هندوې ښځې مسلمان سړي ته خپل زړه عطیه کړ

3,095
د بدن د غړو عطیه د یو ناروغ کس ژوند ژغورلی شي

د سپتمبر پر دولسمه نېټه ۳۱ کلن فرید ته د هند ممبی ښار ‘ګلوبل هسپتال’ نه تیلیفون راغی،‌ او یو ښه زېری یې ورکړ. فرید او کورنۍ یې له تېرو څو کلونو راهیسې د دې زیري ته په تمه وو، ځکه چې د نوموړې د مرګ او ژوند موضوع وه.

فرید د (ډي سي‌ اېم) په نامه د زړه ناروغي درلوده او درملنه یې دا وه چې باید د یو بل انسان زړه ورته لګول شوی وای.

دوی د یو داسې کس په تمه وو چې وغواړي خپل زړه عطیه کړي، او هغه هم باید داسې زړه وي چې د فرید لپاره له طبي پلوه مناسب وي.

فرید خیاط دی او له خپلې مور او کشر ورور سره په ممبی ښار کې اوسي. پلار یې په ۱۹۹۲ کال کې وژل شوی او هغه مهال فرید یوازې د ۳ کالو و.

نوموړی سږ کال یوه ورځ ناڅاپه ناروغه شو او د همدې ناروغۍ پر مهال په ملیریا هم اخته شو.‌ نوموړي‌ بي بي سي ته وویل:

“پخوا به یوازې د کار پر وخت ستړی کېدم.‌ خو بیا داسې وخت راغی چې ټوله ورځ‌ به ستومانه وم.‌ هر وخت به ټوخېدلم.‌ اول مې دا ستونزه جدي نه ګڼله. خو چې وضعیت مې خراب شو نو کورنۍ مې روغتون ته بوتلم. هلته مې د زړه ناروغي‌تشخیص شوه”.

ډاکټرانو فرید ته وویل چې زړه ته یې په کافي اندازه اکسیجن نه رسېږي‌ او له همدې کبله کمزوری شوی دی. د دوی سپارښتنه دا وه چې د فرید ژوندي پاتېدو لپاره اړینه ده چې د یو بل انسان زړه ورته عطیه او ولګول شي.‌

مور یې مهر النسا په دې خبره باور نه کاوه او دا یې نه منله چې د یوه انسان زړه بل کس ته لګول کېدای شي.‌ نوموړې وایي:

“نه پوهېدم چې دا هر څه به څنګه کېږي.‌ خو د زوی وضعیت مې سخته پرېشانه کړې وم.‌ د ډېرو ډاکټرانو درمل مو وکارول، خو ګټه یې ونکړه. اخر مو د زوی ژوند ژغورلو لپاره د بل زړه لګولو سپارښتنه ومنله”.

فرید اپنی والدہ کے ہمراہ

د عکس تشریح،

د فرید مور وایي، باور یې نه کاوه چې د یو انسان زړه به بل ته لګول کېدای شي

‌د سپتمبر پر دولسمه د روغتون له تیلیفون وروسته فرید او کورنۍ یې سملاسي‌ هلته ورسېدل. ډاکټرانو ورته ویلي وو چې که د مناسب زړه عطیه پیدا شي نو باید په سملاسي توګه جراحي‌ عملیات وشي.

د ممبی ‘ګلوبل هسپتال’ کې د زړه ډاکټره شروتي وایي، د فرید بخت بېداره و او همدې روغتون کې یوې ناروغې مېرمنې ورته خپل زړه عطیه کړ.

ډاکټره شروتي وایي، د دې مېرمنې کورنۍ ورته ویلي‌ وو چې له مرګ وروسته یې د بدن غړي اړمنو کسانو ته عطیه کول غواړي.‌

روغتون کې ډاکټرانو د فرید کشر ورور عمران ته د وینې څو سمپله د معایناتو لپاره ورکړل. عمران چې د وینې پر بوتل لیکل شوی نوم ولید نو پوه شو چې د زړه عطیه کوونکی کس یوه هندوه ښځه ده.

نوموړی وایي: “د وینې پر بوتل مې چې نوم ولوست نو مور ته مې ورغلم.‌ ورته مې وویل چې تر انسانیت بل لوی مذهب نشته”.

له مرګ وروسته د بدن د شپږو غړو عطیه

فرید اور ان کی والدہ ڈاکٹرز کے ہمراہ

د عکس تشریح،

فرید (ښي لاس ته ناست) له خپلې مور او د روغتون ډاکټرانو سره

هغه هندوه ښځه چې فرید ته یې خپل زړه عطیه کړ ۴۱ کلنه وه او کورنۍ یې نه غوښتل چې نوم یې یاد شي. دا ښځه د سپتمبر پر ۶مه نېټه د عصبي سکتې له کبله روغتون ته بېول شوې وه.

د سپتمبر پر دولسمه نېټه ډاکټرانو یې کورنۍ ته ویلي‌ وو چې مغز او اعصاب یې فلج شوي،‌ او وروسته مړه شوه. کورنۍ یې پرېکړه وکړه چې د دې ښځې د بدن ۶ غړي به اړمنو کسانو ته عطیه کوي.

کله چې یو څوک د غړو عطیه وکړي نو ډاکټران د اړمنو کسانو لېست ګوري او بیا پرېکړه کوي چې عطیه شوي غړي کوم ناروغ ته ولګوي.‌

که په هماغه روغتون کې کوم اړمن کس نه وي نو بیا په هماغه ښار یا ضلعې یا ایالت کې بل کس ته د لېست له مخې ورکول کېږي.‌

د هند په ګڼو ښارونو کې د بدن غړي له عطیه کېدو وروسته نورو اړمنو کسانو ته لګول کېږي.

فرید وایي، د هغې ښځې منندوی دی چې خپل زړه یې ورکړ او د ده ژوند یې وژغورلو.

کشر ورور یې عمران وایي، دې تجربې ورته ثابته کړه چې کولی شي د یو انسان په توګه د نورو خلکو خدمت وکړي.

عمران وایي: “زه فکر نه کوم چې تر انسانیت دې پورته کوم څه وي. ما پرېکړه کړې چې زه به هم د خپل بدن غړي عطیه کوم. همدې کار زما د ورور ژوند وژغورلو. زه هم غواړم چې د یو بل انسان ژوند وژغورم”.

bbc.com/pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.