د ازبکستان سوداګر: د افغانستان له نويو واکمنانانو سره تجارت ستونزمن شوی

491

د ازبکستان هغه لارۍ چلوونکي چې افغانستان ته توکي وړي راوړي، له دغه هيواد سره تجارت ته د زيان رسېدو په اړه شکايتونه کوي. هغوی په تېره بيا له عصري تکنالوژۍ سره د طالبانو د نابلدتيا له کبله سر ټکوي.

 

د ازبکستان د ترمذ ښار په لوژستيکي مرکز کې له افغانستان څخه راستانه شوي لارۍ چلوونکي شکايت کوي. له دوی څخه یې يو رفيق خواجه کوف دی چې مزار شريف ښار ته په منظم ډول لوبيا انتقالوي او له هغه ځايه کچالو راوړي، وايي: «مخکې مو دغه سفر، تګ او راتګ درې ورځې وخت نيوه، خو اوس موږ يوه اونۍ هلته وو.» هغه زياتوي: «دغه خلک [طالبان] په کمپيوتر نه پوهيږي.»

خواجه کوف وويل چې طالبانو پر سرحد د فساد مخه نيولې ده خو شرکتونه او لارۍ چلوونکي د ځنډ له کبله پېسې له لاسه ورکوي. نوموړي د هغه څه په اړه چې يو شمیر نور سوداګر یې هم په اړه شکايت کوي، وايي: «دوی يو بل کنترولوي او يو له بله پوښتنې کوي. دا هر څه ډېر ستونزمنوي.»

تر هغه کابو دوې مياشتې وروسته چې طالبانو کابل ولکه کړ، د ازبکستان په جنوبي سرحد کې سوداګر په دې پوهيدلي دي چې له طالبانو سره تجارت که څه هم چې ستونزمن دی خو امکان یې شته.

په وچه کې ګېر هېواد ازبکستان چې يو وخت د امريکا متحده ایالاتو په مشرتوب د هغو اېتلافي ځواکونو کوربه وو چې د طالبانو پر ضد یې جګړه کوله، له افغانستان سره یې د تجارت لومړۍ تګلاره غوره کړې ده ځکه د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ آسيا هيوادونه د پاکستان ايران بندرونو ته د رسېدو هڅه کوي.Rückgang des pak-afghanischen Geschäfts

د دغو هڅو مرکز د ترمذ د کارګو لوژستيکي مرکز دی چې پنځه کاله تر مخه له ګاونډيو هيوادونو په ځانګړي توګه د افغانستان په شمال کې له پراته مراز شريف ښار سره د تجارت له پاره جوړ شوی وو چې له ترمذ څخه د ۶۰ کيلومترو په واټن کې پروت دی.

په ترمذ کې سوداګر وايي چې له افغانستان سره تجارت تل ستونزمن وو خو واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې دغه ننګونې نورې هم زياتې شوي دي.

د يوه سوداګريز شرکت مشر د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې مصارف یې لوړ شوي دي، ځکه چې لارۍ چلوونکو یې چې ټول د ازبکستان ويزه لرونکي افغانان دي، بيرته افغانستان ته له ستنېدو وېره لري.

دا په دې معنا ده چې د هغه شرکت د سرحد بل لوري ته بايد نورو لارۍ چلوونکو ته پېسې ورکړي څو یې مالونه هدف ته ورسيږي. د احمد په نوم دغه په خټه افغان سوداګر چې نه غواړي خپل پوره نوم په ډاګه کړي، وويل: «واک ته د دې ډلې په رسېدو کې زه هيڅ ښېګڼه نه وينم.»

پر آمو سيند د «دوستۍ د پله» بل لوري ته په حيرتان بندر کې د طالبان د حکومت د ګمرک مشر عبدالستار رشيد د ځنډ تورونه نه مني. نوموړي په دې ترڅ کې وويل: «داسې څه نه شته. ټول سوداګر خوښ دي. هغوی د تېر حکومت د دورې په پرتله اوس ډېر خوښ دي. توکي ژر له ګمرکونو څخه تېريږي.»

د دغه چارواکي په حواله د حيرتان بندر د عوايدو له پلوه د افغانستان لومړی يا دويم تر ټولو مهم بندر يا سرحدي پاټک دی. په ۲۰۲۰م کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري ۷۷۶ ميليونه ډالره وه چې دا د ۲۰۱۹م کال په پرتله يو پر څلورمه برخه ډېره وه.

واک ته د طالبانو تر رسيدو مخکې دواړو هيوادونو پر دې توافق کړی وو چې تر ۲۰۲۳م کال پورې به خپل منځني تجارت تر دوو ميلياردو ډالرو پورې ورسوي.

له مزار شريف څخه د کابل له لارې تر پېښوره د رېل ګاډي پر يوې پروژې هم کار روان وو چې د ډبرو سکرو په څېر د ډېرو درندو توکو د انتقال زمينه به برابره کړي. خو اوس به دا ښايي ډېر وخت ونيسي ځکه چې د نړيوالې انزوا له کبله به افغانستان د دې پروژې د پر مخ  وړولو له پاره کافي مالي امکانات ونه لري.

د ترمذ د کارګو د لوژيستیکي مرکز مشر نودر جليلوف په دې باور لري چې اوس هم دا مرکز چې مراز شريف ته یې د انتقاليدو له پاره د بشري مرستو درې بارونه ترلاسه کړل، ډېر قوي امکانات لري.

نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زموږ مرکز د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو ته د افغانستان له لارې د مالونو د رسولو په برخه کې ډېر ښه راتلونکی لري.» هغه زياتوي: «دا سمه ده چې د «افغانستان» کليمه اوس هم سوداګر يو څه ويروي.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.