بابا! معافي غواړم لیک مې واخله

لیک: هارون ناسر

1,459

د فخر افغان په نوم

بابا! نن د اکټوبر دویمه د عدم تشدد ورځ ده، پوهېږم ته به حتما راته بخښنه کوې ته خو سالار يې د تشدد پر دې اورنۍ خاوره له عدم تشدد سره ستا نوم غوټه دی.
بابا! څو کرښې درته کتاروم، څه ګیلې، څه خبرې ویل _ روڼول غواړي، هسې هم له ګیلو، غیبتونو او په نامه غیرتونو مو بل کار و روزګار کله لرلی دی؟
بابا! ستا خبرې هم درنې دي، پښتانه هم خپلې خبرې د کاڼي کرښې بولي وايي که کور وسوځېد خو دیوالونه يې پاخه شو
، کابو نيمه پېړۍ سوځېدلی کور څه کوې اوس خو يې دیوالونه هم نړېدلي او اورونه پرې بل پاتې دي کنه؟
بابا! 
چا مشر پوه لاینحله پوښتنه زموږ تر مخ اېښې پښتون په درېيم پښت ( نسل ) ختم ولې دی؟

بابا! ستا په خاوره بل شانته ناتار دی، بې نرخه، بې سره او بې ستره جګړه ده، شملې او لوپټې په وینو رنګ څه، د ننګ سودا يې شوې، په درېيم پښت ( نسل ) ختمېدل هم خیر دی؟
بابا! ستا خبره وه کنه چې عدم تشدد تر ټولو زوروره وسله ده؟

بابا! کربلا دې یاده ده!

بابا! بابړه د پښتنو کربلا!

بابا! بابړه هم قیامت وو، ستا خدايي خدمتګار د کربلا په میدان په سرو وینو لت پت پراته وو، مخامخ سلاخي شوي وو؟

بابا! خبر يې؟ دا رسوايي ګوره، شرمونه شرمېدلي د حوا زامنو په زیږنتون کې پر بیبیانو باندې د ګولیو باړونه چلولي، ډزې وې، ترپکې وې او قیامت وو، ګولۍ که پردۍ وه وجود خو خپل وو کنه؟

بابا! کلي، سړي، ښادۍ، ناوې، ناوک، دیرې _ حجرې، جنازې _ هدیرې يې وژلي، محکوم وم، یم او لا مې محکوم غواړي؟
بابا! نه په مرګ او نه په ژوند معاف وو او نه دي؟

بابا! قیامت وو، بس يې په بم الوځولی د مور په خیټه کې يې بچی مړ کړی؟

بابا! او هغه ونه زيږید؟

بابا! له هغه يې ژوند واخیست؟

بابا! ښه شو نه يې هابیل نه يې قابیل ولیده؟

بابا! معافي غواړمه!

:خوله ماته ښه ده خو ګنډلی نشم؟

بابا! چې ستا يې ومنله په دار شو؟

بابا! پوهېږم چې ته هم ضدي يې د ضد خبره به دې روسته وکړم؟

بابا! منصور دې په یاد شو؟

بابا! آریانا چوک!
:
 ما په دار کړئ چې منصور خلکو ته یاد شي

بابا! څومره ننواتې، لیکونه، جرګې مرکې، مصالحې… ؟

بابا! هغه که په کیڼو لارو هم تللی وو، د مرګونو، تشدد خبرې پسې ملې وې خو د روغې _ جوړې او پخلاینې مېړه وو؟

بابا! په لنډه جمله کې یې ویل چې د جګړې ګټونکی اصلي ناکام دی؟ هر خبره يې ټکی په ټکي رښتيا شوه، د واک مینانو څه وکړل په هدیرو او ویجاړیو واکمني؟

 بابا! ستا یوبل لاروي د آبادۍ و پرمختګ چیغې کړې، شور يې جوړ کړ، تور و پيغور يې ومانه، لوی ښامار سره يې تړون ونکړ خو ورونه يې ورته رانغلل، ورونه يې لاړل له ښامار سره يې تړون وکړ، ښامار بیا وايي یوازې يې موږ پر ډز نه دی کړی، نور يې هر څه پرځولي؟

 بابا! رنګارنګ ډرامې دي، نندارې دي، هر یو پر سر سره توره نیولې او را په منډو دي ښامار يې وژلی؟

 بابا! ستا ارادې له تاترې نه هم لوړې وې.

 : جنګ له دې منصور روان         نه توپ او تفنګ لري

بابا! مبارزه ستا ایمان او ستا جانان وو، بامشقته زندانونو تم نکړې، سوي لوي ارمانونه دې وپالل، د وطن بچیو له دې د مکتب دروازې بېرته کړې خو دلته زما د لور پرمخ د مکتب ور تړلی دی بابا زما زوی له خور بغیر مکتب ته نه ځي.

بابا! ته څومره ضدي يې، خپل هر قول ته دې د عمل جامه واغوسته، ټول دې پر ځان مین کړي، پر ټولو دې ځان منلی، فخر افغان خو وې، په کابل کې د هزارو تکیه خانې ته چې ورغلې، هزارو چیغې کړې په اوږو يې پورته کړې، فخر آسيا لقب يې درکړ، په مرګ هم دې مبارزه وکړه، د بيلتون د جبر توره کرښه دې ونړوله، لیډر ملا دې په احترام جګړه ودروله، ته خو سالار يې د تشدد پر دې اورنۍ خاوره له عدم تشدد سره ستا نوم غوټه دی، منصور درته د ویرمنو په کتار کې ولاړ وو، د جنازې د کټ بازو ته يې اوږه ورکړه.

خو بابا! زلمی پښتون دې ولې تم کړ او بیا ولې دې په خدايي خدمتګارو ګډ کړ، بابا دلته خو

 : لویه خدایه د وړو وړو خدایانو دې بنده کړم.

بابا! دلته دا جرئت کله شته، تر مرګه څوک خپله ماتې نه مني؟ تاسو خو کامیاب شوې يئ، شکست خو موږ لا پخوا خوړلی، له رښتیا تښتوو، خپله لار ورکي يوو خو تاسو پسې مو هم خبرې وکړې، د ورکې لارې مساپر یاد شوې؟

بابا! په ببولالو سر یم، سپینه صفا خبره کوم، زما د لوی وطن اقدار، ارزښتونه او تاریخ لیلامېږي، مسخه کېږي، د پاڼ او پړانګ ترمنځ راګیر یوو؟

خو!

یا مغولو سره رزم

بینا هغه دی چې هم لارې هم رهبر بدلوي

او یا هم!

سر په دار لک شوی ښه دی نه لک شوی په پیغور

بابا! ګستاخي مې معاف کړه، پوهېږم په دا سر په امسأ ( کوټنۍ ) مې نه وهي، ته خو سالار يې د تشدد پر دې اورنۍ خاوره له عدم تشدد سره ستا نوم غوټه دی.

جلال آباد، پنځمه ناحیه څلورم کرايي کور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.