وال سټرېټ ژورنال: امریکا به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستلو درنه بیه پرې کړي

686

 وال سټریټ ژورنال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پر ځای اقدام نه بولي او زیاتوي، چې امریکا به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو درنه بیه پرې کړي.
یادې ورځپاڼې د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې ورځ تر بلې وضعیت ترینګلی کیږي او امریکا باید په مسوولانه ډول له یاد هېواد څخه ووځي.
د راپور له مخې، امریکا یوازې د خپلو لګښتونو د کمولو په موخه له افغانستان څخه خپل سرتیري باسي او خپله نا ګټلې جګړه په نیمه کې پرېږدي.
دوی زیاته کړې، امریکا اوسمهال تر ټولو لومړی امریکا شعار عملي کوي او غواړي، چې د خپلو ګټو په موخه افغانستان په یوې ښکېلې جګړې کې یوازې پرېږدي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ امریکايي سناتورانو هم ویلي وو، چې امریکا د ترهګرو ځپلو په موخه افغانستان ته راغلې وه؛ خو لا هم یاده جګړه ناګټلې پاتې ده.
دوی وايي، چې که چېرته له افغانستان څخه ترهګرې ډلې یو ځل بیا د امریکا لپاره په ګواښ بدلې شي؛ نو راتلونکی مسوولیت به یې هم د بایډن پر غاړه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.