د پاکستان په کراچۍ کې اور سل جونګړې سوځولي دي

867

د پاکستان په تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې د بې وزله کسانو په جونګړو کې اور لګیدلی چې له کبله یې تر ۱۰۰ ډیرې دغه جونګړې سوځیدلي دي. د چارواکو په خبره، په دغه پیښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د نومبر میاشتې پر ۲۰مه) د پاکستان په کراچۍ ښار کې ځايي چارواکو وویل چې د دې ښار په یوه څنډه کې د بې وزله کورنیو په جونګړو کې اور لګیدلی چې له کبله یې ۱۰۰ دغه جونګړې سوځیدلي دي. د دې ښار د اور وژنې د څانګې چارواکو د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې په دې پیښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

د کراچۍ ښار د اور وژنې په مرکزي اداره کې د عنایت الله په نامه یوه جګپوړي چارواکي وویل چې د اور دغه پیښه د لیاري سیند په اوږدو کې تر یوه ستر پله لاندې په جوړو شویو جونګړو کې لګیدلی دی. د اور لګیدنې تر پیښې وروسته سیمې ته د اور وژنې لس ستر موټر هم رسیدلي او اور وژونکي په دې وتوانیدل چې په څو ساعتونو کې اور مړ کړي. دغه چارواکي د اور لګیدنې د دلیل په هکله جزئیات نه دي ورکړي.

په پاکستان کې د ژمي په موسم کې د دغه سیمې اوسیدونکي د خپلو جونګړو د ګرمولو له پاره اور کاروي کوم چې چارواکي ورته د یوه احتمالي دلیل په سترګه ګوري.

تیر کال هم په همدې سیمه کې د اور لګیدنې له کبله لسګونه دغه راز جونګړې سوځیدلې وې. د دغې سیمې اوسیدونکي زیاتره شاقه او سخت کارونه کوي او یا هم په ښار کې خیرات ټولوي.

کراچۍ د پاکستان د سند ایالت مرکز دی او د ګڼه ګوڼې له کبله د پاکستان یو له سترو ښارونو شمیرل کیږي. په دغه ښار کې د لیاري سیند په غاړو کې زرګونه خلک په لاس جوړو کړو جونګړو کې ژوند کوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.