پنټاګون: افغان ځواکونو سره به په مالي او لوژیستکي برخو کې همکاريو ته دوام ورکړو

634

د امريکا دفاع وزارت  وايي  که څه هم د دوی ماموریت په افغانستان کې پای ته رسیدلی؛ خو په مالي او لوژيستکي برخو کې به له افغان ځواکونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. 
د پنټاګون ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی اوسمهال پر دې ډادمن دي، چې افغان ځواکونه کولای شي پر خپله خاوره ترهګرې ډلې وځپي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند زياته کړې چې پینټاګون د افغان ځواکونو په روزنه او ظرفیت لوړولو کې ډېر وخت لګولی او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې افغان سرتیري په خپله له افغانستان څخه دفاع وکړي.
کربي دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه د دوی د سرتېرو وتل په دې معني نه دي، چې له افغان ځواکونو سره يې ملاتړ پای ته رسېږي.
نوموړي په واشینګټن کې خبريالانو ته خبرو کې زياته کړې ، که څه هم په افغانستان کې د دوی ځمکنی ماموریت پای ته رسیدلی؛ خو په مالي او لوژستکي برخو کې به افغان سرتېرو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
باید یاده شي، چې د امریکايي سرتېرو له وتلو سره سم طالبانو په هېواد کې د خپلو بریدونو کچه لوړه کړې؛ خو افغان ځواکونو په بریالیتوب سره د دوی بریدونه ځپلي دي.
افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د خپلو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې او د یادې ډلې یو شمېر وسلې او مهمات یې هم له منځه وړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.