د افغانستان په ځينو ولایتونو کې هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي

677

د افغانستان په ځينو ولايتونو کي هدفي وژني نوري هم زياتي شوي دي. طالبان وايي چې دوی يوازې هغه کسان په نخښه کوي چې د دوی پر ضد فعاليت کوي. نو دغه وژنې بیا څوک کوي؟

Journalisten in Afghanistan

په افغانستان کې د طالبانو په راتګ سره هم هدفي وژنې نه دې کمې شوي او ځینو ولایتونو کې یې خلک اندېښمن کړي دي. د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو سلو ورځو کې د افغانستان په ولایتونو کې لسګونه تنه وژل شوي خو تر اوسه د دغو هدفي وژنو مسؤولیت کومې مخالفې ډلې پر غاړه نه دي اخیستي، داسې یوه موضوع چې افغانان یې د راتلونکي او امنیت په هکله اندیښمن کړي دي.

 د نورو ولايتونو ترڅنګ غزني هم هغه ولايت دی چي په دې وروستيو کي هدفي وژني پکې ډېرې شوي دي. د غزني يو اوسيدونکی چي د امنیتي لاملونو له کبله نه غواړي نوم يې واخيستل شي دويچه ويله ته وويل چې په سيمه کي يې څو جسدونه موندل شوي.هغه دویچه ویله ته وویل: «موږ په دې فکر وو، چې د طالبانو په راتګ سره نا امنۍ به له منځه ولاړې شي، خو متاسفانه چې برعکس ځنځيروې، مرموز قتلونه او ترورونه اوس هم دوام لري او موږ ډیره اندېښنه لرو. د دوو دریو ورځو په جریان کې په غزني ولایت کې درې یا څلور کسان د نامعلومو وسلوالو له خوا ترور شوي دي.»

په عین وخت کې د غزني ولایت د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند هیبت الله غزنوي د مرموزو قتلونو د پخلي سربیره دویجه ویله ته وویل چې یوازې د یوې اونۍ په جریان کې د قتلونو څو قضیې دوی سره ثبت شوي چې د څېړنو لپاره یې پلټنې روانې دي. هیبت الله غزنوي دویچه ویله ته وویل: «د غزني په مرکز کې، کومه واقعه چې د قلاتي وه، کومه چې د جاغوري وه، د هغو ټولو پلټنې روانې دي. یو تن د ادریس په نوم په پوره شواهدو د داعش په تور زموږ له لوري وژل شوی دی.»

Afghanistan Kabul | Taliban-Kämpfer

طالبان، چې د ګوتو شمېر میاشتې یې له حکومته تیریږي، هغه کسان په نښه کوي چې د اسلامي امارت پر ضد تحرکات، او جګړه کوي. د طالبانو مرستیال ویاند، بلال کریمي له دویچه وله سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په ځینو وژنو کې چې د طالبانو له خوا ترسره کیږي له داعش اړوندو کسانو سره جګړه کې رامنځته کیږي. کریمي دویچه ویله ته وویل: «که چېرې استثنایې پېښې رامنځته کېږي هغه په ځینو ځایونو کې د داعش ځینې عناصر دي، د هغوی له خوا چې کوم تحرکات رامنځته کېږي او د طالبانو پر وړاندې غبرګون ښیي، هغه له طالبانو سره په برخورد کې وژل کېږي.»

کریمي دا هم تاییدوي چې ځینو سېمو کې وسلوالې غلاوې او اختطافونه شوي چې شمېر یې د کمېدو په حال کې دی او دغو قضیو پسې هم پلټنې روانې دي. د طالبانو حکومت په راتګ سره هدفي وژنې ډېرې شوي چې مسؤولیت یې د پخوا په شان طالبان پر غاړه نه اخلي خو کارپوهان داسې انګېري چې د تېر حکومت نظامي کارکوونکي هم تر ستر ګواښ لاندې دي.

پوځي شنونکي په دې باور دي، چې افغانستان کې د هدفي وژنو لاملونه ډېر دي خو داسې حساسو شرایطو کې د سېمې استخباراتي کړۍ او شخصي دښمنۍ یې ستر لاملونه کېدای شي.

جنرال ثمر سادات چې یو پخوانی پوځي چارواکی دی، په دې اړه وایي:«دوه عوامل کېدای شي چې ډېر اغېز ولري، یو شخصي دښمنۍ دي چې یو چا سره به یې دښمنۍ لرله او اوس ورڅخه غچ اخلي او بل ځینې استخباراتي شبکې هغه افغانان په نښه کوي چې له مخکېني حکومت سره یې په نظامي او دفاعي برخو کې رول درلود.»

سره له دې چې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت کارکوونکو او نورو مجرمو کسانو ته عمومي عفوه اعلان شوې خو د پخواني حکومت امنیتي او دفاعي کارکوونکي خپل ژوند ته اندېښمن دي. سربیره پر دې په ځینو ولایتونو کې ځایي خلک هم اندېښنه لري چې  په نا څرګندو لاملونو خلک په نښه کېږي او یا هم د شپې مهال له کورونو ایستل او بیا څه موده پس یې مړي موندل کېږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.