بایدن: چین، روسیه، پاکستان او ایران له طالبانو سره د توافق په لټه کې دي

582

د امریکا ولسمشر وايي چي چین، روسیه، پاکستان او ایران له طالبانو سره ستونزه لري خو بیا هم له هغوی سره د یو ډول توافق په لټه کي دي. د امریکا خارجه وزارت د افغانستان خلک د یوه عام شموله حکومت وړ بللي دي.

د امریکا ولسمشرجو بایدن له طالبانو څخه د چین د مالي ملاتړ د اندېښنې په اړه پوښتني په جواب کي وویل: «چین له طالبانوسره واقعي ستونزه لري، خو بیا هم هڅه کوي له هغوی سره توافق ته ورسیږي.»

هغه چي د آیدا له طوفان له امله ځپل سوو سیمو څخه بیرته سپیني ماڼۍ ته روان وو زیاته کړه چي دغه موضوع د ایران، پاکستان او روسیې په برخه کي هم صدق کوي: «زه ډاډه یم چي هر څوک هڅه کوي په دې پوه سي چي طالبان څه غواړي چي وکړي.»

متحده ایالاتو او متحدینو یې د جي ۷ په غونډه کي توافق کړی چي خپل غبرگونونه له طالبانو سره هم آهنگ کړي. واشنگټن د افغانستان مالي سرچینو ته د طالبانو لاس رسی بند کړی تر څو د هغوی له کړنو څخه د ډاډ له پاره یو څه په لاس کي ولري. د هغو له جملې څخه د ښځو د حقونو مراعاتول او نړیوالو قوانینوته پابندي. خو ډېر کارپوهان بیا وايي چي، که چین یا روسیه یا هر کوم بل هیواد له طالبانو سره مالي مرسته وکړي، نو دغه اقتصادي محدودیتونه به کومه نتیجه ورنکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي مخکی له هغه د خپل امریکايي سیال، انتوني بلینکن سره د تیلیفوني اړیکو له لاري ویلي چي نړۍ باید له طالبانو سره توافق وکړي او هغوی یو رغنده مسیر ته وهڅوي.

چین، طالبان د افغانستان د نوو واکمنانو په توگه په رسمیت نه دي پیژندلي، خو ځیني رسنیو د بگرام په نظامي اډه کي د چینايي ځواکونو د ځای پرځای کیدو په هکله د چین نیت کولو ته اشاره کړې ده.

ایټالیا چي د جي شل هیوادونو اوسنۍ مشره ده او چین او روسیه هم پکښي شامل دي، په دې هڅه کي وه  تر څو د افغانستان په هکله ددغي ډلي مجازي ناسته ترسره کړي، خو ددغي غونډي د دایرولو له پاره هیڅ کومه نېټه نه ده اعلان سوې، چي دا کار د نوموړي ډلي ترمنځ د نظر اختلاف ښيي.

په دې ترڅ کي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د مؤقت حکومت د اعلانیدو په غبرگون کي د ځینو غړو د سابقې څخه اندېښنه څرگنده کړه. د دغه وزارت یوه ویاند ویلي چي: «دا د افغانستان د خلکو حق دی چي د یوه همه شموله حکومت څخه برخمن سي.»

دغه ویاند ټینگار کړی دی چي د طالبانو په هکله به د هغوی د کړنو او  اقداماتو پر اساس قضاوت وسي او د امریکایانو انتظار دا دی چي په دې ډاډه وي چي د افغانستان له خاوري به د هیڅ کوم بل هیواد د گواښ له پاره گټه نه اخیستل کیږي.

د طالبانو په فهرست کي سراج الدین حقاني ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر په توگه ټاکل سوی دی. هغه د حقاني شبکې مشر دی چي په افغانستان کي د تر ټولو خونړیو بریدونو د ترسره کولو سابقه لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.