پاکستاني چارواکي: د طالبانو مخالفت نه؛ بلکې ملاتړ کوو

479

 د پاکستان د پارلمان غړو تېره ورځ ویلي، چې د دوی نظامي چارواکو خبرداری ورکړی، چې پاکستان کې به د طالبانو پر وړاندې مخالفت ناوړه پایلې ولري.
یادو کسانو پاکستاني رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې یاد خبر داری د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه او د پاکستان د استخباراتو«ای اېس ای» مشر فیض حمید  ورکړی دی.
پاکستان کې یاده امنیتي ناسته له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتلو او پر پاکستان یې د اغېز پر تړاو نیول شوې وه.
د یادې ناستې پر مهال پاکستاني چارواکو ویلي، چې که چېرته پاکستاني پوځیان د طالبانو پر وړاندې کوم اقدام وکړي؛ نو د یادې ډلې له لوري به له سخت ځواب سره مخ شي.
دوی همدا راز ویلي، چې پاکستان باید د طالبانو د مخالفت پر ځای ملاتړ وکړي؛ ترڅو خپلو اهدافو ته ورسیږي.
تر دې وړاندې د پاکستان صدر اعظم عمران خان هم ویلي و، چې د طالبانو پر وړاندې به هېڅ کوم اقدام نه کوي.
دغه راز په دې وروستیو کې د پاکستان په اړه داسې شواهد هم لاسته راغلي، چې له طالبانو  ملاتړ کوي، او د دوی د ټپیانو د درمنلې په موخه یې د ډېورنډ کرښې هاغاړه روغتونه هم جوړ کړي.
څو ورځې وړاندې داسې اسناد هم ترلاسه شول، چې یادو روغتونو ته قمر باجوه په خپله د طالب ټپیانو د پوښتنې لپاره ورغلی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.