د کندهار « امام برګاه» پر جومات د برید مسولیت د داعش ډلې پر غاړه واخیست

590

 تیره ورځ ‏د کندهار ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د اهل تشیع په یوه جومات «امام بارګاه» کې د‌ چاودنې مسووليت د داعش ډلې په غاړه واخيسته،په دغه چاودنه کې تر ۱۲۰ پورې کسان مړه او زخميان شول،او هيره د نه وي،چې يوه اونۍ مخکې د کندوز ښار خان اباد پر جامع جومات کې د اهل تشيع لمونځ کونکو باندې هم د جمعې ورځې لمانځه پر مهال بريد شوی و،چې (۵۱) کسه په کې وژل شوي او تر (۹۰ )تنه پورې په کې زخميان شوي و،د طالبانو له راتګ څخه وروسته پر شيعه ګانو دا دوهم سخت خونړۍ بريد دی چې د داعش لخوا تر سره کيږي،خو د افغانستان دننه ډېرۍ سياسي شنونکي په دې اند دي چې داعش هم د طالبانو خپله يوه جنګي څانګه ده،صرف نوم يې بدل دی،خو بل خوا تيره ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په خپلو څرګندونو کې وویل،د افغانستان د اسلامي جمهوريت له ړنګېدو وروسته د سوريې، عراق او منځني ختيځ د نورو هيوادونو څخه د داعش ډلې تګ افغانستان ته ډېر شوی او پر شمال کې ځای پر ځای کيږي،چې په راتلونکي کې د ګاونډیو هیوادونو لپاره هم  يو ستر خطر کيدای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.