په ټلويزيونونو او په ويپپاڼوکى مى ولوستل چى په جلالاباد ،کنړ او خوست کى د افغان ملى بيرغ په پلوۍ لاريونونه شويدى چى ګوندى طالبانو ملى بيرغ ښکته کړى دى او خپل سپين بيرغ يي پورته کړى دىـ
پدى لاريونونوکى خبره اخ و ډپ ته حتى مرګ ژوبلى رسيدلى ده ـ
دا مسله دومره نده چى اوس پرى۔ شخړه وشى او ګډوډى جوړه شى ـ
دښمن اوس هم ګوته په ماشه په مورچل کى ناست دى دوړى نيمګړتيا څخه د بيزو پرار جوړولى شى.
يو ګوند يو غورځنګ او يو تنظيم خپل نښان او بيرغ لرى مګر ملى بيرغ د يو هيواد د ټول ملت بيرغ وى .د ملى بيرغ ښکته کول د ټول ملت د قهر او پارولو سبب کيږى نو ملى بيرغ په خپل ځاى او د طالبانو بيرغ په خپل ځاى دواړه به انشاالله هسک او رپاند وى .
ګورۍ امريکى ګټى، غوښتنى او موښى په جګړه کى وى چى تر څو امريکا زمونږ په هيواد کى واى جګړه به روانه واى ـ
مونږ بايد شکر وباسو ـالحمدالله چى د الله تعالاپه نصرت په ملګرتوب د ملت او د طالبانو په برکت امريکا او ناتو زمونږ له هيواده په ټيت سر ووتله او لوى الله (ج) مونږ ته سوله او امنيت راکړ ـ بار بار شکر الحمدالله ـ
څو پښتو متلونو ته به د لوستونکو پام واړوم ـ
ويل نوم دى څه دى؟ ويل خداى ويل کافر شوى ويل داد ته مى پريږده ـ نوم مى خدايداد دى مونږ ته پکار دى چى طالبان داد ته پريږدو ـ
ذبيح اله مجاهد وويل چى بيرغ پريکړه به راتلونکى حکومت کوى ـ
ملا ضعيف او شهابدين دلاور وويل چى مونږ به له طالبانو او پخوانى فوځ څخه يو غښتلى ملى اردو جوړوو ـ
وايى پښتانه اول جوش کوى بيا وروسته هوش او سوچ کوى چى بيا ډير ناوخته وى ـ
مونږ بايد لږه سړه وحورو ـ
د سياست دوهم نوم حوصله ده ـ
د الله تعالا په قران کى او د رسول (ص)) په احاديثو کى په صبر، زغم او حوصله خورا ډير تاکيد شوى ـ
ومن الله توفيق
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.