د افغانستان مرکزي بانک د پیسو د راایستلو محدودیت راکم کړ

714

د افغانستان مرکزي بانک د نغدو پیسو په راایستلو کي محدودیت یو څه راکم کړ او اعلان یې کړی چي مشتریان يې کولای سي په اونۍ کي ۴۰۰ ډالر یا ۳۰ زره افغانۍ راوباسي. طالبانو همدارنگه په خارجي اسعارو باندي راکړه ورکړه هم منع کړه.

د افغانستان مرکزي بانک له بانکي حسابونو څخه د پیسو د راایستلو په اړه محدودیتونه یو څه آسانه کړي دي. دغه بانک نن سه شنبه په یوې اعلامیه کي خبر ورکړی چي د ډالري حسابونو لرونکي کولای سي هره اونۍ ۴۰۰ ډالر او د افغانیو حساب لرونکي په اونۍ کي ۳۰ زره افغانۍ له خپلو بانکي حسابونو څخه راوباسي.

د دغي اعلامیې پر بڼسټ که مشتریان وغواړي چي په میاشتني ډول خپلي پیسې راوباسي، کولای سي ۱۲۰۰ ډالر یا ۱۰۰ زره افغانۍ په یوه میاشت کي راوباسي.

مخکی له دې د ډالري حسابونو لرونکو په اونۍ کي یوازي  د ۲۰۰ ډالرو د راایستلو او د افغانیو حساب لرونکو په اونۍ کي د ۲۰ زرو افغانیو د راایستلو اجازه درلوده.

دغه اعلامیه په داسي وخت کي صادریږي چي ډېر افغانان د بیکارۍ، معاشونو د نه ترلاسه کولو او د پیسو په راایستلو کي محدودیت له امله له اقتصادي مشکلاتو او لوږي سره مخامخ سوي دي. حتی هغه کسان چي په بانکونو کي د پیسو ذخیره لري، هم نه سي کولای د خپلي اړتیا وړ پیسې له بانکونو څخه راوباسي.

د افغانستان مرکزي بانک، تجارتي بانکونو، د نړیوالو بانکونو نمایندگیو او خصوصی بانکونو ته سپارښتنه کړې ده چي سر له نن سه شنبه »د نووامبر ۳مه« څخه د دغو بانکونو مشتریان کولای سي، هر وخت چي وغواړي خپلي تازه تحویل سوي پیسې په بشپړ ډول له نانکي حسابونو څخه راوباسي او یا یې هم نورو حسابونو ته واستوي.

په دغه اعلامیه کي د نړیوالو بانکونو په استازیتوب خبرداری ورکړل سوی چي که له دغه امر څخه سرغړونه وسي او مشتریان د هغه په اړه مستند شواهد وړاندي نه کړي، نو له هغو سره به اصولي او قانوني چلند ترسره سي.

علاوه پر دې د افغانستان مرکزي بانک ویلي چي تجارتي بانکونه نه سي کولای د مشتریانو له شخصي حسابونو څخه پرته له اسنادو او قانع کوونکو دلایلو څخه پیسې د شرکتونو بانکي حسابونو ته انتقال کړي.

سربیره پردې د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خارجي اسعارو راکړه ورکړه منع اعلان کړې او ویلي یې دي چي له خارجي اسعارو څخه گټه اخیستنه د افغانستان پر اقتصاد منفي اغیز لري.

طالبانو په دغه اعلامیه کي تاجرانو، کسبه کارانو او دوکاندارانو ته ویلي دي چي د افغانستان اقتصادي وضعیت دا ایجابوي چي په افغانیو سره راکړه ورکړه ترسره او له خارجي اسعارو څخه ډډه وسي.

د طالبانوادارې په دغه اعلامیه کي خبرداری ورکړی دی چي له هغو کسانو سره چی له نوموړي حُکم څخه سرغړونه کوي، له قانوني چلند څخه کار واخیستل سي. په افغانستان کي په ځینو لویو معاملاتو کي له ډالر او ددغه هیواد په جنوبي او ختیځو ولایتونو کي له پاکستانۍ کلداري څخه استفاده کیږي.

له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا په افغانستان کي واک ته رسېدلي دي، د نړیوالو مرستو د دریدو له امله له اقتصادي بحران سره لاس او گریوان دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.