لښکر د معارف یو موږ تیارې رڼا کوو- دریمه برخه

پوهندوی آصف بهاند

914

«لښکر د معارف یو موږ تیارې رڼا کوو…»

د تعلیمي انقلاب له پاره د قلملار ټولنې هلې

دریمه برخه

 

دغه راز قلملار ټولنې د خپلو تعلیمي هڅو په لړ کې لکه د پخوا په شان خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د بیوزلو کورنیو له کوچنیانو سره یې د خپلو مرستو لمن نوره هم غوړولې ده، دا یې یوه هغه بېلگه ده چې په دې ورستیو ورځو کې یې رپوټ خپور شو:

«د قرطاسیې مرسته:

درنې او وطن دوستې ميرمنې اغلې نجيبه ميوندي يو زيات شمير قرطاسيه قلم لار ته وسپارله تر څو په کليو کې په غريبو ماشومانو وويشل سي .

د آغلې ميوندي نه نړۍ مننه ډير ژر به په کليو کي تر ماشومانو قرطاسيه ورسوو .

راځئ د غربيو او کليوالو ماشومانو سره زده کړو برخه کي مرسته وکړو.»

د وطن د نوي نسل په روزلو کې به دومره کارنده او فعاله ونډه د دولت اړوندو مسؤلو ادارو هم نه وي اخیستې، لکه د قلملار ټولنې مسؤلینو او کمپاینرانو؛ ځکه چې دوی د خپلو تبیلغاتو او عملي کارونو په ترڅ کې داسې کلو بانډو ته ځي، له خلکو سره گوري او روحیه ورکوي چې د دولت د مسؤلو ادارو استازي په کلونو ـ کلونو هغو سیمو ته سر نه شي ورښکاره کولای.

د تعلیم فکر او روحیه ورکول، د نوي نسل د روزلو لومړنی گام دی او دا کارونه قلملار ټولنې له ډېرې مودې را په دې خوا کړی دی او اوس یې هم پرمخ بیايي.

دا د مطیع الله ویسا په فیسبوکپاڼه کې د قلملار ټولنې هغه وروستی پیام دی چې د دوه زره شلم کال د جون پر اته ویشتمه پورته شوی دی:

«زمونږ کمپاين، زمونږ شعار:

ښوونځي تعليم غواړو،

خپل ټول بشري حقوق غواړو،

د نجونو لپاره ښوونځي تعليم غواړو،

سوله ، امن او ژوند غواړو،

قلم لار رضاکاران کندهار ولسواليو کي کلي په کلي ګرځي خلکو ته همدا پيغام ورکوي، ترڅو خپل بشري حقونو او تعليمي حقونو لپاره يو موټي يو اواز سي.

*****

افغانستان کې لا داسي ډیري سیمي سته چې تر اوسه هم ښوونځی نسته په سلګونو کورنۍ اوسیږي خو ماشومان یې له زده کړو محروم دې د همدي نسل ژغورل زموږ او ستاسو مسؤلیت دی باید ورته کار وکړو او راتلونکی نسل وژغورو، #penpath»

له موټرسایکلونو نه پخوا هم استفاده شوي او اوس هم دا کار روان دی، ځینې افراد همدا موټر سایکل د خلکو د امنیت د خرابولو او وژنو له پاره کاروي، ټوپک او چاودېدونکي توکي پرې لېږدوي، خو د قلملار ټولنې رضا کاران له همدې موټرسایکلونو نه په استفادې سره د تعلیم تبلیغات کوي، د ښونځيو زده کونکو ته قرطاسیه، د کوچنیانو ادبیاتو کتابونه او درسي مواد رسوي:

«قلم لار رضاکاران په کليو کې په موټرسايکلونو ګرځي،

دوي د پوهي پيغام تر خلکو رسوي،

موټر سايکلونو کې کليو ته ماشومانو ادبياتو کتابونه او قرطايسه رسوي:

کله چي د کندهار يو ليري پراته کلي ته قلم لار رضاکاران راورسيدل، ماشومانو موټرسايکلونو خواته ور ځغستل دوي خوشحاله وو چي مونږ ته کتاب او درسي مواد راکړي.

رضاکارانو ماشومانو ته کتابونه او قرطايسه ورکړل دوي يې نور هم درس ويلو ته وهڅول او د سيمي خلکو ته يې خپل پيغام ورکړ چي خپل بچيان ښوونځيو ته وليـږي او ټول خلک د نوي نسل د ژغورلو لپاره يو ږغ سي.

د کليو ماشومانو تراني وويلي او هم قلم لار رضاکارانو ورته د کتاب څخه يوه کيسه وکړه…»

#penpathVolunteers

#PenPathHumanRightsCampaign

#PenPathGirlsEduCampaign

#PenpathDoortoDoorCampaign

#PenPathEducationCampaign2021

#PenpathNonviolenceCampaign

#PenPathKandahar

قلم لار په کليوالو ماشومانو د ماشومانو ښوونځي بستۍ بکسي وويشلي .

اکثره ماشومانو به لاسونو يا پلاسټیکي کڅوړو کې تدريسی مواد وړل .

کله چي هر ماشوم ته بکسه ورکول کيده ورته خوشحاله وو .

ټول ماشومانو وعده وکړه چي ښه درسونه به وايي تر څو راتلونکي افغانستان لپاره ښه خدمت وکړي .

د کليو ماشومانو فوق العاده استعداد لري.

کندهار بولدک يوه کلیواله سيمه.

د افغانستان د ابادی او د افغان انسان د نیکمرغۍ په پار، د نوی نسل روزل، له بنسټه یعنې له ماشومتوب نه یې روزنې او تعلیم ته پام کول، د تېرو هڅو په لړ کې د قلملار ټولنې یو بنیادي کار دی.

قلملار ټولنې او د هغوی رضا کاره ځوانانو دا هڅې له پیل نه تر پایه پورې ما څارلي، وخت په وخت مې تایٔيدي او تشویقي لیکنې ورته کړي او تل مې د دوی په دې ملي وطني او انساني فعالیتونو کې ځان شریک گڼلی دی؛ اوس هم د دوی دا هڅې، په تېره بیا د نوي نسل د روزلو په پار د دوی د «تعلیمي انقلاب» هڅې تایٔيدوم، د هڅو عملي ملاتړ یې کوم او په دې لاره کې د هر ډول بریاوو هیله ورته کوم.

د نــوي نسل د روزلو له پاره هــر پَل چې اوچــتـیـږي، زه یـې داسې انگیرم چې د نـوي ژوند د کلا پر دیواله یوه نــوې او زریـنه خښته ایښودل کېـږي.

آصف بهاند

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.