د طالبانو حکومت تر اعلانيدو لږ د مخه د ښځو احتجاج

575

طالبانو ويلي دي چې د يوه نوي حکومت د جوړيدو چارې کابو بشپړي شوي دي. په همدې حال کې يو شمير ښځو له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې د کار کولو حق ورته ورکړل شي.

   

دوو طالب سرچينو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې سبا (۲۰۲۱م کال د سپتمبر۳) د جمعې تر لمانځه وروسته به دغه ډله خپله نوې کابينه اعلان کړي.

د اګست پر ۱۵مه نېټه د کابل تر ولکه کولو وروسته طالبانو پرون، چهار شنبه په تهاجي عملياتو کې لاسته راوړل شوي تجهیزات نندارې ته وړاندې کړل او آن يوې بلېک هاک الوتکې د دې نندارې په ترڅ کې په کندهار کې پرواز کړی.

اوس ټول دې ته څېر دي چې آيا طالبان به وکولی شي داسې يوه کابينه رامنځته کړي چې د افغانستان جګړه ځپله اقتصاد اداره کړي او د يوه «ټول شموله» حکومت ژمنې ته پکې درناوی شوی وي.

د نوي حکومت د جوړيدو په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوي چې د چهار شنبې په ورځ يوه لوړ پوړي چارواکي وويل چې په دې کابینه کې د ښځو شتون له احتماله لېرې دی.

د طالبانو يوه مشر شير محمد عباس ستانکزي له بي بي سي پښتو سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل چې ښځې به د کار کولو اجازه ولري خو «وبه نه شي کولی» د راتلونکي حکومت برخه وګرځي او يا هم کوم لوړ مقام ترلاسه کړي.

په هرات کې د ښځو احتجاج

په همدې حال کې په هرات ښار کې څه نا څه ۵۰ ښځې سړکونو ته راوتلې وې څو د کار د حق ترلاسه کولو او په نوي حکومت کې د ښځو د نه شتون په اړه خپل احتجاج ثبت کړي.

د فرانسې خبري آژانس يوه خبريال چې د مظاهرې شاهد وو، ويلي چې دې ښځو په يوه خوله دغه شعارونه ورکول: «دا زموږ حق دی چې زده کړې، امنيت او کار ولرو.» او دا چې «موږ ويره نه لرو، موږ متحدې یوو.»

هرات د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله له اقتصادي لحاظه يو بډایه ولایت دی او هلته نجونې هم بيرته ښوونځيو ته ستنې شوي دي.

د احتجاج يوې همغږي کوونکې بصيره طاهري د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې هغه غواړي طالبان ښځې هم په نوې کابينه کې شاملې کړي.

Afghanische Flüchtlinge im Iran

به کابل کې ښاريانو د هيواد د اقتصادي وضعيت په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي دي.

هغې زياته کړه: «موږ غواړو چې طالبان زموږ سره سلا مشورې وکړي. موږ د هغوی په غونډو او مجلسونو کې هیڅ کومه ښځه نه وینو.»

د امريکا د هوايي پله له لارې له افغانستان څخه په تللو ۱۲۲ زرو کسانو کې هغه ژورنالیسته هم شامله ده چې له يوه طالب چارواکي سره یې په ژوندۍ بڼه مرکه درلودله.

د طلوع نیوز دغه پخوانۍ نطاقې بهيشته ارغند په قطر کې له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل چې په افغانستان کې «ښځې په ډېر ناوړه وضعيت کې دي.» هغې زياته کړه: «زه غواړم نړيوالې ټولنې ته ووايم چې  لطفاً د افغان ښځو له پاره يو څه [چې څه مو په وس پوره وي] وکړئ.»

د طالبانو له خوا د نوې کابينې په درشل کې د ښځو حقونه يوازنۍ ستره اندېښنه نه ده، بلکې په کابل کې ښاريانو د هيواد د اقتصادي وضعيت په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي دي.

له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې د کريم جان په نوم د اليکترونيکي سازمان آلاتو يوه پلورونکي وويل: «د طالبانو له راتګ سره، دا سمه ده چې امنيت شته خو تجارت مو صفر ته کښته شوی دی.»

ملګرو ملتونو د اونۍ په پېل کې په افغانستان کې د «بشري ناورين» څخه خبرداری ورکړی وو او غږ یې کړی وو چې هغو افغانانو ته دې چې غواړي ووځي، د وتلو لار ورکړل شي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.