اميرخان متقي ته په خپله ډانګ پېيلې کوچيانۍ ژبه

1,607

اميرخان متقي ته په خپله ډانګ پېيلې کوچيانۍ ژبه :

نړۍ ستاسې نګه يومخيز چورلټ ملايي حکومت په رسميت نه پېژني، بلکې مشروط يې پېژني

نړۍ ته حکومتولي مه ورښيئ، بلکې له هغوی يې زده کړئ

د بهرنيو چارو د وزير په توګه ستاسې ټاکنه هغه ادعا جوتوي چې پنجاب د افغانستان بهرنی سياست اداره کول غواړي

نوټ : متقي او پنجاب يې په ګډه د نړۍ پر په ځان نه پوه کوي او که ځانونه غولوي؟ د نړيوال تعريف له مخې په تېره بيا چې لويديځه نړۍ او ملاتړي يې ټولشموله حکومت هغه ته وايی چې د ملا صاحبانو يا په بله مانا د پنجاب دغه تپل شوې اداره چې واک يې د يوې دوکې له مخې په کودتايي بڼه خپل کړی يا په نورو سپينو ټکو د ملا صاحبانو دغه حکومت ورو ورو خپل ځای لوستو تکنوکراتانو، ديموکراتانو او ملتپالو ته پرېږدي چې په هغې کې ټول اړونده شاملې خواوې او لږه کي خپل ځان وويني او ملا صاحبان هم خپل ځای، خو داسې نه لکه څنګه چې متقي او پنجاب ګومان کوي.

ښاغلی متقي،

د طالبانو حکومت ((موجوده ملايي اداره)) چې شا ته يې پنجاب په ډېره بېشرمانه توګه ولاړه ده او ډېره زياته لابي يې هم ورته وکړه، خو هغسې ځای ونه نيو لکه څنګه چې تاسې او هم هغوی کولو.

ښاغلی متقي،

ستاسې حکومت ((اداره)) يا په نورو ټکو د طالبانو حکومت د يوې دوکې يا چلبازۍ په پايله کې رامينځته شوی چې کودتايي بڼه لري او مشروعيت يې تر پوښتنې لاندې دی.

ستاسې حکومت چې اوس مو د هېواد واګې په لاس کې دي له دوو مهمو او اساسي يعنې بنسټيزو اصولو د نشتوالي له امله کړېږئ :

يو دا چې :

تاسې د يوې قانوني يا مشروعې پروسې له مخې يا په بله مانا د ټاکنو له ليارې رامينځته شوي نه ياست، بلکې واک مو په زور (غصب)) تر لاسه کړی.

دويم دا چې :

د هېوادني دوديز مشروعيت له مخې چې د لويې جرګې له لورې رامينځته شوي نه ياست، نو فلهذا ويلی شو چې تاسې يا ستاسې دغه پنجابی لاسپوڅې اداره نه نړيوال مشروعيت لري او نه ملي مشروعيت.

ستاسې يو خواخوږی مولوي عبدالحنان حقاني چې په يو تلويزيوني بحث له يو بل پنجشيري عالم سره خبرې کوي، نو هغه ته د هغه د قوي استدلال په مقابل کې چې حديث ورته مخې ته ږدي او دی ورته فتاوې [فتاوی فريديه، فتاوی حقانيه او فتاوی کاملة] وړاندې کوي په داسې حال کې چې د خپل امارت لپاره قرآني ايات هم رامخته کوی، خو هماغه ايات هم غلط وايی. د (( حتّی لاتکن)) او (( حتّی لاتکون)) توپير هم نه شي کولی، نو زما مشوره تاسې ته د خپل ملي – اسلامي او ديني مسلک له مخې دا ده چې تاسې علم دين او علم سياست او يا په بله مانا دين و سياست سره جلا کړئ.

پنجاب د خپلو سياسي، اقتصادي او نظامي يا ستراتيژيکې پراختيا ناولو موخو لپاره ستاسې په پلمه يا ستاسې په ملايي سپينه جامه کې دين رامخته کړی، خو موخې يې نورې دي چې هغه په ښکاره له دين او هم له نړيوالو هر اړخيزو ارزښتونو سره په ټکې کې دي.

ښاغلی متقي،

زما د يو ډېر ګران دوست ښاغلي الحاج پير محمد کاران په کارونه [اصطلاح] چې زه ورته په تمامه مانا په ټول ارزښت قايل يم ((جار دې شم، قربان دې شم ، بلا دې واخلم)) سوال درته کوم چې د رسول مقبول مبرور صلی الله عليه وسلم د هغه ارشاد له مخې چې :

((لايلدغ المؤمن من حجر مرتين))

يو مؤمن (مسلمان) له يوې سوړې دوه ځلې نه چيچل کيږي.

له بده مرغه چې تاسې ترې څو ځلې وچيچل شوئ، نو لا بيا هم په هماغه تياره سوړه کې ګوتې وهئ.

موږ مخکېني جهادي سرتنبه ګان او تاسې اوسني ساده باده ملايان او د نورو په استخباراتو کې ګوتې وهل د شرم خبره ده. موږ ترې څه بود کړل او تاسې به ترې څه بود کړئ؟

ښاغلی محمد زمان مزمل خپل يو سرتنبه جهادي مشرتابه د ارواښاد عبدالصمد حامد د مړينې د اورېدو له امله له افسوسه د زړه د يوې خوالې په توګه داسې وايی :

صمد حامد په زړو سياستوالو کې يو پاک سياستمدار

په افغانستان کې د لومړيو انتخاباتو په دوران کې يو ټيم وروڼو مشوره وکړه که صمد حامد صاحب تشويق شي او په دې روانو انتخاباتو کې ځان کانديد کړي کېدای شي. په کابل کې داسې سياستونه پر مخ بوځي چې بهرنی اشغال پکې له منځه ولاړ شي.

کله چې د ماښام د لمانځه وروسته له هغه سره مشوره وشوله هغه د ټليفون پر کرښه په صفا صفا ټکيو کې وويل :

((نه مونږ امريکا غواړو او نه هم امريکا مونږ زغملی شي. په روانو او له درغليو ډکو انتخاباتو کې به هغه څوک په يقيني ډول راځي چې امريکا يې غواړي‎.

داسی په کابل کې به مونږ هم د دغو جعلي او غير ملي انتخاباتو ميدان تود کړو، نو هغو ته به پخپل حضور اعتبار ورکړو. دا به مو له ملت سره خيانت کړی وي.

زما له نظره له دې نه دا ښه ده چې يوه ابتدائي حلقه په کوم جومات يا مدرسه کې ولرو چې د دغه نظام او د دغه اشغال پر ضد خپله واضح خبره پرګنو ته ورسوي.))

کله مې چې ټلېفون د هغه خوريي خالد صاحب ته ورکړ، نو د تأثر نه په ډکه لهجه مې وويل :

((دغه باايمانه محمدزی د ډېرو هغو پيکه اخوانيانو نه سل ځله دروند وخوت چې د کابل رژيم او امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل.

صمد حامد په زړو سیاستوالو کې یو پاک سیاستمدار (nunn.asia)

ښاغلی متقي،

ستاسې د همدې اوسنۍ ادارې يا د ستاسې د حکومت د حج واوقاف وزير مولوي نور محمد ثاقب زما په اتيايمو وروستيو لسيزو کې استاذ کيږي، نو زه به هم د ښاغلي مزمل په ژبه همدومره ووايم چې :

((ولسمشر محمد اشرف غني ستاسې د ټولو ديوبندي – حقانيانو، اخوانيانو، مودوديانو او ټولو هغه لروبر سياسي اسلامپالو پورې زر ځله دروند وخوت چې د پاکستان د څارګرې ادارې په شمول نورو نړيوالو څارګرو شبکو ته په ډېر ارزانه (وړيا) بيه په لاس ورغلئ او د هېواد ټولی وياړلی تاريخ يې له خاورو سره خاورې کړ.))

رحمان بابا وايی :

نشي د خانانو او ملنګانو سره کلي

چېرته عزيز خان او چيرته ملنګ عبدالرحمان

خپله خواري وغريبي او خپله ملايي به مو کوله ستاسې يې له سياست سره څه؟

تا ته چا ويل چې د پنجاب په خامه يارانه کې ځان ښکېلوه؟

ايآ هماغه مخکېني بېشرمي او سپکاوی مو بس نه وو چې مو بيا د هماغه پنجاب په خوله سياست ته راودانګل؟

تاسې بايد د نړۍ په ژبه ځان پوی کړئ چې دوی له تاسې څه غواړي؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

قطر: د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنه اوس لومړیتوب نه دی (pashtovoa.com)

رويټرز: طالب مشران د پاکستان د ټکټ لوړیدو فساد کې شريک دي – تاند (taand.com)

په رسمیت پیژندنه د حقوقو او سیاست په ارزونه کې – تاند (taand.com)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.