کوچنیان باید له کاره منع او ښونځیو ته ولېـږل شي

پوهندوی آصف بهاند

641

 

 

کوچنیان باید له کاره منع او ښونځیو ته ولېـږل شي

 

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

 

یودېـرشمه برخه

 

 

دا مقاله په افغانستان کې د وروستیو سیاسي نظامي بدلونونو څخه مخکې لیکل شوې ده او له بده شامته چې ښايي د افغانستان ډېره سلنه ماشومان او کوچنیان له نورو ستونزو او تاوترخوالي سره هم مخ شي. زه دا مقاله په همدې بڼه خپروم او که خدای مه کړه د افغانستان ماشومان او کوچنیان له نویو ستونزو او تاوترخوالو سره مخ کېـږي، بیا به هم د دې لړۍ په نورو برخو کې خبرې پرې کوو.

 

 

  

ناپوهي، جگړې او کورونا لاس یو کړی دی او زموږ ټولنه، په تېره ماشومان او کوچنیان یې

په ډېر بد  حالت کې راگیر کړي دي.

 

له ماشومانو او کوچنیانو سره د روان تاوتریخوالي په باب ما د خپلو مقالو او گڼو لیکنو په ترڅ کې په ټینگار سره ویلي دي چې له ماشومانو او کوچنیانوسره د تاوتریخوالي په باب، ما په لنډه توگه خپلې لوستلې، په سترگو لیدلې او اوریدلې تجربې درنو لوستونکو سره شریکې کړې او موضوع مې نوره اوږده نه کړه؛ خو اوس یې چې گورم، له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه د یوې سونامي په شان راته ښکارېـږي.

 

په نړیواله، سیمه ایزه او ملي کچه سیاسیون هڅه کوي چې د خپلو شخصي، وطني، گوندي گټو په نظر کې نیولو او د خپل واګ و ځواک د ساتلو په موخه، د مډیا له لارې د خلکو پام په بل لوري واړوي او په ټولنه کې د شته اساسي ستونزو په باب څوک فکر هم  و نه کړي. په یادو هیرو شوو ستونزو کې یوه «له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه» ده. دا داسې ستونزه ده چې که دولتونه، ډلې ټپلې او اشخاص یې هر څومره هیره یا پټه کړي، خامخا یوه ورځ لکه ستره بلا سر راجگوي لکه اوس یې چې زموږ په ټولنه کې سر را اوچت کړی دی.

 

د دې کوچنیان د زدکړو وخت دی، که د داسې شاقه کارونو د ترسره کولو وخت؟

 

له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي یو ډول دا دی چې په بېلابیلو ډولونو هغوی کار ته اړایستل کېـږي. په همدې باب ما په خپله یوه لیکلې او خپره کړې مقاله کې ویلي وو:

 

زموږ د ټولنې عیني ستونزو او تجاربو ته په کتو سره، د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی په لومړي ګام کې په دریو برخو باید وویشل شي، چې یوه مهمه برخه یې له له مشومانو او کوچنیانوسره جسمي تاوتریخوالی یعنې وهل ټکول، جګړو ته اړایستل او شاقه کارونه دي.

 

اوس نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په نړیواله کچه دې ستونزې سر راپورته کړی دی چې د نړۍ په گڼو هېوادونو کې کوچنیان د کار د ځواک په ډول کارول کېـږي، چې دا یو غیر قانوني کار گڼل کېـږي، په تېره زموږ په هېواد کې.

 

د بي بي سي په یوه رپوټ کې راغلي دي چې: د ملگرو ملتونو د کوچنیانو صندوق (یونیسف) او د کار نړیوال سازمان په دوه زره شلم (۲۰۱۰ ام) کال کې، د یوه گډ رپوټ کې ویلي دي چې: په دوه زره شلم (۲۰۱۰ ام) کال کې د هغو کوچنیانو شمېر چې کار کوي، یوسلو شپېتو (۱۶۰) میلیونو تنو ته رسېږي چې د څلورو کاله مخکې په پرتلنه، اته میلیونه و څلور سوه زره تنه زاتوالی په راغلی دی.

 

په ځینو هېوادونو کې په پټه یا تور ډول دا کار ترسره کېـږي، خو زموږ په هېواد کې په برالا او ښکاره ډول کوچنیان د کار بازار ته ورگډ او د هغوی له کاري توان نه استفادې کېـږي، ټوله نړۍ او زموږ ټول خلک په دې پوهېـږي چې هغه کوچنیان چې کار ته اړ ایستل شوي دي، هغوی یوازې د خېټې د مړولو یا د کورنۍ ناروغو او معیوبو غړو ته د وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو له پاره له سهاره تر ماښامه پر ځان زحمتونه تېروي څو د کار په پای کې څو وچې ډوډۍ کورنۍ ته ورورسوي.

 

پر دې هم ټوله نړي او هېواد وال پوهېـږي چې د همدې مجبورو کوچنیانو مشران او پلرونه چا او څه ډول وژلي او یا ولې معیوبه دي او یا ولې په نشو روږدي دي، خو د پوښتنې څوک نه شته.

 

د ملگرو ملتونو اړوندې ادارې، دا هڅه کوي چې کوچنیان له کار نه منعه او ښونځیو ته د تگ زمینه ورته برابره کړي. د همدې موخې د ترسره کولو له پاره د جون دولسمه ورځ له کار نه د منع کولو نړیواله ورځ ټاکل شوې ده او له ټولو هېوادونه غوښتل شوي دي چې په دې سپېڅلي کار کې له دوی سره مرسته وکړي.

خو زموږ هېواد کې به دا کار څوک؟ څنگه؟ او د کوم قانون له مخې ترسره کړي؟؟

 

دغه راز د کورونا ویروس په رامنځته کېدو سره، دا ستونزه نوره هم ډېره او پېچلې شوې ده، کوچنیان نور هم باید داسې شاقه کارونه ترسره کړي چې د نړۍ په هېڅ قانون کې یې جواز نه شته او زموږ په هېواد افغانستان کې بیا په ترټولو ظالمانه ډول دا لړۍ روانه ده چې د درولو او اصلاح هېڅ امید یې نه لیدل کېـږي.

 

له کوچنیانو نه په شاقه کارونو کې استفاده کول، له دوی سره د تاوتریخوالي یو له ظالمانه ترینو ډولونو څخه شمېرل کېـږي، د همدې عیني واقعیت پر بنا دا خبره چې ما بار ـ بار کړې؛ اوس یې بیا تکراروم:

 

د ماشوم د حقونو په رڼا کې، که د افغانستان ټولنه په اوسني وخت کې و ارزول شي، داسې باید وویل شي چې زموږ ټولنه د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د مځکې پر مخ د یوه ریښتیني دوزخ حیثیت لري.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.