ټام ويست: امريکا په دوحه کې د خبرو بل پړاو ته چمتووالی نيسي

893

د افغانستان له پاره د امريکا ځانګړي استازي په افغانستان کې د داعش د بريدونو ډيروالی او د القاعدې د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. امریکا همدا راز له طالبانو سره په دوحه کې د خبرو بل پړاو ته هم چمتووالی نيسي.

ټام ويست له بروکسل څخه چېرې چې هغه د ناټو خپلو متحدينو ته له طالبانو سره د خبرو په اړه معلومات ورکړل او د هغوی د حکومت په رسميت پيژندلو په اړه د «يوې تګلارې» په اړه مشورې کولې، خبريالانو ته وويل: «طالبانو په ډېر واضح او ښکاره توګه له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو د نورمال کولو له پاره خپل غږ پورته کړی دی څو درېدلې مرستې بیرته ترلاسه کړای شي، نړيوال ديپلوماتان بيرته کابل ته ستانه شي او پر دوی لګيدلي بندیزونه يو څه نرم شي.»

نوموړي زياته کړه: «خو امريکا متحده ایالات په يوازې سر د هغوی دا يوه غوښتنه هم نه شي منلی.»

ټام ويست چې په پام کې لري هند، پاکستان او روسیې ته سفر وکړي، وويل چې امريکا متحده ایالات له طالبانو سره په دوحه کې د خبرو اترو يوه بل پړاو ته چمتووالی نيسي خو نوموړي د دې مذاکراتو نېټه په ډاګه نه کړه.

د ژمي په را رسېدو سره په افغانستان کې د يوه بشري بحران د رامنځته کيدو په اړه هم اندېښنې ډېرې شوی دي. په ميلیونو افغانان د خوراکي توکو بيو د لوړوالي له کبله د لوږې له ګواښ سره مخ دي. وچکالي او اقتصادي بحران چې د نغدو پېسو کمښت، د طالبانو پر مشرانو بندیزونه او د مالي مرستو درېدل یې علتونه دي، هغه څه دي چې افغانان ګواښي.

ناامني او د داعش بريدونه

يوه بله ستونزه چې طالبان ورسره مخ دي د اسلامي دولت خراسان ډلې يا داعش له لوري د بريدونو زياتېدل دي. ويست په دې اړه وويل چې د امریکا حکومت «د داعش په بريدونو کې د ډېروالي له کبله اندېښمن دی او موږ غواړو چې طالبان د هغوی په مقابل کې بريالي شي. که د نورو [وسله والو] ډلو خبره وکړو نو القاعدې هم هلته [په افغانستان] خپل حضور ته دوام ورکړی دی چې موږ یې په اړه اندېښمن يوو.»

 Afghanistan | Taliban in Jalalabadپه ننګرهار کې په دې وروستیو کې د څو بریدونو پړه داعش ډلې منلې ده

ويست زياته کړه: «د القاعدې شبکې حضور د امريکا له پاره له طالبانو سره د خبرو په ترڅ کې د اندېښنې وړ يوې موضوع په توګه لا مطرح ده.»

د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون چې په افغانستان کې یې د امريکا ۲۰ کلن نظامي حضور ته د پای ټکی کښېښود، طالبان مکلفوي چې په افغانستان کې د القاعدې د بيرته منظميدو، د مالي ملاتړ ترلاسه کولو، د بريدونو له پاره د روزنې او طرحه ريزۍ مخه ونيسي.

امريکايي چارواکي په دې آند دي چې د داعش خراسان ډله کيدای شي له شپږو تر ۱۲ میاشتو موده کې او القاعده بيا له يوه تر دوو کلونو پوري موده کې د دې وړتيا ترلاسه کړي چې له افغانستان څخه د باندې بريدونه ترسره کړي.

ټام ويست وويل چې امريکا اوس په جدي توګه په کابل کې د سفارت پر بيرته فعالولو غور کوي او غواړي د دې موضوع تر ارزونې مخکې د طالبانو له لوري «د مسئولانه چلندونو يوه لړۍ مشاهده» کړي.

امريکا متحده ایالاتو او نورو هيوادونو د طالبانو له لوري چې اکثريت یې پښتانه دي، په کابينه کې د نورو قومي لږکيو د نه شتون، ښځو ته د کار د اجازې د نه ورکولو او همدا راز د بشري حقونو د سرغړونو او رسنیو د خپلواکۍ د له منځه وړولو له کبله سخت انتقادونه کړي.

ويست همدا راز دې ته هم اشاره وکړه چې امريکا او متحدين یې بشري مرستو ته ادامه ورکوي خو هغه وويل چې د بايدن حکومت «تر اوسه د ملګرو ملتونو او غير دولتي مرستندويه ټولنو له خوا د نغدو پېسو په برخه کې د آسانياوو د رامنځته کولو په اړه وړاندیزونه تائید کړي نه دي.»

په دې وړاندیزونو کې پر نورو سربیره  د ډالرو د ترلاسه کولو له پاره د يوې لارې رامنځته کول شامل دي، څو د عامه کارمندانو معاشونه د شخصي بانک له لارې نیغ په نیغه هغوی ته ورسيږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.