ولسمشر غني ته پرانستى ليک

عبدالوحید وحيد

1,273

ښاغلى ولسمشره!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

پوهېږم ستاسو مزاج په ديموکراسي کې شاهانه دى. د سالم انتقاد اوريدل مو هم نه خوښوئ، خو بښنه غواړم. ولس مو ناامنیو، لوږې او اندېښنو په سر اخيستى دى. هيواد مو د جګړو په تنور کې سوځي او په ما باندې وجدان حاکم دى.

نن دا مسئله نه څيړم چې امریکا او ناتو  مات او مجبور شول چې زمونږ هیواد څخه ووزي او که واقعاً يې موخې ترلاسه کړي او د وتلو پريکړه يې وکړه. دغه پريکړه به تاريخ ته پريږدم. نن دومره وايم چې مونږ مات شوى ملت يو. مونږ د ستونځو په سمندر کې نښتي يو. زمونږ هیواد يو ځل بيا د کورنئ جګړې په درشل کې قرار لري. له دواړو خواوو د افغانې مورکۍ مسلمان زامن وژل کېږي. زمونږ سياسيون د بدلونونو په تناظر کې د خپلو ګټو لپاره د بهرني ملاتړ په کمپاين اخته دي، يا پرديو هيوادونو ته د تېښتې تابيا نيسي او يا ناهيلي شوي او د مبارزې وړتیا يې له لاسه ورکړي ده.

که زمونږ واکمنانو د تيرو شلو کلونو په اوږده موده کې د بهرنیو ځواکونو د نشتون په تړاو فکر نه کاوه او له شتون څخه يې د خپل هیواد د نسبي ځان بساينې په هکله ګټه پورته نکړاى شوه نو اوس امریکا ته زارئ،  د مسئولانه وتلو تلقين او د لاسته راوړنو ضياع عذر بدتر ازګناه دى.  هغوى ونشو کولاى دغه هېواد له ننني برخليک سره له مخکيدو څخه وژغوري. ددغې ورځې د حتمي راتلو په تړاو باید شل کاله وړاندې فکر او کار شوى واى.

د بايډن پرونئ خبرې د افغانانو د ملي غرور پرمخ ځوروونکې او شرموونکې څپيړه ده چې وايي “مونږ د ملت جوړونې لپاره افغانستان ته نه وه تللي. افغانان دې پخپله سره جوړ شي”. پردي هر وخت پردي وي. البته زمونږ د شمال ټلوالې همدغه پردي شل کاله وړاندې راوستل. طالبان يې ورباندې ووژل او نن داده طالبانو له امریکا سره سوله وکړه، خو افغانان لاهم يو بل وژنې خپلې ملي ودانئ د فتوحاتو او تصفيې په نومونو له يو بل څخه لاس په لاس کوي او حساب نکوي چې د چا ودانئ يې له چا څخه ونيوه او له چا څخه يې تصفیه کړه.

تاسو يوه ورځ په خپلو خبرو کې وويل چې که د امریکا مرسته نه وي، زمونږ حکومت شپږ میاشتې وروسته سقوط کوي. که مو محاسبه دقيقه او په واقعیتونو ولاړه وه، نو ولې مو د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې سره سم د موقت حکومت جوړولو لپاره د خليلزاد وړاندير رد کړ؟ تاسو ولې ونشو کړاى چې د خپلو امنیتي ځواکونو د تجهيز په برخه کې د نيمګړتياو په تړاو سمه محاسبه ولري؟ د دفاع وزارت ويندويانو ولې چيغې وهلې چې اوه نوي سلنه جنګي پلان او عملیات هغوى په خپله کوي؟

د ولس قرباني به نه يادوو او د امنیتي ځواکونو په قربانيو باندې به لاپې نه وهو. تاسو له خپل ادرس څخه د سولې په بدل کې د انعطاف او قرباني کوم وړاندزونه درلودل او يا يې اوس لري؟ تول ملت پوهيده چې امریکا له طالبانو سره د مذاکراتو بوخت وو او ستاسو حکومت د يوه مطرح اړخ په توګه په انزوا کې قرار درلوده نو تاسو ولې د خپلې انزوا په تړاو غبرګون ونښوده؟  ارګ د ننني خراب امنیتي وضعیت په هکله ولې ونشو کړاى وار د مخه اړين ګامونه پورته کړي؟  حکومت ولې د مخکني پلان جوړولو پرځاى له مسائلو  سره له مخکيدو وروسته پريکړې کوي او غبرګون ښئي؟ د ملي امنیت سلاکار له دومره امکاناتو سره سره ولې وايي چې هغوى د افغانستان په شمال کې د طالبانو لخوا د بريدونو په تړاو نه پوهيدل؟

راځئ ومنو چې زمونږ واکمنان د ملت له منځه نه بلکې يوه برخه يې د پرديو لخوا د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره  په مونږ باندي راتپل شوى او نور د جګړو په ډګر کې د ډيرو خلکو د وژلو په معيار رهبران جوړ شوي دي او په مونږ باندي د توپک په شپيلۍ حکومت کوي. ځکه مو ورځ تر بلې حال بدتر ګرزي.

اوس د ولسواليانو د سقوط کيسه زړه شوه. نوبت د بندرونو او سرحدي ګمرکاتو سقوط ته راورسيده. کله چې د عوایدو سرچينې سقوط کوى نو ښاغليه ولسمشره! درته پاتې څه دي؟ ايا اوس هم فکر کوئ چې هر څه به سم شي؟ د سولې لپاره د قرباني ورکولو اصل ته اوس ژمنتیا لرئ؟ ايا اوس په دغه تړاو معقول او د منلو وړانديزونه لرئ که څنګه؟

زما په اند د ننني بحران د راتلو لپاره ستاسو د دوهم ځل ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو راپدېخوا لاره هواريده. که داسې نه وي نو تاسو ولې په خپلو کړنو کې له ملت سره دومره ستر واټن جوړولو ته زړه ښه کړ؟ ولې مو د سيستماتيک فساد په هکله خوله نه چوله کيده؟ ولې مو د مشارکت اصل هيڅ وباله؟  ولي مو له خپلو ملګرو سره د پيوستون پرځاى د بيلتون لاره ونيوه؟ ولې مو د ولس له استازو سره د ټکر تګلاره غوره کړه؟ ولې مو د زورواکي ختمولو فساد له منځه وړلو “هيڅ افغان له بل افغان څخه پورته نه ده” او د ټاکنيز کمپاين په مهال له ولس سره کړيو ژمنو ته شا وګرزوله؟

ښاغلۍ مشره! زه په ډيرو مواردو کې ستاسو وړتیا استعداد ظرفیتونه او پوهه منم خو نيمګړتياوې هم لرئ. ستاسو له پورته يادو شويو تخطيانو او تخلفاتو څخه نننى توپان جوړ شوى. همدغه توپان به دغه هېواد د بحران خواته بيايي او تاسو به د تاريخ په تورو پاڼو کې د ناکام مشر په توګه ځاى ونيسئ!

د سمون  وخت ډير تېر شوى خو که يوه شېبه هم ولرو باید د سمون او بدلون لپاره مبارزه وکړو. فرصتونه مو له لاسه ورکړل خو راځه نن د سولي لپاره په هر قيمت چې ممکن وي دغه د پاڼ او پړانګ ترمنځ ايسار ولس او د کورنۍ جګړې په غاړه ولاړ هيواد د ژغورنې لپاره قرباني ورکړئ. د واک لپاره د مبارزې پرځاى د هيواد د نجات لپاره مبارزه وکړئ. مونږ ته دغه هېواد خپل ولس سوله او نسبي نظم ساتل د ارجحيت درجه لري. مونږ اوس هم له نسکور حکومت همدغه ستاسو فاسد حکومت ښه ګڼو، خو وخت رارسيدلى چې  نور د مفروضو خيالي محاسبې  پرځاى د ملت له مشرانو او نړيوالې ټولنې سره د هيواد د خوندیتوب لپاره ګډ کار وکړئ . له خپلو ملي مشرانو څخه سلا وغواړئ. په مشورو کې فرمايشات مه ورکوئ. د سولې د تامین لپاره بشپړ واک ورکړئ. د ګاونډيانو سيمې د ځواکمنو هېوادونو په شمول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پنځو واړو غړيو څخه رسماً له اوسني بحراني حالت څخه د وتلو لپاره مرسته وغواړئ.  نور هغه وخت نه دى چې وواياست تحمیلي سوله، بهرنئ طرحه او تپل شوې سوله نه منم. د سولي په موخه د اوسنيو مشرانو په واک کې پاتي کيدو غوراوى په هيڅ ډول د توجیه او منلو وړ خبره نه ده. په دغه ډول خبرو باندي وخت تيرول ستونځه نوره هم زياتيږي.

ستاسو د اشتباهاتو له امله  اوس طالبان د هوا په نيلي سپاره شول. ځمکه ورته نه ښکاري د خپلو ولسواليو نيولو ته فتوحاتو نوم ورکوي او همدغه لړئ دوام لړي. هغوى اوس د سنجيده ګام پورته کولو لپاره نه وخت لري او نه هم اړتیا محسوسوي. هغوى په جګړه کې برلاسي دي، نو اوسنى مسئوليت ارګ ميشتو ته متوجه کيږي چې څنګه د خپل واک  پرځاى د خپل هېواد او ولس د ستونځو او ممکنه ګډوډي مخه ونیسئ.

په هر هغه غوراوى باندې باید کار وشي دواړه اړخونه ورباندې جوړيږي او نړيواله ټولنه يې کلک  ملاتړ وکړي. له بي پرې خلکو څخه جوړ موقت حکومت، د ښکيلو اړخونو په خوښه د بې طرفه مشر تر قيادت لاندي له دواړو اړخونو څخه جوړ او يا هم بله هره حل لاره چې هوکړه ورباندې راتلاى شي.

د سوکاله ارام او اباد افغانستان په هيله!

عبدالوحید وحيد، کابل افغانستان، د چنګاښ ١٩/ ١٤٠٠

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.