نااهلي او فساد

قدرت الله هېوادپال

1,881

پر پخوانی حکومت، دولت، نظام يا هر څه يې چې بولئ، يو تر ټولو لویه ګوتنيونه د فساد وه، فساد څو شکله لرلی شي، موږ د فساد پر نورو بحثونو نه غږيږو يوازې د ادارو او عامه خدمتونو د وړاندې کولو په چارو کې پر سستۍ، لټۍ، فساد او بهانه ګيرو ته پر لارو چارو لټولو غږيږو.

نااهلئ څخه زموږ هدف هغه چا ته د چارو سپارل دي چې له دغه شخص څخه دې چارې لپاره نور ښه خلک وي، خو د چارې سپارونکي پر فکر دا شخص چې د چارې اجرا ته غاړه ږدي ښه وي خو شخص د کار اجرا توان او ظرفيت ونه لري، يوه زمانه کې خلکو ته چارو سپارلو اهليت ښايي بهرنيو هېوادونو سندونه، ژبه، سيمه ييز ملحوظات، شخصي پيژندنه او نور وي، له هغې وړاندې مفکوروي فکر وو چې خلکو به د ګوند غړيو ته چوکۍ سپارلی، نن ښايي بل معيار وي، پر هغې نه غږيږو، يوازې دومره وايو چې په دې ټولو سپارلو کې د اهليت او لياقت ابئ مړه ده.

Messy hands sculpting on a pottery wheel in motion

هر کله چې د فساد پر لاملونو غږيږو په هغې کې يو تر ټولو اساسي لامل نااهلي ده، داسې چا ته د يوې چارې سپارل چې هغه پرې نه پوهيږي، دا ناپوهي د دې سبب ګرځي چې دا شخص ناوړه او غلطې پریکړې وکړي، دا غلطې پريکړې د خلکو د عذاب او تکليف سبب ګرځي، او خلک به د خپل دې عذاب کمولو لپاره واسطې لټوي چې دا واسطې لټول يا د واسطو له لارو آسانتياوو برابرول د فساد تر ټولو عام او نږدې منل شوی شکل دی.

هیڅ نظام بې فساده نه وي، فساد خلک کوي او هر چيرې چې دوه کپرۍ سره يوځای شي د خپل ژوند آسانولو لپاره لارې چارې لټوي او ځينې وخت بیا دا لارې چارې نورو ته د عذاب او تکليف سبب ګرځي، فساد وي يوازې دومره ده چې تر کومې کچې فساد د منلو وړ دی، او که چيرې يو شخص وغواړي له فساد پرته خپله چاره پر مخ يوسي آیا کولای يې شي يا نه.

له نااهلۍ سره بل اړخ په راتلونکي کې د چارو آسانتيا ده، هر کله چې يو څوک پوه نه شي دا چاره اوس څرنګه پر مخ ځي، هغه په راتلونکي هم نه پوهيږي چې دا چاره څرنګه بهتره کړي، د ټولنو بدليدل آن د نظامونو بدليدل يو اصل دی، ولسونه هوښياريږي، د خدمتونو وړاندې کولو نوی نوی وسيلې رامنځ ته کيږي، نږدې په ټولو هېوادونو کې ولس له حکومتونو تمې لري.

دا تمې د هغه بدلونونو او اصولو په رڼا کې وي چې ټکنالوژويو د ولسونو ژوند آسانه کړی وي، ولس بيا غواړي چې حکومتونه او د خدمت برابروونکي بیا همدا ټکنالوژئ خپلې کړي او د دوی ژوند آسانه کړي، ښه مثال يې د کرونا پر مهال د انټرنېټ له لارې زده کړې وی، هغه هېوادونو چې د انټرنېټ غښتلی زيربناوی يې لرلی ويې کولای شو د خپلو ماشومانو او زده کوونکو د کال له ضياع څخه مخه ونيسي، او هغوی چې زموږ په څير بې ځايه کبر اخيستي او د پولئ پړق ته ناست وو، تير کال يې هم ضايع شو او دا کال هم په سیند لاهو دی.

person holding and testing test tube

نو هر کله چې موږ له نااهلئ غږيږو دا نه يوازې چې په شخصی توګه ادارې ته يو ناوړه مشر راوړي بلکه د سيسټمونو جوړولو او خدمتونو وړاندې کولو چارې هم زيانمنوي، فساد يو شخصي عمل دی، هر څوک د فاسديدو امکان لري، پر دولت يو تر ټولو لوی نقد دا وو چې هر څوک ورشي فاسديږي، په اداري سيسټمونو کې د فساد يو تر ټولو لوی شاخص يا هڅوونکی د سيسټمونو او څرګنده پروسو نشتوالی دی.

هر کله چې اداره منظم سيسټم ونه لري، او هر څه د شخص تعبير پر اساس وي، نو دا شخص کولای شي چې د خپلې خوښې خلکو لپاره يې آسانه او ناخوښو لپاره يې ستونزمن کړي، حکومت اصل له تبعيضه پرته د خدمت وړاندې کول دی، لکه مهم نه دی چې شخص دې څومره ګنهکار، لوی مجرم يا بدکاره وي، اساسي حقوق لري لکه بايد تذکره واخلي، يا د ناروغۍ پر مهال روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

نو هر کله چې دا اصول تعريف شوي نه وي، يا اداره سيسټم ونه لري، او موږ يوازې وايو چې د ادارې مشر متقي، پرهيزګاره او پر وطن ميين شخص دی، نو د ادارې هر مراجع يا مشتري دومره نيکبخته نه وي چې د دې پرهیزګاره مشر سره له ليدنې برخمن شي او چارې يې آسانې شي.

نو ځکه، فساد پر اشخاصو له منځه نه ځي، د فساد له منځه وړلو لپاره بايد سيسټمونه او پروسې تعريف وي، ټول مشتريان يا ولس يو ډول معلوماتو ته لاسرسی ولري او هر څوک پوه شي چې لدې ادارې د څه ډول خدمتونو تمه کیدای شي.

ورسره، کله چې موږ د ادارې پر بشري ځواک غږيږو، نو د شخص له فردي يا شخصي ځانګړتياوو سره همدومره مهمه ده چې مسؤل شخص د هغې ادارې پر تخنيکي چارو هم بلد وي، د ښو پريکړو لپاره مهمه ده چې شخص ښه بديل وپيژني.

د پريکړو يو تر ټولو بنسټيزه تعريف د بديلونو تر منځ ټاکنه ده، ښه پریکړه د ښه بديل ټاکنه ده، او د ښه بديل ټاکل پر اړونده چاره ښه پوهه غواړي يا لږ تر لږه دا ظرفيت غواړي چې خلک له اړونده اړخونو سره مشوره وکړي او پوه شي چې څرنګه ښه بديل وټاکي.

selective focus photo of baby playing activity cube

ضرور نه ده، چې هر څوک دې فاسد وي ورسره دا هم ده چې ضرور نه ده هر څوک دې پاک وي، د ادارو او نظامونو لپاره تر ټولو مهم اصل دا دی، چې نظم وي چيرې چې که چيرې فاسد شخص راځي يا پاک راځي دواړه پدې نظام کې ځان عيار کړي او شخصی سليقو پر اساس له پريکړو او خدمت وړاندې کولو ځان وساتي.

په اداره کې، په ځانګړي ډول د عامه خدمت په اداره کې اهليت په دې نه دی چې څوک پيژنی يا څومره سندونه لری يا پخوا مو څه تورې کړي دي، اهليت په دې دئ چې د خپل مراجعينو ستونزې څرنګه حل کوئ، څرنګه د هغه افغان ژوند آسانوئ چې د ژوند هر څپيړه يې خوړلې ده او څرنګه د خدمت په وړاندې کولو کې دا احساس کوئ چې د همدې افغان له برکته دلته ناست ياست او په پای کې به درڅخه پوښتنه کيږي چې آیا دا خدمت مو نور هم بهترولی شو يا آیا بل څوک نه وو چې پر دغه چوکۍ کيني او له تاسې ښه خدمت وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.