قطر: لا هم د افغانستان د پیسو د آزادولو روښانه لار نه شته

1,002

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د افغان حکومت د کنګل شویو پیسو د آزادولو له پاره کومه روښانه لاره موجوده نه ده. دغه موضوع پر طالبانو د اقتصادي فشار د راتلو یو لوی لامل دی.

قطر همدا اوس هم د طالبانو او لویدیځو هیوادونو تر منځ د خبرو اترو کوربتوب کوي. د طالبانو او امریکا تر منځ هم خبرې اترې په دوحه کې ترسره شوې وې له همدې کبله نو ویل کیږي چې دغه هیواد پر طالبانو باندې یو څه کنترول لري.

د افغانستان د مرکزي بانک لس میلیارده ډالر پیسې له افغانستان څخه بهر کنګل شوي دي. دا کار د طالبانو له خوا د پلازمینې کابل تر نیول کیدو او د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت تر ړنګیدو شوی دی.

د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن الثاني، یو ځل بیا د خپل هیواد موقف روښانه کړی دی او ویلي یې دي چې اوس د دوحې له پاره د طالبانو په رسمیت پیژندل لومړیتوب نه لري خو په افغانستان کې نړیواله ښکیلتیا مهمه ده. دا نو په دې معنی ده چې نړیواله ټولنه به له طالبانو سره پرته له دې چې دغه ډله په رسمیت وپیژني هم اړیکې ولري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.