د طالبانو ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند باندی په میډیا کې تبصرې

سیدعبیدالله نادر

1,073

په دي ورځوکې ،د ورځي په زړه پوري خبره د ملا محمد حسن آخوند د طالبانو د درییس الوزرا په هکله ده ، ځکه دی هیڅ خبری نه کوي او ګونګه خوله ناست وي ، د ده د تصویر لاندی په فیسبوک او نورو میډا ګانو باندی داسي ،داسي اظهارات یا کمنټونه لیکل شوي ، چې ډیر د خندا وړ دي ، او ترې نه یوه لویه ټوکه جوړه شوي ،

مثلأ  یو کس لیکلي : چې بطری یې باید چارچ شي ،بطری یې چارچ نه لري ، ورپسي چا لیکلي : چې یا کوڼ دی او یا پشتو نه ورځي ، چا لیکلي د دې بیچاره هم خوښه نه ده ،دا بیچاره په زوره کښینول شوي ،بل بیا ورپسي لیکلي : همداسي خاموشه ښه دی،که شروع وکړي نو داسی ګلان به ودړوي ،چې د لوړو زده کړو وزیر ته به دعا وکړې ، چا لیکلي : پری یې ږدې د نسوارو په نشه کې دی ،بل وییلي : مه وارخطا کیږئ ، یو وار فارسي او پشتو زده کړي بیا به خبري وکړي ،یاني (د پلار او نیکه نه پنجابی دی ) بل لیکلي : د ده خولي ته پنجابی قلف پروت دی ، چا وییلي: چې بادارانو ورته اجازه نه ده ورکړي ، چې وغږیږي ځکه چې که خوله خلاصه کړي ،نو په سر کې یې هیڅ نشته خپل ځان او باداران هم شرموی ، چا لیکي : چې ګونګی دی ، خدای تعالی دي شفا ورکړي ، او که دې ملت سره ټګي کوي ، خدای تعالی د د بادارانو سره غرق کړي ، بل لیکلي : که خبري وکړي نو سمدستی معلومیږي چې څه شی نه دی ،ځکه خبری نه کوي په ځان باور نه لري ،چا لیکلي: علت یې نا پوهی ده ، دی یو سمبول دی ،ټول واک د آی اس آی سره دی ،

بیا قاری عیسی محمد په یوه ویدیو کې چې وییلي ډي : چې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ته زما سوال دی ،چې ته انس یې ، ته جن یې ، ټه پیری یې ،ته دیو یې ، ښاپیری یې، ملایکه یې ،ته څه شی یې د خدای روی ته وګوره ،نسوار دي اچولي غږیږی نه ، دوه کلیمي خبری خو وکړه ،چې دا خلک حد اقل په دي پوه شي چې ژبه دې چلیږي ، ته ګونګ نه یې ، و سړيه ته خبري نه شي کولای ؟ او که د خبرو استعداد نه لرې ؟حد اقل یو آذان خو وکړه ،چا ) چا لیکلي: چې نسوار یې په خوله کې نه دي قورت یې خولي ته اچولي چې نرم شي ،چا ورپسي لیکلي : چې خوله یې هماغسي تړلي ښه ده ، که خوله خلاصه کړي ، نو داسي غول به باد کړي ، چې په تاریخ د بشریت کې چا نه وي باد کړي ،چا لیکلي : چې د وضعیت څخه یې داسي ښکاري چې مالیخولیا یې دی ،چا لیکلي : چې غرقه روژه دی ، د خبرو نه پاتي ، د خبرو نه یې روژه نیولي ، چا لیکلي : چې لاسونه او خپی یې وتړئ او سیده یې په اتک کې واچوئ ، چا په فارسی لیکلي ( این آدم چرا همیشه در سکوت است)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.