پیتریوس: پاکستان د طالبانو لپاره امن کور دی

518

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبانو ته په خپل کور کې پټنځایونه، روزنیز مرکزونه او هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې دي؛ نو ځکه یاد هېواد د طالبانو لپاره د امن د کور په څېر ارزښت لري.
امریکايي جنرال او د سي ای اې پخوانی مشر پیتریوس په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان کې ترهغې امن نه راځي، ترڅو پاکستان کې د طالبانو پټنځایونه له منځه لاړ نه شي او یاد هېواد په کوېټه او بلوچستان کې د طالبانو پر وړاندې اقدام ونه کړي.
د پټریوس په خبره، د افغان سولې پروسې د ځنډ یو لامل هم د پاکستان حکومت له لوري طالبانو ته د هر ډول امکاناتو برابرول دي او که چېرته دا چاره همداسې دوام وکړي؛ نو طالبان به هیڅ وخت مذاکراتو ته زړه ښه نه کړي.
نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید هم له یو ټلویزون سره په مرکه کې ویلي و، چې طالبان زمونږ خپل خلک دي او هر ډول اسانتیاوې مو ورته برابرې کړې دي.
هغه دوه ورځې وړاندې له پاکستاني ټلویزون جیو نیوز سره هم په مرکه کې ویلي و، چې طالبان مو د دې لپاره رامنځته کړل؛ ترڅو پرې افغانستان له منځه یوسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.