جنرال خوشحال سعادت له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې

1,356
د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې:
خوشحال سعادت پژواک خبري اژانس ته وویل: ((له طالبانو سره مې خبرې کړې دي؛ که هغوی ملي سرود، ملي بیرغ، د ښځو حقونو او د خلکو خصوصي حریم ته درناوی وکړي، بېرته هېواد ته ستنېږم، له نوي حکومته ملاتړ اعلانوم او د افغانستان هوايي او ځانګړي ځواکونه بېرته پر پښو دروم.))
نوموړي زیاته کړه چې طالبان دې د خپلې ډلې بیرغ ولري، خو ملي بیرغ_ چې سل کلنه تاریخي مخینه لري_ باید لري نه شي.
سعادت وویل چې د طالبانو پر ضد لوی حرکتونه په پیلېدو دي او له ده هم غوښتل شوي چې ورسره یو ځای شي، خو دی نه غواړي چې نور په جګړه کې برخه واخلي.
د سعادت په خبره چې وروسته له ۴۰ کلونو لومړی ځل دی چې هېواد تر یوې متحدې ادارې لاندې دی.
هغه زیاتوي چې یاده اداره اصلاح او لا ښه تنظیم ته اړتیا لري، څو خلک د سوکالۍ او ډاډ احساس وکړي.
سعادت په خپلو خبرو کې دغه راز وویل چې نور په هېواد کې داسې حرکتونه چې هغه د تفرقې لامل کېږي، نه غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.