پاکستاني پوځیانو د جنسي تېري په موخه؛ دوه بلوچ نجونې تښتولې

1,142

بلوچستان_کیچ: د ځایي سرچینو د مالوماتو؛ له مخې پاکستاني پوځیان د بلوچستان د کیچ ولسوالي او مرکز کوېټې ښار څخه دوه نجونې تښتولې دي.
د راپور پر بنسټ د جون میاشتې په ۲۹ نېټه پاکستاني پوځیان د کیچ ولسوالي په پیدراک سیمه کې د شېران پر کور ننوتي او لور یې ترې تښتولې.
پاکستاني پوځیانو؛ له جنسي تېري وروسته کور ته را پريښې؛ خو اوس یې د دویم ځل لپاره بیا تښتولې.
د تښتول شوې نجلۍ پلار شېران رسنیو ته ویلي، چې دی کور کې نه و، پوځیان په کور ور ننوتلي او د ده ځوانه لور یاسمین یې تښتولې.
دغه راز پاکستاني پوځیانو د جون میاشتې په ۲۸ نېټې د کوېټې ښار له موسی کالوني سیمې څخه د محمد مینګل لور هم تښتولې ده.
مینګل وايي، چې لور یې له کور د بازار پر لور روانه وه، چې پاکستاني پوځیانو په زوره له ځان سره موټر ته پورته کړې او تر اوسه یې هېڅ خبر نشته.
دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني پوځیان بلوچ مېرمنې د جنسي تېریو لپاره تښتوي او وروسته یې شکنجه کوي او وژني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.