توماس نیکولسن: طالبانو په خپل ټول توان د ملکي وګړو وژلو ته مخه کړې

1,037

 طالبانو د واک تر لاسه کولو لپاره هر ډول قوانین تر پښو لاندې کړي او په وروستیو کې یې په خپل ټول توان د ملکي وګړو وژنې ته مخه کړې.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په دوحه کې د طالبانو د قطر دفتر غړو سره کتلي او ترې غوښتې یې دي، چې نور دې په یاد هېواد کې د ملکي خلکو وژنې ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي ويلي، چې افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشر حقونه نقض شوي او دا چاره ورته د منلو نه ده.

نیکولسن په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې طالبانو په کندهار کې سلګونه بې ګناه وګړي وژلي دي.

په ورته وخت افغان حکومت هم د طالبانو له لوري د ملکي خلکو د وژلو خبره کوي او وايي، چې طالبانو د جګړې په ډګر کې د ملکي خلکو د وژنې کچه لوړه کړې ده.

تېره ورځ هم د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالي کې طالبانو یو ماشوم وژلی او ۴ بې ګناه وګړي یې ټپیان کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.