. په ژبلارو کښې ګوته ورته نیولې، خو هغه داسې ډېره کمزورې ده.

د ۳ ۲ ب نومځاینیو لوريز بولي، چې د دواړو پوهېدنه او روښانه ونه یې هم نه ده روښانه کړې.

۴ – دا منځ یادونه هم راته اړیینه وبرېښېده: پښتو اېرګاتیو ژبه ده او دوه حالتونه لري:

۴ ۱ – رېکتوس، ولاړ – یا کړونی حالت: زه وهم، ما وواهه  او

۴ ۲ – اوبلیکوس پروت یا نه کړونی حالت، چې دا هم په دوه ډوله دی

۴ ۲ الف- پرېکړونی حالت:  ما وهي، زه ووهلم  او

۴ ۲ ب – نه کړوني حالت، چې دا بېرته دوه حالتونه لري:

۴ ۲ب ۱ – د خاوندوالي حالت لکه: د هغه کتاب سور رنګ لري او

۴ ۲ ب ۲ – د پسېڅاینیو او یا داتیو حالت لکه:

له (ما، تا، هغه، موږ، هغوي…)( څخه، سره، کره، پسې، …) راغۍ

تر (ما،تا، هغه موږ، هغوي…)( پورې راغۍ

په (ما، تا، هغه موږ، هغوي…) کښې دا فکر شته ( لږ مې پښتونولۍ ته وکتل او دلته مې راغۍ ونه لیکه)

پر( ما، تا، هغه، موږ، هغوي…) باندې ودرېد.

دلته هم یوه اړیینه یادونه: ……….باید ولیکلشي….

دموږ پښتو ژبپوهان لیکي:….

اوس بېرته ځو او د حالتونو له مخې:

و ۳ ۲ الف ته: دا مې، دې، یې، مو په دواړو حالتونو کښې کارول کیږي. که له پرېکړوني کړنوییونو له مخه وي، خو د کړوني او پرېکړني حالت لپاره کارول کيږي او پرته له دې د خاوندوالي حالت لپاره کارول کیږي، لکه موږ وهو، موږ وهې، چې د کلیتیکي نومځاینیو سره دا سې دی: وهي مو، وهو یې یا داسې لږ نور هم روښانه: سپين مو وهي. سپین مو وواهه. او سپین مو ورور دی.

د موږ ژبپوهان د دې د کارونې سره ستونځې لري. د مخه مې کوته ورته ونیوله، چې دا په پښتو ژبلار کښې روښانه – یا نه دي څېړل شوي.

کاروي یې خو بې له هغه ژبلار پوهېدني څخه.

دلته به د پښتوپوهانو یو څو بېلګې راوړم، که څه هم دا کار راته په زړه پورې نه برېښي او ډېېېره هیله لرم، چې راڅخه زړه بدي نه شي. دا به مې هېڅ کله هم موخه نه وي، چې له دې لار ځان وښایم او ځانښوونه مې بدې راځي.

یوه بېلګه:

لیکي: په یوه لیکنه کښې پر پسې تکیه اړ نومځاینیو باندې دېر څه لیکل شوې دي، خو زه به یې دا یوه برخه یا یوه بېلګه راواړم یا که غواړۍ حالت راواخلم چې، لیکي:

،،پلار مې يې وليد: دا هم د تېر غوندې دوه ماناوې لري، زما پلار يې وليد يا د هغه پلار مې وليد؛ خو جوړښت يې نه بدلېږي.،،

زه به و لیکم:- دا پورته یواځې یوه غونډله ده، دویمه غونډله نه شې کېدی او بس. به هېڅ پوهنه کښې یوهغونډله دوه پوهنیزه نه شي کېدی. دا به هم و څېړو، چې څنګه یوه پوهنیزه ده:

په ،، پلار مې،، پسې کړنوی نه دي، نو دا خاوندوالی دی، داپه دې پوهېدنه چې، د ما پلار. اوس لیکو: د ما پلار یې ولید. دلته په پسې تکیه اړ نومځاینیوي پسې کړنویي دی، چې غونډله ده: د ما پلار هغه ولید یا ښه یې: هغه د ما پلار ولید.

… هغه ولید. هغه څه شی ولید؟ د ما پلار او همداسې: پلار مې چا ولید؟

پلار مې هغه ولید یا پلار مې یې ولید.

چا مې پلار ولید؟ هغه مې پلار ولید.

پلار مې یې ولید.

دا چې هرڅومره واړوو او راواړوو، همدا یوه پوهېدنه لري او بس.

و ۳ ۲ ب ته ـ مختکیه اړ نومځاینیوي را، در، ور

دا هم په دواړو حالتونو کښې کارول کیږي.

الف- د کړونې په څېر د ور سره سرېښ لوریزکېدونکي کړنوییونو سره سره.

لکه تلل:راځم، درځم، ورځم او نور

بې- د نه کړوني حالت یا د پسېځاینیو حالت کې، لکه:

 (را، در، ور) ( څخه، سره، کره، پسې، پورې، کښې، باندې او که نور و چا ته په یاد راځي یا راغلل ور زیات یې کړۍ).

بل هکپککوونکې لاس ته راوړنه دا ده، چې حالت اړوند لرو:

را = له، پر، په، تر…

ګورو، چې دلته دا را د هر ځانیز نومځاینیوو کړونی حالت د مونومونو له، تر، پر، په، له لارې د نه کړوني په پوهېدنه پوهوي، با دا کړونې نومځاینیوي په نه کړونو نومځاینیوو بدلوي. ځکه چې دا پورته مونومونه پوهېدنوړونکي دي.

دا به په ګوته کړم، چې د نابلدتیا له امله، چې موږ تر اوسه پورې په ژبلار کښې ورسره نه یو مخامخ شوي او دا پورته مورفېمونه مخځاینیوي نه دې، لکه چې اندل مو.

اړیینه بادونه دا د ما په کتابونو او په تېره په دې اخرني راټول شوي او څه ورزیات په کتاب کښې ښه روښانه شوي.

یو څو اړیین پېژندونه: پسې تړلي   پسېځاینیوي   مورفېمونه ( یا د ژب کوچني یووالي).

Suffix پسې تړلي: دا د ژبنیو یوونونو هغه ټولګی دی، چې د وییونو – چې بنسټوییونه بلل کيږي – پسې تړلي دي او د بنسټوییونو پوهېدنه غزوي. لکه  -والی (لويوالی)، توپ (کوچنیتوب)، – کۍ ( خورکۍ، مورکې) او نور. پسې تړلی کېدی شي له یوه تورې هم جوړ وي لکه: سړی ( سړي).

یادونه: په پښتو ژبه کې پرېفېکسونه نه شته.

مورفیم: د ژبې د ګرامر کوچني ژبیوونونه دي، چې خپله پوهېدنه نه لري، خو معنا- یا پوهېدنوړونکي دي، چې د موږ لپاره غوره یې، د، له، په، پر، تر دي، چې له نومځاینیوي ،، ما،، څخه د مخه راشي، د هغه پوهېدنه له کړوني حالت څخه و نه کړوني ته وړي، لکه : دما، له ما، تر ما او نور.

زه چې ګورم، دا د پښتوپوهانو لپاره یو ستر د خبرو او ورباندې د پوهېدنو او ورپوهونو موضوع برېښي، چې خپله ځانونه ورباندې باوري کړي او نورو ته یې بیا وړاندې کړي ( بخښنه دې وي، چې لیکنه د نادرنښت له امله، چې خدای (ج) دې نه کړي، نه ده).

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.