امرالله صالح: پاکستان په افغانستان کې مستقیمه جګړه پیل کړې

714

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ او د افغانستان مستقیمې جګړې ته را دانګلي او په ‌ډېرو برخو کې له طالبانو سره ان د هوايي ځواک مرسته هم کوي.

نوموړي تېره شپه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستان حکومت  افغان هوايي ځواک ته اخطار ورکړی او ویلي یې دي، چې که په سپین بولدک کې پر طالبانو عملیات وکړي؛ نو دوی به یې پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

که څه هم هغه وخت پاکستان د امرالله صالح خبرو ته کوم غبرګون ونه ښود؛ خو نن ورځ د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر د صالح خبرې بې بنسټه بللې وې، چې امرالله صالح یې په ځواب کې د ثبتونو خبره کړې او لیکلي یې دي، چې پاکستان له تېرو ۲۰ کالو راهیسې افغانستان کې د طالبانو هر ډول مالي او نظامي ملاتړ کوي او دا هېواد نور د افغانستان له جګړې انکار نشي کولای.

نوموړي لیکلي، چې پاکستان له تېرو ۲۰ کالو راهیسې د کویټې شورا ملاتړ ته دوام ورکړی او په خپل کور کې یې طالبانو ته ځانګړي پټنځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

باید یاده شي، چې د ولسمشر لومړي مرستیال دوه ورځې وړاندې هم ویلي و، چې پاکستان د افغانستان د پوځ له منځه تلل غواړي او خطرناکه لوبه یې پیل کړې، چې پایلې به یې دوی ته په ګټه نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.