د بښنې نړیوال سازمان: طالبان پر خپلو کړنو انساني حقونه تر پښو لاندې کړي

683

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې د جګړې پر مهال دې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د یاد سازمان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو له لوري د ملکي وګړو وژنه او د عامه تاسیساتو ړنګېدل په ښکاره ډول د طالبانو د ذهنیت استازولي کوي.
دوی ویلي، چې طالبان باید له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرې دې چټکې کړي.
په دې وروستیو کې طالبانو افغانستان کې د عامه تاسیساتو پر ورانېدو لاس پورې کړی، چې د جګړې او د بشري حقونو خلاف دی.
دوی اندېښنه ښودلې، چې که چېرته په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ملکي وګړو وژنه او د عامه تاسیساتو د ورانېدو مخه و نه نیول شي؛ نو ناورین به رامنځته شي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي په خپل منځي غونډه کې د یادې پروسې د خبرو په ټپه درېدل د اندېښنې وړ بللي دي.
بل لور ته بیا طالبانو هم د افغان سولې د مذاکراتو په پروسه کې د ګډون کولو څخه انکار کړی دی.
دغه راز یوازې تېرو دریو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۸ زره ډېرې کورنۍ د طالبانو د جګړې له امله بېځایه شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.