عمران خان: طالبان په افغانستان کې سوله نه غواړي

525

 طالبانو په افغانستان کې جګړې شدېدې کړې او فکر کوي، چې د زور له لارې به واک ته ورسیږي؛ نو ځکه یې مذاکرات ځنډولي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له یو نړیوال ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان په افغانستان کې سوله نه غواړي؛ نو ځکه به ورسره پاکستان هم خپلې مرستې کمې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی داښيي، چې یاده ډله د سولې لپاره هیڅ راز چمتو والی نه لري.

که څه هم د پاکستان لومړی وزیر په ښکاره ډول د طالبانو خلاف څرګندونې کوي؛ خو باور دا دی، چې پاکستان له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره په کلکه ملګری دی او اوس مهال یې افغانستان کې سخته جګړه روانه کړې.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم له پاکستاني ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان یې د افغانستان د له منځه وړلو لپاره را پیدا کړي او هر ډول اسانتیا ورته برابروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.