ماکرون: جي۲۰ سرمشريزه دې طالبانو ته واضح پيغام ورکړي

618

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون، ويلي دي چې د جي۲۰ په راتلونکې سرمشريزه کې باید طالبانو ته د رسمیت پيژندلو په اړه د نړیوالو شرایطو یو واضح پيغام ورکړل شي.

ماکرون له «فرانس انتر» راډيو سره په یوه مرکه کې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه وويل چې دغه شرایط باید د ښځو له پاره د مساوات، بهرنيو بشردوستانه ماموریتونو ته لاسرسی او اسلامپاله تروریستي ډلو سره نه همکاري کولو په ګډون وي.

د رويټرز په حواله، د فرانسې ولسمشر وويل: «زه په دې باور يم چې د نړیوالو له خوا په رسیمت پيژندل باید یو قیمت ولري. د افغان مېرمنو وقار او د ښځو او نارینه و تر منځ مساوات باید یو د هغو مسايلو څخه وي چې موږ ورباندې ټينګار کوو او دا باید زموږ له پاره یو شرط وي.»

ماکرون د جي۲۰ سرمشريزې په اړه چې په پام کې د روانې مياشتې په وروستيو کې په روم کې جوړه شي وويل: «موږ به د افغانستان په اړه خبرې وکړو. موږ باید په بشپړه توګه دا ووايو. موږ اروپايان، امریکايان، چين، روسيه، د افریقا ستر ځواک، آسیا، پسفيک او لاتین امریکا ټول د طالبانو د په رسميت پيژندلو د شرايطو په اړه بايد په ګډه يو ډېر روښانه پيغام ولرو.»

طالبان چې تر شل کلنې جګړې وروسته د اګست مياشتې په نیمايي کې یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته رسيدلي تر اوسه د هيڅ هیواد له لوري په رسیمت نه دي پيژندلي.

پاکستان چې په سیمه کې د طالبانو تر ټولو نژدې ملاتړ کوونکی هيواد ياديږي هم تر اوسه دغه کار نه دی کړی.

د پاکستان صدراعظم د تيرې اوونۍ په پای کې وويل چې که يوازې پاکستان طالبان په رسمیت هم وپيژني ډير تغيرات به رامنځ ته نشي. هغه ټينګار وکړ چې مهمه دا ده چې په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالات، اروپايي اتحاديه، روس او چين طالبان په رسمیت وپيژني. هغه وويل چې «په دې اړه خبري روانې دي.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.