هند: افغان حکومت سره په هر ډول شرایطو کې ولاړ یوو

809

د طالبانو له لوري افغانستان کې روانه جګړه او د ملکي خلکو وینه توېېدنه د جدي اندېښنې وړ ده او اوس وخت را رسېدلی، چې طالبان باید خپله پیل شوې جګړه ودروي او افغان حکومت سره خبرو ته کیني.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له افغان سیال حنیف اتمر سره په لیدنه کې ویلي، چې هند د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدلو اندېښمن کړی؛ خو له افغانستان سره به په هر ډول حالاتو کې ولاړ وي.

نوموړي ویلي، چې هند او افغانستان یو له بل سره تاریخي اړیکې لري او هند هڅه کوي، چې له خپل دوست هېواد سره په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې دوامداره وساتي.

هغه دغه راز د سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالي اجماع پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د افغان سولې لپاره باید نړیواله اجماع پیاوړې شي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر هم له هند مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې د افغان سولې پروسه کې دې خپل رغنده رول ولوبوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.