پلار مې د ډاکټر نجیب الله حکومت ړنګ کړ، زه په طالبانو؛ جمهوریت ړنګوم

1,540

 د پاکستان د څارګرې ادارې د پخواني مشر جنرال حمید ګل زوی عبدالله ګل د جنوبي وزیرستان په مکین کې یوې لویې راټولېدنې ته وینا کې وویل، چې پلار مې؛ له افغانستان روسان وباسل او د مجاهدینو په مرسته یې د ډاکټر نجیب الله حکومت ړنګ کړ، دا ځل به زه د طالبانو په مرسته د افغانستان اوسنی حکومت او جمهوریت؛ له منځه وړم، چې افغانستان بیا په کنډواله بدل او د پاکستان؛ له سیالۍ ولوېږي.
نوموړي د وینا دوام کې وویل، چې د ځوانۍ په لومړیو کې یې د خپل پلار په لارښوونه د حقاني شبکې غړیتوب تر لاسه کړ او د افغانستان مختلفو سیمو کې یې د افغانستان د ملي پوځ پر وړاندې جګړه کې برخه اخیستې.
عبدالله ګل وایي، چې طالبان کاملآ زما د هدایت تابع دي او دوی ته مو دا دنده ورکړې، چې د افغانستان اقتصادي زېربنا، دولتي تاسیسات، حکومت او جمهوریت؛ له منځه یوسي.

سیحون خبري اژانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.