لښکر د معارف یو موږ تیارې رڼا کوو -لومړۍ برخه

پوهندوی آصف بهاند

884

«لښکر د معارف یو موږ تیارې رڼا کوو…»

د تعلیمي انقلاب له پاره د قلملار ټولنې هلې

لومړۍ برخه

ــ زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ!

 ــ د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!

(آصف بهاند)

د بشریت په تاریخ کې د بدلون له پاره هلې ځلې له ډېرو پخوا زمانو څخه دود وې او خلکو د خپل ژوند د ښه کېدو له پاره کارونه کړی او زیارونه یې ایستلي دي، په دې لړ کې ډېر ځلې له داسې ستونزو سره مخ شوي دي چې د سر په بیه ورته تمام شوي دي.

د افغانستان په اوسني کړکېچن حالت کې ځینو فرهنگیانو د گڼو هنرونو او پوهې له لارې په ټولنه کې د هر اړخیز بدلون هڅې کړې دي، خپل فکرونه او قلمونه یې کارولي دي چې په پایله کې د نوې تکنالوژۍ په مرسته محسوس بدلونونه رامنځته شوي دي؛ خو له دې ټولو سره ـ سره پایله دا راوتلې ده چې ترڅو په یوه ټولنه او خلکو کې ژور فکري بدلون رانوستل شي، د وړاندې تگ امکانات به رامنځته نه شي او فکري بدلون هغه وخت رامنځته کېدای شي چې تعلیم عام کړای شي او پر خلکو باندې د پوهې او سواد رڼا ور خپره شي.

دا د یو دولت په کچه کار دی چې له خپلو امکاناتو نه په استفادې سره د ټولو خلکو له پاره د تعلیم او فکري بدلن زمینه برابره کړي، خو د گڼو شته ستونزو له امله دولت نه دی توانېدلی چې دا کار ترسره کړي، په دې ورستیو وختونو کې د قلملار ټولنې مسؤلینو او ورسره همغږو ملگرو یې د خپلو نورو وطني او انساني هڅو په لړ کې، د «تعلیمي انقلاب» په نامه یو کمپاین هم راپیل کړی دی.

قلملار ټولنه، د هغې مسؤلین او ورسره ملگري یې د تعلیم د عامولو د هڅو په لړ کې دې پایلې ته رسېدلي دي چې د افغانستان د ټولو بدمرغیو سرچینه، د تعلیم نشتوالی، د خلکو ناپوهي او د سواد نشتوالی دی. د دې نیمگړتیا د له منځه وړلو له پاره یوازینۍ لار په خلکو کې د تعلیم عامول دي او دا کار باید د یوه تعلیمي انقلاب په چوکاټ کې ترسره شي.

د تعلیمي انقلاب له پاره هڅې د قلملار ټولنې مسؤلینو لا پخوا پیل کړې وې، خو په دې وروستیو کې یې دا هڅې نورې هم پسې گړندۍ کړي دي. کوم څه چې ما پخوا د ویسا ورونو او قلملار ټولنې د فعالیتونو په باب لیکلي او خپاره کړي وو او د دوی موخې مې په نښه کړې وې، دوی د هماغه انساني او وطني پروگرام لړۍ لاپسې وِغځوله او د وطن د نوي نسل د روزلو او راوېښولو په برخه کې یې نوې موخې وټاکلې او دا ځل یې په وطن کې د یوه تعلیمي انقلاب له پاره کار پیل کړی دی. ما په دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶) کال کې د دوی د موخو او نظریاتو په باب داسې لیکلي وو:

«د نړۍ په کچه د تعلیم د لارې ځوان رهبر ښاغلي مطیع الله ویسا د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر د میاشتې په پنځه لسمه نیټه په خپله فیسبوک پاڼه کې د څو لنډو جملو په قالب کې  داسې پیام  خپور کړ چې ښايي د بصیرت او پوهې خاوندان یې هم حیران او هم خوشاله کړي وي. ده په یوه خبره کې، په یوه پیام کې یو تاریخ د لوستونکو په مخ کې کیښود، زموږ د ټولنې او خلکو اصلي ستونزه یې په نښه کړه او د ستونزې د حل کلي یې هم په لاس کې ورکړه. د ښاغلی مطیع الله جملې دا دي:«

تعلیم، یوه خبره، یو تاریخ، یوه لاره

«بارت، هندوستان د کتاب لاره غوره کړه او له ذلت نه د ویاړ او نیکمرغۍ لوړو پوړیو ته وختل، اوس زموږ وار دی چې کلونه او پیړۍ مو ضایع کړې دي، خو اوس هم د رڼا یو څرک زموږ لاره روښانه کړې ده چې د ټوپک او کتاب په منځ کې یو انتخاب کړو:

کتاب  =  نیکمرغي

ټوپک  =  بربادي

خوښه مو چې کوم یو غواړئ، کتاب او نیکمرغي غواړئ که ټوپک او ذلت غواړئ؟»

ما (آصف بهاند) په کامنت کې داسې ورته ولیکل:

«ښاغلی مطیع الله ویسا پر تاسو او ستاسو پر تعلیمي پروګرامونو ویاړم.

زه خپل نظر په کامنټ کې نه، بلکې د یوې اوږدې یا لنډې مقالې په چوکاټ کې ټولو لوستونکو ته وړاندې کوم.»

او دا دی زموږ د تعلیم او پوهې څپې مخ پر وړاندې درومي. زموږ د ټولنې په یو څه پوه قشر په دې ټینګار کړی او کوي یې چې د دې ټولنې او خلکوو د خلاصون لاره نه ټوپک دی او نه هم تاو تریخوال، له بد مرغیو نه یې د خلاصون یوازینۍ لار تعلیم دی. تر څو چې خلک، ځوانان، تنکي ځوانان کوچنیان او ماشومان د سواد زدکړې ، ښونځي، پوهنځي مطالعې او پوهې دایرې ته ور ننه نه باسو، با سواده او پوه یې نه کړو، تعلیم یافته یې نه کړو، کتاب قلم او لپټاپ په لاس کې ور نه کړو، موږ نه شو کولای هغوی او ځان له نړۍ او نړیوالو سره سیال کړو، موږ نه شو کولای د هغوی په لیکه کې و درېـږو، موږ نه شو کولای چې د نوي ژوند او نوي وطن او نوي دنیا خبرې پر ژبه باندې راوړو او تکرار یې کړو. موږ هغه وخت دا کار کولای شو چې له نړیولو سره د سیالۍ بیرغ جګ کړو چې تعلیم ولرو، پوهه ولرو له نوې ژوند او نوې تکنالوژۍ سره آشنايي ولرو.

د هر نسل او هر عصر له پاره تعلیم اړین دی، داسې لکه د ژوندي پاتې کیدو له پاره د آکسیجن تنفس او زموږ په ټولنه کې د تعلیم له پاره د ویسا ورونو، قلملار ټولنې او په ځانګړي ډول د تعلیم او ښوونځیو او زدکړې له پاره د ګران مطیع الله ویسا   (matiullah.wesa) هلې ځلې زما له پاره دومره د خوشالتیا وړ دي چې هیڅ یې تصور هم نه شم کولای.

د ده فعالیتونو ته په کتو سره، د چیز فهمه خلکو له ویناوو او خبرو نه د پاسه په نړیواله کچه، دی د تعلیم د عامولو په لار کې د نړۍ په تر ټولو ځوانو رهبرانو کې و شمیرل شو چې دا زموږ د خلکو، د افغانستان او زموږ د اوسنۍ هغې ډلې روڼ اندو له پاره د ویاړ او سر لوړۍ وړ دی چې له دې بد مرغیو د خلاصون اصلي لار په تعلیم کې ویني، ویسا په خپلو دې فعالیتونو سره د افغانستان له پاره د ویاړونو یو هسک بیرغ دی.»

ما په بېلابېلو وختونو کې په خپلو مقالو کې د نوي نسل د روزلو په برخه کې پر دې خبرې ټينگار کړی دی چې د افغانستان د موجوده ستونزو اصلي رېښې د تعلیم په نشتوالي او ضعیفوالي کې دي. د دې ستونزې د حل له پاره باید نوی نسل په سمه، مدرنه او نوې بڼه وروزل شي. زما د همدې خبرو خلاصه د تعلیم په باب زما د یو خپاره شوي کتاب (مورنۍ ژبه، تعلیمي نصاب او څو نورې مقالې) په مقدمه کې راغلي دي، دا یې خلاصه ده:

«په کومو ستونزو کې چې نن افغانستان او افغانان را ایسار دي، له دې څخه د خلاصون تر ټولو غوره، کم مصرفه او له کشکړپه خالي او نرمه لار، د نوي نسل روزل دي. دا ښه په یاد ولرئ:

تر څو نوی نسل په سمه توگه و نه روزل شي، هیڅکله د سمون تمه و نه کړئ. د نوي نسل له روزلو پرته به تل له ستونزو او بدمرغیو سره لاس گریوان اوسئ!

ټولې هغه مقالې او کتابونه چې ما د نوي نسل د روزلو په موخه لیکلي دي، په هغو کې مې دا ویلي دي چې د جگړې په تودېدو سره د نورو ورانیو تر څنگه زموږ د هیواد د څلورو نسلونو له تعلیم سره مرورېدل، بې سواده یا کم سواده پاتې کیدل دي؛ خو له دې ټولو نا خوالو سره، سره زموږ نوی نسل زدکړو ته لیوال و او دی، هر کله او هر چیرې چې ډیر لږ امکانات هم ورته برابر شوي دي، له هغو نه په استفادې سره یې، پر ځان هر رنگ زحمتونه گاللي دي او د نوي عصر نویو زدکړو ته یې د خپل ټـټر او ذهن کتاب پرانستی دی او زدکړې یې کړې دي.

ما څو ځلې په ټینگار سره ویلي دي او اوس بیا هغه په تکرار سره رااخلم او وایم چې:

ــ د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!

ــ د نــوي نسل د روزلو له پاره هــر پَل چې اوچــتـیـږي، زه یـې داسې انگیرم چې د نـوي ژوند د کلا پر دیواله یوه نــوې او زریـنه خښته ایښودل کېـږي.

ــ که په یوه ټولنه کې زدکړي لږ او د گوتو په شمېر وي یا هیڅ نه وي، هغه ټولنه او هغه خلک هره ورځ لا هر ساعت له لسگونو ستونزو سره په عملي ډول لاس گریوان وي.

ــ په ټوله نړۍ کې دا یوه منل شوې خبره ده چې: چیرې چې ښونکی وي، هلته ډیوې وي، هلته رڼا وي او چیرې چې ښونکی نه وي، هلته نه ډیوې وي او نه د رڼا څرک.

ــ زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ!

 نور بیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.