کابل ته د پاکستان د استخباراتي ادارې د رییس حیرانونکی سفر

604

د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله کابل ته د جنرال فیض حميد د رسیدو خبره دوو پاکستاني چارواکو، د نومو د نه ښودلو په شرط تائيد کړې ده. ویل کیږي، چي د طالبانو په منځ کي د واک د ويش پر سر اختلافات موجود دي.

د پاکستان د استخباراتو د ادارې (آی اس آي) مشر، په یو حیرانوونکي سفر د شنبې په ورځ (د سبتمبر ۴مه) کابل ته رسیدلی دی. نن پر ټولنیزو رسنیو هم د جنرال فیض حمید يو انځور چې د کابل په سرينا هوټل کې اخیستل شوی، لاس په لاس کيږي.

رپوټ زیاتوي چې تر اوسه لا روښانه نه ده چې دغه تر ټولو ځواکمن پاکستانی چارواکی به د شنبې په ورځ د طالبانو د رهبرۍ سره په کومه مسئله خبرې وکړي، خو د پاکستان استخباراتي ادارې په اړه ویل کيږي چې پر طالبانو باندې له بهره تر ټولو ډير نفوذ لري.

د طالبانو رهبرۍ په پاکستان کې خپل مرکزونه درلودل او په اغلب ګمان يې د پاکستان د استخباراتي ادارې سره مستقیمي اړيکي درلودې.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخوانې رئيس، رحمت الله نبيل کابل ته د جنرال فیض د سفر په اړه حیرانتیا ښکاره کړې ده. هغه پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي: «هغه ولې کابل ته راودانګل…آیا د نوي حکومت د جوړلو سره د مرستې پخاطر؟» هغه نورې پوښتنې هم کړي دي چې په یوه ځای کې ېې ليکلي: «د طالبانو د مختلفو فراکسيونو تر منځ د واک د ويش په سر د اختلافاتو د حل لپاره؟»

طالبان چې اوس مهال د خپل نوي حکومت پر جوړيدو بوخت دي، تيره ورځ داسې رپوټونه خپاره شول چې د حکومت مشري به يې ملا برادر کوي. خو نبيل په يوه بل جلا ټويټ کې ويلي دي چې تر ډیر برید د دې احتمال شته چې ملا برادر دې د نوي حکومت مشر نه وي. هغه زیاته کړې ده چې دغه «مسئوليت به د تمې ډير خلاف یو بل کس، خو آی اس آی ته نژدي کس واخلي.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.