د ملگرو ملتونو استازې: افغانستان د بشري ناورین په درشل کې دی

814

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکړی دی چې افغانستان د یوه بشري ناورین په درشل کې دی او دا چې د افغانستان ماتیدونکی اقتصادي وضعیت به د سخت دریځۍ د پراخیدو سبب وګرځي. 

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لیونز د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د نوامبر ۱۷مه) خبرداری ورکړی دی چې افغانستان وضعیت ته په کتو سره به یو بشري ناورین رامنځ ته شي او دا چې د دې هیواد خراب اقتصادي وضعیت به د سخت دریځۍ د پراخیدو سبب وګرځي.

د ملګرو ملتونو استازې همدا راز وویل چې د افغانستان د اټکلي ۳۸ میلیون نفوس ۶۰ سلنه به یې د لوږې له یوه بحراني وضعیت سره مخامخ شي. مېرمن دیبورا لیونز ویلي دي چې د ژمي په رارسیدو سره به په افغانستان کې وضعیت لا پسې خراب شي. د هغې په خبره د افغانستان خالص ملي عواید اوس نیږدې ۴۰ فیصده کم شوي دي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو استازې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې په افغانستان د «بشري ناورین» مخنیوی ممکن دی خو په دې برخه کې پر طالبانو وضع شوي مالي بندیزونه اصلي خنډ رامنځ ته کوي. لیونز همدا راز زیاته کړې چې د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیولو وروسته، د مالي بندیزونو په نتیجه کې د افغانستان بانکي سیستم فلج شوی دی او دغه کار په افغانستان کې د ژوند پر هرې برخې منفي اغیز کړی دی.

د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځیدو وروسته متحده ایالاتو د افغانستان نیږدې ۹ میلیارده ډالر مالي زیرمې کنګل کړي دي او د پیسو نړیوال صندوق بیا نیږدې ۴۵۰ میلیون ډالرو ته د افغانستان لاس رسی منع کړی دی. د پیسو نړیوال صندوق په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړښت په برخه کې د وضاحت د نه شتون له کبله پر افغانستان دغه محدودیت وضع کړی وو.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو یادې جګپوړې استازې ویلي دي چې د افغانستان د مالي سکتور فلج کیدل به په دغه هیواد کې د پیسو د انتقال په برخه کې بې نظمۍ ډیرې کړي او خلک به د حوالې سیستمونو ته مخه کړي. د هغې په باور د دې کار په پایله کې به د مخدره موادو انتقال او قاچاق ډیر شي او له ترهګرۍ سره به مرسته وکړي. د دیبورا لیونز په خبره دغه کار به لومړی افغانستان او بیا سیمه اغیزمنه کړي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لایونز وویل چې په افغانستان کې یو ستر منفي پرمختګ دا دی چې طالبان د داعش ډلې د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلی دی کوم چې اوس د افغانستان په ټولو ولایتونو کې فعالیت لري. د هغې په خبره د داعش ډلې له لوري په افغانستان کې د تیر کال په ترڅ کې ۶۰ بریدونه شوي چې دغه شمیر سږ کال ۳۳۴ بریدونو ته لوړ شوی دی.

دیبورا لاینز نړیواله ټولنه وهڅوله څو افغانانو ته د مالي مرستو د رسولو په برخه کې حل لارې پیدا کړي کوم چې د هغې په خبره احساس کوي چې یوازې پریښودل شوي او هیر شوي خو په حقیقت کې د روان وضعیت له کبله له کړاونو سره مخامخ دي. هغې همدا راز وویل چې موږ باید په راتلونکو دریو یا څلورو میاشتو ډیر تمرکز ولرو او د سخت ژمي په موسم کې له خطر سره د مخامخ افغانانو سره مرسته وکړو. هغې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته همدا راز ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونه به دا ډاډمنوي چې له افغانستان سره مالي مرستې طالبانو ته ونه رسیږي او یا د طالبانو له لوري په خلکو وویشل شي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو دغې جګپوړي استازي د امنیت شورا ته همدا راز وویل چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د دولتي روغتونونو کارمندانو ته د مالي مرستو د رسونې په برخه کې حل لارې پیدا کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.