د طالبانو د ځانمرګرو بریدګرو ستاينه؛ د قربانیانو پر زخمونو د مالګې پاشل

697

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې غونډې په ترڅ کې د ځانمرګو طالب جنګیالیو د کورنیو سره یوځای د دوی کړنې وستایلې. بل لوري ته په ځانمرګو بریدونو کې د قرباني شویو کسانو کورنۍ لا هم د خپلو عزیزانو په ویر کې دي.

    
Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Sabul 

نولس کلنه شریفه چې خپل پلار یې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړی، وايي چې کله مې چې واوریدل چې طالبانو د ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته مالي مرسته ورکړې، په سترګو کې مې اوښکې راغلې: «هر څوک چې وي غمجنیږي. کله مې چې واوریدل نو ومې ژړل ځکه د دې پر ځای چې زموږ سره مرسته وشي او زموږ له حاله خبر شي، دوی د داسې کسانو ستاینه کړې چې په قصدي توګه یې ځانونه او نور وژلي دي.»

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، په کابل کې یې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د طالبانو ځانمرګي بریدګر «د هیواد او اسلام اتلان» وبلل. دغه غونډه چې پکې د ځانمرګو بریدګرو د کورنیو غړو ګډون درلود، د کابل په یوه له تر ټولو عصري هوټل یعنې انتر کانتننتل کې رابلل شوې وه.

په دې غونډه کې د هر ځانمرګي بریدګر کورنۍ ته د حقاني له لوري ۱۰ زره افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوې او له دوی سره د یوې نمرې ځمکې د ورکړې ژمنه هم وشوه. د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر چې نوم یې لا هم د امریکا متحده ایالاتو په تور لست کې شامل دی او د نیولو له پاره یې امریکا متحده ایالاتو ۱۰ میلیونه ډالر جایزه ټاکلې، په دې غونډه کې حاضر وو.

د شریفې اته کسیزه کورنۍ د خپل پلار تر مړینې وروسته له زیاتو ستونزو سره مخامخ شوې ده. هغه وايي چې تر هغې ورځې وروسته یې کورنۍ ښه ورځ نه ده لیدلې: «مور او ورور مې ناروغان شوي دي او عصبي تکلیف یې پیدا کړی دی. تر پلار وروسته مو ژوند خراب شوی دی.»

Attacke auf afghanisches Innenministerium in Kabul

شریفه وايي چې مور یې د پلار تر مرګ وروسته تل ناروغه وي او د تسکین له پاره دوا خوري. هغه زیاتوي: «د پلار تر مرګ یو نیم کال وروسته مو هم په کورنۍ کې جګرخونۍ ډیرې وي. ورور به مې تل په روغتون کې وو او همیشه به یې چیغې وهلې.»

د ځانمرګو ستاینه

په افغانستان کې د ځانمرګو بریدګرو او د دوی د کورنیو ستاینه او لمانځنه داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې په تیرو ۲۰ کلونو کې زرګونه کسانو د خپلې کورنۍ غړي او خپلوان په ځانمرګو بریدونو کې له لاسه ورکړي داسې بریدونه چې مسوولیت یې طالبانو منلی دی.

شریفه وايي چې کله یې پلار له لاسه ورکړ، د کورنۍ یواځینې عاید لرونکی کس چې معاش یې درلود هغه مو پلار وو او هغه مو هم له لاسه ورکړ. د هغې په خبره د پلار تر مرګ وروسته یې مور د نورو خلکو په کورونو کې کار کوي ترڅو عاید ترلاسه کړي. هغه وايي: «زموږ له پاره ډیره مشکله ده. پیسې نه لرو او ځینې وختونه مې خویندې په وږي نس ویدیږي.»

که څه هم له هغه پیښې اوس درې کاله تیر شوي دي، شریفه وايي چې بیا هم کله چې کورنۍ او دوستان یې د پلار کیسې کوي، ځان ګوښه کوي او سترګې یې د اوښکو ډکیږي. هغه وايي: «پلار مې تل د درس له پاره هڅولم. هغه به تل منتظر وو چې کله زه د ښوونځي څخه راځم، بیا به یې زما سره په ګډه ډوډۍ خوړله. خو اوس هیڅوک نه لرم.»

دغه برید په ۲۰۱۸م کال کې د طالبانو له لوري د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت پر کارمندانو شوی وو. په دې پیښه کې یوه ځانمرګي بریدګر د یوه امبولاس موټر په واسطه، د کورنیو چارو وزرات چارواکي په نخښه کړي وو. د دې برید مسوولیت طالبانو منلی وو چې پکې ۹۵ کسان وژل شوي وو او ۱۸۵ تنه نور پکې ټپیان وو.

عزیز چې د کابل ښار اوسیدونکی دی او د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې خپل دوه زامن له لاسه ورکړي، لا هم د خپلو زامنو یادونه یې غمجنوي. هغه ورځ یوه ځانمرګي بریدګر د نو روز یا د نوي کال د میلې په ګډونوالو برید وکړ چې پکې ۲۶ کسان وژل شوي وو او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي وو. که څه هم د هغه برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی وو، خو د عزیز او د کورنۍ له پاره یې دا بې تفاوته ده چې برید چا او کومې ډلی کړی دی.

آیا تر سولې وروسته به انتقالي عدالت تأمین شي؟

د دې پیښې د قربانیانو په ډله کې ۲۴ کلن مهدي او ۹ کلن روح الله هم شامل وو. د دوی ۵۶ کلن پلار وايي چې دغه پیښه داسې مهال وشوه چې د مهدي د فراغت او واده له پاره چمتووالی نهايي شوی وو او ټاکل شوې وه چې ۱۸ ورځې وروسته به یې محفل ونیول شي. هغه وویل: «موږ ټول چمتووالی نیولی وو ترڅو د هغه د واده او فراغت جشن په ګډه ولمانځو.»

عزیز زیاتوي چې د زامنو تر مرګ وروسته هغه او سپین سرې میرمن یې یوازې پاتې شوي. د هغه په خبره میرمنې یې د ډیر غم او ویر له کبله د ډیر وخت له پاره څه نه خوړل: «تقریباً یو کال مو سم خوراک نه شوی کولی او هره ورځ مو وچه ډوډۍ او ماسته خوړل.» هغه وايي چې مهدي د زده کړې او تحصیل ترڅنګ د دوی د کورنۍ یوازینې کاریګر وو چې ټول کور پرې تکیه کوله. عزیز وايي چې د زوی تر مرګ وروسته ډیر بې وزله شوي یو ځکه مهدي د دوی د کورنۍ د ګټې وټې یوازینۍ کس وو.

عزیز هم اوریدلی چې طالبانو ځانمرګي بریدګر ستایلي او د دوی کورنۍ ته یې نغدې پیسې او د ځمکې د ورکړې ژمنه هم کړې. هغه وايي چې په دې هکله هغه ویلو ته څه نه لري: «زه د ویلو له پاره څه نه لرم. تاسې په خپله قضاوت وکړئ، دوی دوه تنکي ځوانان له موږ څخه پرته له دې چې ګناه ولري، واخیستل.» هغه د خپلو زامنو تر مرګ وروسته د ژوند هیله لاسه ورکړې: «دا دنیا هیڅ ارزښت راته نه لري. را دې شي پر ما دې هم ځانمرګی برید وکړي.»

محمد اکرم د عزیز یو له نیږدې ملګرو څخه دی. هغه دویچه ویله ته وویل چې دغه کورنۍ د خپلو دوو ځوانو زامنو تر مرګ وروسته په رواني ناروغیو اخته شوې: «دوی په رواني ناروغیو اخته شوي، له خپل ځان سره خبرې کوي، له ځان سره خاندي او کله چې کوڅې ته راوځي په دې نه پوهیږي چې چیرته ځي او په کوم کار پسې ځي؟.»

د طالبانو له لوري په کابل کې د ځانمرګو بریدګرو د لمانځنې غونډې په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د ټویټر یوه کاروونکي طارق مجیدي لیکلي چې په نیږدې راتلونکې کې به افغانان د ځانمرګو بریدګرو د یوه ښارګوټي شاهدان هم اوسي.

د ځانمرګو بریدونو ادامه

د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته هم په افغانستان کې ځانمرکي بریدونه لا هم ادامه لري. په افغانستان کې کندز او کندهار ولایتونه په دې وروستیو اونیو کې د خونړیو بریدونو شاهد وو چې پکې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

محمد داود چې د کندز د جومات په ځانمرګي برید کې یې خپل ورو او د نیږدې خپلوان له لاسه ورکړي، له راتلونکې اندیښمن دی. هغه وايي چې د قربانیانو کورنۍ خوب نه لري او خوراک نه کوي: «اوس د دې بدبختیو پیل دی او په راتلونکې یوازې خدای پوهیږي.»

هغه زیاتوي چې تاسې په خپله فکر وکړئ چې په یوه ورځ کې شاوخوا ۶۰ کسان تر خاور لاندې کیږي. هغه زیاتوي چې دا په ریښتیا هم یوه ډیره ژوره فاجعه ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.