هند د طالبانو له خوا کشمير ته هم ګواښ ويني

847

د هند لومړي وزير نرېندرا مودي په روانې اوونۍ کې د نړۍ له مشرانو سره د طالبانو په هکله اندېښنې شريکې کړې. په تېره د کشمير له کبله.

په داسې حال کې چې د هند لومړي وزير نرېندرا مودي په روانې اوونۍ کې د نړۍ له مشرانو سره د طالبانو په هکله اندېښنې شريکې کړې، هندي پوځي ځواکونو په کشمير کې پر اورپکو چاپې او بريدونه وکړل. د مودي په اند ښايي دغه اسلامپاله اورپکي د طالبانو د بريا له کبله وهڅول شي.

د اګست له ۱۵مې راهيسې کله چې طالبانو په کابل کې واک تر لاسه کړی دی، د کشميري ياغيانو له خوا پر ملکيانو او پوليسو بریدونه زيات شوي، امنيتي ځواکونو د هغوی پر پټنځايونو چاپو ته زور ورکړی او اورپکي په زياتېدونکي ډول د هند او پاکستان تر منځ د اوربند له کرښې څخه تېريږي. په تېرو دوو مياشتو کې د هيماليه غرونو په سيمه کې په ډزو او نښتو کې تقريبا ۴۰ تنه  وژل شوي دي. دغه سیمه د هند او پاکستان تر منځ د ۱۹۴۷ کال د خپلواکۍ راهيسې وېشل شوې ده.

اورپکو پر لږکيو هندو او سکهـ ملکي وګړو باندې بریدونه کړي په داسې حال کې چې په متقابلو ډزو کې هم عسکر او هم ياغيان وژل شوي دي. هند په رسمي ډول طالبان د تاوتريخوالي د ډېرېدو په برخه کې ګرم نه دي بللي، خو د پاکستاني کشمير سيمې ته څېرمه يې خپلې ګزمې زیاتې کړې دي او پوځي اډې يې پياوړې کړې دي. دغه خبره ځايي اوسېدونکو او امنيتي ځواکونو د فرانسې خبري اژانس ته د نوم نه اخيستلو په شرط کړې ده.

مودي د اوونۍ په پيل کې په روم کې د جي ۲۰ په سرمشريزه کې وويل چې نړيوالو هڅو ته اړتيا ده څو د دې تضمين وشي چې افغانستان بيا د »افراطيت او ترهګرۍ» خوندي ځای ونه ګرځي. هغه د هند دغه اندېښنې د متحده آيالاتو له ولسمشر جو بايدن سره هم مطرح کړې دي.

Indien Kaschmir Srinagar Sicherheitskräfte

په کشمير کې نښتو زور اخيستی دی

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وويل چې هيچا ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې افغانستان د «خپلو ځان غوښتونکو هڅو د آلې په توګه وکاروي.» دې ته پاکستان ته د اشارې په توګه کتل کيږي چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ يې له طالبانو ملاتړ کړی وو. دا ځل اسلام آباد د طالبانو رژيم په رسميت نه دی پېژندلی. بيا هم نوی ډهلی په خپل اصلي حريف پاکستان باندې تور لګوي چې د لشکر طيبه او جيش محمد په څېر ډلو څخه ملاتړ کوي چې د کشمير د بريدونو پړه ورباندې اچول کيږي. پاکستان دغه تورونه ردوي.

هند د شوروي د پشتيبانۍ څخه د برخمن افغان حکومت ملاتړی وو چې په ۱۹۹۲ کال کې د مجاهدينو له خوا راوپرځول شو. په ۲۰۰۱ کال کې يې د متحده آيالاتو په مشرۍ ځواکونو سره مرسته وکړه چې طالبان وپرځوي او هند د افغانستان هغه حکومت ته ډېرې مرستې رسولې چې په اګست مياشت کې د طالبانو له خوا مات کړل شو. افغان اورپکي او جنګيالي په ۱۹۸۰ يمو او ۱۹۹۰ يمو کلونو کې په کشمير کې جنګېدلي دي. د يوه پخواني کشميري جنګيالي په خبره تقريبا ۲۰ افغان «مېلمانه مجاهدين« په کشمیر کې وژل شوي او لس نور نيول شوي.

هند وېره لري چې يو ځل بيا به د کشمير سيمې ته وسلې او جنګيالي ورسيږي. هند له پاکستان سره د کشمير په سر دوه جنګونه کړي دي. د هند لوی درستيز جنرال ناراوانې، ويلي چې »موږ ويلي شو او له پخوا څخه مو زده کړي دي چې کله چې د طالبانو پخوانی رژيم په قدرت کې وو، نو هغه مهال موږ حتماُ افغان الاصله بهرني تروريستان په جمو او کشمير کې لرل.» د هغه په خبره «له دې کبله کافي عوامل شته چې موږ دې باور ته ورسيږو چې دغه عين شی به يو ځل بيا تکرار شي.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.