!محسن داوړ پاکستان ته

سید عبیدالله نادر

811

که طالبان هوښیاردي ، نو خپل حکومت ورته وروسپارئ ،د پښتون ژغورنۍ مخکښ غړی د طالبانو په اړه د پاکستانی چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبر ګون کې وییلي :چې که طالبان په رښتیا هم هوښیار او ځیرک دي ، نو پاکستان دي ورته د خپل حکومت واک وروسپاري ،څه موده وړاندی د پاکستان بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې طالبان هوښیار خلک یاد کړي ،او ویلي دي چې دغه ډله تر پخوا ډیر ښه شوي ،

بل ځای په خپل فیسبوک پاڼه کې محسن داوړ لیکلي : ترهګر طالبان د پاکستان په بیلو بیلو ښارونوپه ګډون کویټي کې په آزادانه توګه ګرځي ،دا ډول تکبر د دولت د رضایت نه پرته امکان نه لري ،د افغانانو او زرګونو زمونږ وژونکي ،په ښکاره ملاټړ کیږي ،موږ به د دا ډول ځان وژني په شان سیاستونو مخالفت ته دوام ورکړو ،

بیا محسن داوړ په نهم د جولای ۲۰۲۱ روان کال په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي ،زه له ډیری مودې راهیسی وایم، چې زمونږ  د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد لږ خو د طالبانو ډیر وزیر ښکاري ،هغه ډله چې له ترهګرۍ بربادۍ پرته بل څه نه لري ، شاه محمود قریشي د هغو ډلو هرکلی کوی ، چې زمونږ د پیژندنۍ او تاریځ ورکولو ته یې مټي رانغښتي، خو بر عکس د نوموړي له خولي مو هیڅکله د افغانستان منتخب دولت په هکله مثبته خبره نه ده اوریدلي و،

بل ځای میا افتخار حسین په خپله وینا کې چې بار بار په فیسبوکونو او میډیا کې خپره شوي، او ډیرو خلکو لیدلي، پاکستان ریاست ته په خطاب کې وییلي: (چې اشرف غني منتخب سړی دي د هغه سره سلاح مشوره او خبري وکړئ، ته طالبانو سره خبری کوی ، ته طالبان مظبوتوی، ته جنګ مار مظبوتوی، ته دهشت ګرد مظبوتوې، دا ستا کومه ناوړه پالیسي ده )

د پښتوژغورنۍ غورځنګ او د پاکستان د ولسي جرګی غړی محسن داوړ وايي: پاکستان یو ځل بیا هغه تیر وتنې تکراروي، چې د پاکستان تیر او اوسني پوځي مشران پرې پشیمانه دي ،نوموړي زیاته کړي، یو ځل بیا په افغانستان کې هغه تخم کرل کیدل غواړي، چې پیداوار یې همدلته ریبل کیږي ،داوړ پاکستان حکومت ته په خطاب کې وییلي: مخکي له دې چې ناوخته شي، د افغانانو وینه بهیدنه باید ودروئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.